ما د خپلې څېړنې په اوږدو کې ډېرى خلګ وليدل چې د ٣٢ او ٦٤ بيټه وينډوزونو تر منځ حيران پاتې وه او نه پوهېدل چې کوم کمپيوټر وپېري او څه ډول وينډوز په کې وچلوي، له همدې امله غواړم د دواړو وينډوزونو پر ذاتي جوړښت ړنا واچوم او توپيرونه يې ستاسو په مخکې کښېږدم.
په ځينو کمپيوټرونو کې ٣٢ بيټه پرسيسور د ٦٤ بيټه په پرتله ډېر تېز چلېږي، که څه هم ٦٤ بيټه پروسيسور په معمولي توګه په يوه کورني کمپيوتر کې هم کارېداى شي، مګر تر ټولو لويه ستونزه يې هغه ته د ځانګړو شوو پرزو ده، د بيلګې په توګه ٦٤ بيټه پروسيسور خامخا يوه پراخ Bus ته اړتيا لري چې په کار يې واچوي او ٣٢ بيټه هغه يې نه لري.
کوم وخت چې د ٣٢ او ٦٤ بيټه وينډوزنو د پرتلې خبره کېږي د ٦٤ هغه پر ښه والي بايد سترګې پټې نه کړو، ځکه چې ٣٢ بيټه وينډوزونه يوازې د ٤ ګيګابايټه حافظې په ملتيا د پتو د لوستلو وړتيا لري، يعنې يوازې د 4GB رېم له ملاتړه سره له دې انديښنې چې ښايي ټولې حافظې ته اختصاص ورنه کړي برخمن دى او ٦٤ بيټه وينډوزونه د ١٦ ټېرابايټه حافظې په ملتيا د پتو د لوستلو وړتيا لري.
که په ساده ټکو کې وويل شي ٣٢ بيټه نسخه يوازې د ٤ ګيګابايټه حافظې له ملاتړه برخمنه ده او يوازې هغه سافټويرونه چې د ياد شوي ظرفيت له مخې چلېږي پنځولاى شي.
هغه کمپيوټرونه چې د ٦٤ بيټه وينډوز چلولو وړتيا ولري ډېره ښه خبره ده، په نوموړي وينډوز کې ټول هغه سافټويرونه چې د ٣٢ هغه لپاره ليکل شوي وي هم کار کوي، که ٣٢ او ٦٤ بيټه وينډوزونه يو له بل سره پرتله کړو ٦٤ يې ډېر تېز او د هر ډول سافټوير چلولو وړتيا لري، پر دې برسېره د Silicon له پروسيس څخه هم برخمن دى.
نننۍ سافټوير ليکونکې کمپنۍ غواړي ټول سافټويرونه د ٦٤ بيټه پروسيسور له چاپېريال سره عيار وليکي، که دا خبره کومه رښتينې بڼه ولري د هغو کمپيوټرونو پر وړاندې به چې ٣٢ بيټه وينډوزونه په کې چلېږي په رښتيا هم ډېرې ستونزي وزېږي، ځکه ډېرى ياد شوي کمپيوټرونه تر 1GB ټيټ رېمونه کاروي، چې يوه حل لار به يې د پرزو بدلول وي.
ژباړه: بهرنۍ سرچينې