يوه تر ټولو لويه ستونزه چې د ويـسټا وينډوز کاروونکي ور سره مخ وه ټول هغه سافټويرونه وه چې د XP لپاره ليکل شوي وه او په ويسټا کې د چلاو وړ نه وه، يعنې په نوموړي وينډوز کې نه چلېدل، له نيکه مرغه مايکروسافټ د ٧ وينډوز لپاره ياده شوې ستونزه له منځه وړې ده او د XP Mode په کښته کولو سره يې ټول هغه سافټويرونه چې په ٧ وينډوز کې نه چلېدل د چلاو وړ ګرځولي دي، نوموړى سافټوير د ٧ وينډوز په زړه کې ځاى نيسي او د اکسپي و هر ډول سافټوير ته د چلاو وړتيا ور په برخه کوي، په همدې موخه لاندنۍ لارښوونې په پوره غور وڅارئ او XP Mode کمپيوټر ته کښته کړئ:
لاندنى پيوند کليک کړئ:
د پورتني پيوند تر کليکولو وروسته له درېو مرحلو سره مخېږئ، پر لومړۍ مرحله مايکروسافټ د ٧ وينډوز او د هغه د وړتياوو په اړه ږغېږي او دا زېرى در کوي چې د اکسپي وينډوز ډېرى سافټويرونه په ٧ وينډوز کې د چلاو وړ دي که بيا هم ځينې زاړه سافټويرونه غواړئ په کار واچوئ د معلوماتو لپاره يې Windows7 Compatibility Center ته ننوزئ، لاندني شکل ته ځير شئ:
پر دوهم ګام د ٧ وينډوز نسخه (Edition) او ژبه انتخاب کړئ لاندني شکل ته ځير شئ:
د وينډوز د نسخې او ژبي تر ټاکلو وروسته په نوموړې پاڼه کې درې تڼيانې زېږي او د لاندنيو لارښوونو له لارې يې په کار واچوئ:
١، Windows XP Mode تڼۍ کليک کړئ او فايل د کمپيوټر په يوه سيمه کې ذخېره کړئ.
٢، Windows Virtual PC تڼۍ کليک کړئ او فايل د کمپيوټر په يوه سيمه کې ذخېره کړئ.
٣، Windows XP Mode update تڼۍ کليک کړئ او فايل د کمپيوټر په يوه سيمه کې ذخېره کړئ.
د پورتنيو فايلونو تر کښته کولو وروسته هر يو په وار سره پرانيزئ او د پردې پر مخ د هغوى لارښوونې په پوره غور تعقيب کړئ، د يادونې وړ ده چې په نوموړو فايلونو کې دوه فايلونه په يوه نامه دي که يې په يوه سيمه کې خوندي کول غواړئ د کښته کولو پر مهال يې نومونه بدل کړئ، يعنې لومړى فايل د 1st، دوهم د 2nd او درېيم د 3rd په نومونو خوندي کړئ.
بل پلو نوموړي فايلونه يوازې هغه کسان چې ٧ وينډوز يې له نړيوال قانوني ملاتړ څخه برخمن وي کښته کولاى شي، يعنې هغه کسان چې د وينډوز تقلبي نسخې کاروي د نوموړو فايلونو له کښته کولو څخه بې برخې دي. لاندنيو شکلونو ته ځير شئ:
که د فايلونو په کښته کولو کې کومه ستونزه لرئ ټول پورتني شکلونه په غور وڅارئ.