دوهم لوست
په دې لوست کې پر لاندنيو ټکو ږغېږو:
× سي شارپ پنځول
× د Visual Studio2008 لومړنۍ پاڼه، پروجيکټ جوړول يا زوړ هغه پرانيستل
× ډيزاين کړکيانې ښکاره کول، پټول، له يوه ځايه بل ته انتقالول او بدلول
× مينيوګانې او ټولبارونه د خپلي خوښي له مخې عيارول
× له ټولباکس څخه فارم ته توکي داخلول
× د Properties کړکۍ په مرسته د کار شوو ابجيکټونو Attributes بدلول
× د پروجيکټ زېږنده فايلونه پېژندل او کارول
× Help کارول
څومره چې له سي شارپ سره بلدېږئ هغومره يې کارونه ډېره اسانه او د امکان پړاو ته داخلېږي، کټ مټ لکه يو نجار چې پرته له کوم تشويش څخه په يو لرګي کې مېخ ټکوهي، په روان لوست کې غواړم د پروجيکټونو، نوو فارمونو او د هغوى د Properties په اړه معلومات وړاندې کړم، يو ابجيکټ چې په څومره کچه وپېژنئ هغومره يې پر فارم د يوه ځواکمن پروجيکټ لپاره کارولاى شئ.
په دې لوست کې د Design Environment په اړه ږغېږو، يعنې يوه ابجيکټ ته مناسب ځاى ټاکل، يو ابجيکټ پټول يا يې هم ځاى بدلول، پر دې برسېره د ټولبارونو او مينيوګانو په اړه هم ږغېږو، پاتې دي نه وي د پروجيکټ او په هغه پورې د تړلو فايلونو او د ډيزاين کړکۍ په اړه هم معلومات لولى، د روان لوست وروستۍ برخه مو د سي شارپ احتمالي ستونزو ته بېله کړې ده.
سي شارپ پنځول
کله چې سي شارپ پرانيزئ له يوې پاڼې سره چې د نوموړي لومړنۍ (Start Page) پاڼه بلل کېږي مخېږئ د نوموړې پاڼې له لورې پخوا جوړ شوي پروجيکټونه پرانيستلاى او د پروګرام په دننه کې ځينې بدلونونه پر پلي کولاى شئ، له دې سره سره نوى پروجيکټ هم جوړولاى شئ، د User فايلونه بدلولاى شئ او د مايکروسافټ له لورې خپاره شوي معلومات هم کتلاى شئ، نوموړې پاڼه د سي شارپ له هر وارې پرانيستلو سره سمه د پردې پر مخ غوړېږې، که ونه غوړېږي د پروګرام په دننه کې د Option له لارې يې تګلاره بدله کړئ.
دا پاڼه د پروجيکټ پرانيستلو لپاره دوې لارې لري يوه دا چې د Open له لارې يو پروجـيکټ په نـښه کولاى شئ، بله دا چې د وروستنيو شپږو پر له پسې جوړو شوو پروجيکټونو له ليست څخه يو هغه په نښه کولاى شئ، پر ياده شوې پاڼه ګڼ شمېر نور توکي هم پراته وي، د بېلګې په توګه د سي شارپ په اړه پر انټرنيټ خپرېدونکي خبرونه لوستل، مرسته تر لاسه کول او د MSDN بانډار له لارې د سي شارپ له ماهرانو سره ږغېدل، لاندني شکل ته ځير شئ:
که سي شارپ د پنځولو پر مهال له نوموړي پاڼې سره نه مخېږي په Tools مينيو کې Options کليک کړئ، په پرانيستل شوې کړکۍ کې Environment په دوه واره کليک سره پرانيزئ ورپسې Startup په نښه کړئ او د Startup په ليست کې Show Start Page په نښه کړئ ورپسې د OK تڼۍ کليک کړئ، لاندني شکل ته ځير شئ:
په ذکر شوې لومړنۍ پاڼه کې Create Project کليک کړئ، ترڅو د نوي پروجيکټ جوړولو کړکۍ پرانيستل شي، نوموړې کړکۍ له بېلابېلو پروجيکټونو څخه برخمنه ده، د يادونې وړ ده د Visual Studio پر چاپېريال بېلابېل پروجيکټونه ليکل کېداى شي، مګر دلته يوازې د هغو پروجيکټونو په اړه ږغېږو چې په وينډوز کې چلېږي او تر ټولو مهم همدوى دي، د نورو پروجيکټونو په اړه هم ږغېږو، مګر د اوس لپاره چې کوم پروجيکټ جوړوئ بايد د
Windows forms application له مخې انتخاب شي.
د نوي پروجيکټ جوړولو پر مهال مو بايد د هغه نوم په ياد وي، يعنې د نوي پروجيکټ د Name په کور کې د هغه لپاره نوم وليکئ، د پروجيکټ په ډولونو کې #Visual C دوه ځله کليک کړئ، ورپسې Windows په نښه کړئ او د پاڼې په ښې اړخ کې Windows Forms Application انتخاب کړئ او OK تڼۍ کليک کړئ، لاندني شکل ته ځير شئ:
سي شارپ د پروجيکټ زېرمتون My Documents ټاکلى وي، د نوي پروجيکټ جوړولو پر مهال نوموړې سيمه بدلولاى شئ، که څه هم د بدلولو اړتيا يې نه ليدل کېږي، يو پروجيکټ د هغه د فولډر په نامه هم نومولاى شئ، که يو پروجيکټ د خپل فولډر د نامه له مخې ونوموئ، د فايلونو لټول په اسانۍ تر سره کېداى شي، له همدې امله پروجيکټ ته داسې نوم انتخاب کړئ چې په راتلونکي کې مو هېر نه شي، بايد وويل شي نوى پروجيکټ هر مهال جوړېداى شئ، يعنې حتمي نه ده چې د سي شارپ د پنځولو پر مهال دي جوړ شي، په همدې موخه په File مينيو کې New Project کليک کړئ.
د جوړو شوو پروجيکټونو له ډلې څخه پر يوه وخت زېات پروجيکټونه پرانيستلاى شئ، لکه څنګه چې مخکې وويل شول د سي شارپ پر لومړنۍ پاڼه د پروجيکټ پرانيستلو دوې لارې شته، لومړۍ: د Open تڼۍ کليک کړئ او له يوې سيمې څخه يو پروجيکټ په نښه کړئ، دوهمه: د پروګرام پر لومړنۍ پاڼه د پرتو وروستنيو شپږو پروجيکټونو له ډلې څخه يو هغه په نښه کړئ، نوموړي ټول هغه پروجيکټونه دي چې تر ټولو وروسته جوړ شوي دي، د نوي پروجيکټ جوړولو په څېر مخکنى جوړ شوى پروجيکټ هم هر وخت پرانيستلاى شئ، يعنې په File مينيو کې Open کليک کړئ.
د سي شارپ چاپېريال (Environment) بدلول
سي شارپ پر خپل چاپېريال د ډېرو عناصرو واک يوه کاروونکى ته په لاس ورکړى، نوموړي عبارت دي د کړکيانو، ټولبارونو، مينيوګانو او.... څخه چې يو کاروونکى يې د خپلې خوښې له مخې بدلولاى شي، په همدې موخه د نوي پروجيکټ جوړول پيل کړئ او نوم يې Environment Tutorial وټاکئ، لاندني شکل ته ځير شئ:
کله نا کله ښايي د پروګرام بڼه ياد شوي شکل ته ورته نه وي، کيداى شي د فارم سايز تر دې کوچنى يا غټ وي، د بېلګې په توګه دباندنۍ کړکۍ تر هغه مهاله په نظر نه راځي تر څو پروجيکټ مکمل شوى نه وي، که مو لومړى لوست په غور لوستى وي کيداى شي کړکۍ ښکاره کړئ، او که نه وي د روان لوست تر بشپړه لوستلو وروسته به پر دې بريالي شئ چې د سي شارپ بڼه کټ مټ نوموړي شکل ته ورته او يا يې هم د خپلي خوښي له مخې بدله کړئ.
Design کړکۍ
ډيزاين هم د Properties او Solution Explorer کړکيانو په څېر ده، پورتني شکل ته ځير شئ، نوموړې د ډېرو پېچلو پروګرامونو په ډيزاينولو کې کارېږي، هره ډيزاين کړکۍ بايد له لاندنيو څلورو حالتونو څخه په يوه حالت کې کرار ولري:
Closed: يوه کړکۍ چې نه څرګندېږي.
Floating: يوه کړکۍ چې خپله ځانګړې تګلاره خپله کړي او په هېڅ يوه څنډه پورې نه وي نښتې.
Docked: يوه کړکۍ چې د IDE په څنډه پورې نښتې وي.
A-Hidden: يوه کړکۍ چې په خپله ځان غايب کړي.
ډيزاين کړکۍ تړل او پرانيستل
کله چې ډيزاين کړکۍ بنده شي بيا په نظر نه راځي، که په اسانه توګه ووايم د نوموړي په غايبولو او ښودلو کې توپير شته، په View مينيو کې يې ټاکنه تر سره کېږي چې د نوموړي غايبول غواړئ او که بندول، که غواړئ ډيزاين کړکۍ بنده شي په File مينيو کې Close کليک کړئ کټ مټ د يوې عامې کړکۍ په څېر تړل کېږي او که بېرته يې پرانيستل غواړئ په Solution Explorer کړکۍ کې يې نوم دوه ځله کليک کړئ.
Float کړکيانې
ډيزاين کړکۍ له يوه ځايه بل ته انتقالولاى شئ، هره کړکۍ د يوې عامي کړکۍ په څېر له يوه ځايه بل ته انتقالېږي، يوازې د موږک په مرسته يې تر غوږ ونيسئ او بل ځاى ته يې کش کړئ، ان دا چې پر دوهم مونيټور يې هم ښودلاى شئ، همداسې ديوې کړکۍ د ځاى پر بدلولو برسېره د هغه سايز هم بدلولاى شئ،د سايز بدلولو په نيت يې څنډې په نښه کېږي لاندني شکل ته ځير شئ:
Docked کړکيانې
نوموړې هغه کړکيانې بلل کېږي چې د IDE په څنډو پورې نښتې وې او په پروګرام کې له اوله سره موجودې وي، د بېلګې په توګه Properties هم يوه Docked کړکۍ بلل کېږي، که پورتنيو شکلونو ته ځير شو د پروګرام په ښې اړخ پورې نښتې ده، هره يوه همداسې در واخلئ، د يادونې وړ ده نه يوازې دا چې د Float کړکۍ ځاى بدلولاى شئ بلکې Docked کړکيانې هم بدلېږي، يوازې يې پر Title کليک وکړئ او کليک نيولې يې د پروګرام يوې برخې ته کش کړئ، تر خوشي کولو وروسته مستطيل شکل خپلوي او بېله کړکۍ ګرځي. که بيرته يې پر Title کليک وکړي او کليک نيولې يې د پروګرام يوې څنډي ته نژدې کړئ په Dockable کړکۍ بدلېږي زه فکر کوم ويل يې ډېر ستونزمن او کارونه يې ډېره اسانه ده.
که د يوې Docked کړکۍ پر Title د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانستيل شوي ليست څخه Floating په نښه کړئ، نوموړې کړکۍ د پروګرام له څنډو څخه بېلېږي او ځانګړې شکل غوره کوي، برعکس که بېرته د نوموړي کړکۍ پر Title د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Dockable په نښه کړئ او بيا يې د پروګرام يوې څنډې ته نژدې کړئ خپله بڼه بدلوي او د پروګرام په څنډه پورې نښلې، بايد وويل شي که يوه کړکۍ Autohide وي نوموړي دواړه امرونه له کاره لوېدلي وي، يوه کړکۍ په Dockable يا هم Floating بڼه اړولو لپاره لاندنۍ لارښونې وڅارئ:
١. Properties کړکۍ وګورئ چې ښکاره ده که يا، که ښکاره نه وي F4 کيلي کښېکاږئ، نوموړې کړکۍ بايد Autohide نه وي، په همدې موخه د Properties کړکۍ پر Title د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او په پرانيستل شوي ليست کې وګورئ چې کړکۍ Autohide ده که يا.
٢. يوه Docked کړکۍ په Floating هغه اړولو لپاره د نوموړې پر Title د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Floating په نښه کړئ، په دې ډول نوموړې د پروګرام له څنډو څخه بېلېږي او ځانګړى شکل غوره کوي، د يادونې وړ ده يوه Float کړکۍ که هر څومره د پروګرام څنډو ته نژدې شي خپله بڼه نه بدلوي.
٣. يوه Floating کړکۍ بېرته په Docked هغه اړولو لپاره د نوموړې پر Title د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Dockable په نښه کړئ، وروسته يې د پروګرام يوې څنډې ته نژدې کړئ په دې ډول نوموړې کړکۍ خپله بڼه بدلوي، کله چې يې بڼه بدله شوه د موږک تڼۍ خوشي کړئ په دې ډول يوه Float کړکۍ بېرته په Docked هغه بدلېږي.
Autohide کړکيانې
د سي شارپ يوه بله ځانګړتيا دا ده چې کړکيانې په اتوماتيک ډول پټوي، که څه هم دا کار د يوه کوچني پروجيکټ ليکلو پر مهال کوم ارزښت نه لري مګر د پراخ پروجيکټ ليکلو پر مهال ډېر ارزښتمن تمامېږي. بايد وويل شي يوازې Docked کړکيانې Autohide کېداى شي او Float کړکيانې له دې امره مستثنى دي، که يوه Docked کړکۍ پر Autohide عياره وي د موږک د نښې له ليري کېدو سره سم ځان په هغه څنډه کې چې ور سره Docked ده پټوي او د يوه Tab بڼه خپلوي، کټ مټ په داسې بڼه لکه د وينډوز پر Taskbar چې يو پروګرام Minimize شي.
چې ښه بېلګه يې د IDE په کېڼ لورې کې د ټولباکس په نامه موجود توکى يادولاى شو، نوموړى Autohide دى که د موږک نښه ور نژدې کړئ ښکاره کېږي او که يې ځنې ليرې کړئ غايبېږي، که غواړئ يوه کړکۍ Autohide کړئ د نوموړي پر Title د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Autohide په نښه کړئ لاندني شکل ته ځير شئ:
يوه نوې لار
تر اوسه چې د کومو بدلونونو په اړه ږغېدلي يو ټول اسان او ساده وه، که وغواړئ پېچلاى يې هم شئ، دا دى په دې برخه کې د يوه بل تخنيک په اړه هم ږغېږو او هغه دا چې د يوې Docked کړکۍ تر شا د ټبونو ټولګه موجوده ده، هر ټب د هغې د متبادلې کړکۍ د ښودلو په موخه کارېږي، يو ټب هم کټ مټ د Floating يا هم Dockable کړکۍ په څېر ټاکلاى شئ، په همدې موخه لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:
١، يوه کړکۍ د پردې منځ ته يوسئ.
٢، دوهم هغه کړکۍ چې غواړئ د لومړنۍ هغې ټب وګرځي تر Title يې کلکه ونيسئ او د لومړنۍ کړکۍ پر Title يې خوشي کړئ. په دې ډول دواړې کړکيانې يو په بل کې اخښل کېږي او دوه ټبونه ځينې جوړېږي، د دې کار ګټه دا ده چې ګڼ شمېر کړکيانې چې هره يوه د بېل ټب څښتنه وي يوازې د يوې کړکۍ په بڼه ښودلاى شئ، لاندني شکل ته ځير شئ:
پورتنۍ لارې چې بيان او تر سره شوې د IDE د بڼې د بدلېدو په موخه کارېږي، د يادونې وړ ده، د ښايسته نورو بدلونونو د پلي کېدو په اړه به په راتلونکو درسونو کې بشپړ معلومات درکول شي.
په ټوليز ډول يوه کړکۍ هغه مهال Autohide کړئ چې پر فارم توکي ډېر پراته وي او نوموړې کړکۍ مو د کار پر وړاندې خنډ ګرځي، د يادونې وړ ده د کړکيانو د ادلون بدلون پر مهال هېڅ ستونزه نشته او له هېڅ ډول ستونزې څخه مه وېرېږئ، په ډاډه زړه يې د خپلي خوښي له مخې تنظيم کړئ.
ټولبارونه
تر ډېره بر يده ټولبار په هر پروګرام کې موجود دى، په ټوليز ډول هر نوموړى د مينيوګانو له هغو توکو څخه چې په پروګرام کې ډېر کارېږي جوړ وي، په دې ځاى کې زموږ موخه ټول هغه ټولبارونه دي چې په سي شارپ اړه لري او د هغه لپاره کارېږي، د يوه ليکلي پروګرام لپاره يو ټولبار ډيزاينول په راتلونکو درسونو کې لولى، که د ټولبارونو په اړه کافي پوهه ولرئ د سي شارپ پر چاپېريال هره تر سره کېدونکې کړنه په ډېره چټکه توګه تر سره کولاى شئ.
ټولبارونه غايبول او څرګندول
که سي شارپ ولټوئ ښايسته ډېر ټولبارونه به ووينئ، مګر د نوموړي پر څېره يوازې دوه ټولبارونه څرګند دي لومړى يې Layout چې د فارم د ډيزاين لپاره يې ډېر مهم توکي زېرمه کړي او دوهم يې Standard دى، د سي شارپ په زړو ورژنونو کې به پنځه ټولبارونه موجود وه اوسني نوي ورژنونه يې له دېرشو څخه زېات ټولبارونه لري، خو يوازې دوه هغه يې څرګند دي، د يادونې وړ ده پر پروجيکټ د کار پر مهال د لاندنيو ټولبارونو اړتيا ليدل کېږي:
١، Standard
٢، Text Editor
٣، Debug
پر پورتنيو ټولبارونو برسېره يو ځانګړى ټولبار هم جوړولاى شئ او د خپلي خوښي له مخې د توکو لنډ لارې ور اچولاى شئ، د يو ټولبار د څرګندولو يا غايبولو په موخه په View مينيو کې Toolbars کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه يو هغه څرګند يا هم غايب کړئ،لاندني شکل ته ځير شئ، او که غواړئ چټک يو ټولبار څرګند يا هم غايب کړئ پر يو ټولبار د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه نوموړې کړنه تر سره کړئ.
د ټولبار سايز بدلول او Dock کول
لکه څنګه چې يوه ډيزاين کړکۍ Dock او Undock حالتونه لري، نوموړي ته ورته يو ټولبار هم دواړه حالتونه لري، مګر که يوه ډيزاين کړکۍ په Docked حالت کې وي Title bar يې څرګندېږي او د ټولبار دا غايب وي، يو پلو که ټولبار له Title bar څخه بې برخې دى بل پلو له يوه بل توکى Drag Handle څخه برخمن دى، نوموړى يو ډول څلور وړوکي ټکي دي چې د هر ټولبار پر کېڼ اړخ پراته دي، که نوموړو ټکو ته د موږک نښه ورنژدې شي خپله بڼه بدلوي او په څلور طر فه غشيو بدلېږي، دې کړنې ته هماغه Drag Handle ويل کېږي، يعنې که يو ټولبار تر نوموړو څلورو غشيو ونيسو او يوه لوري ته حرکت ورکړو خپله سيمه بدلوي او Float بڼه خپلوي او که يو نوموړى هغه وغواړو چې په Dock بڼه بدل شي پر Title bar يې دوه ځله کليک وکړئ.
د يادونې وړ ده يوازې د Float ټولبار سايز بدلولاى شئ، ځکه چې هغه په نوموړې بڼه کې د يوې عادي کړکۍ په څېر وي، د ټولبار د سايز بدلولو په موخه د موږک نښه د هغه يوه کنج ته نژدې کړئ، له نژدې کېدو سره سم د نوموړي نښه په دوه طرفه غشيو بدلېږي او د ټولبار سايز ټاکي.
له ټولباکس څخه فارم ته توکي داخلول
د IDE سطح واک تاسو ته په لاس در کوي چې په ښه او اسانه توګه ټول هغه کنټرولران چې ديوه پروګرام ليکلو لپاره کارېږي و اوډى، ښايي يو ليکل کېدونکى پروګرام له ګڼ شمېر فارمونو څخه برخمن وي، د نوموړو فارمونو ډيزاين او اوډلو ته GUI چې د Graphical User Interface لنډيز دى ويل کېږي، نوموړي کنټرولران عبارت دي له
Text box, List box, Button او... څخه، د نوي پروجيکت جوړولو پر مهال يا هم سي شارپ د لومړي ځل پنځولو پر مهال د Toolbox بڼه د لاندني شکل په څېر وي، د نورو معلوماتو لپاره اووم او اتم لوست وګورئ:
د پورتني شکل له مخې د ToolBox په ټولو برخو کې يوازې د Common Controls هغه توکې لڅ وي، نورې ټولې برخې بندي وي يعنې توکي يې نه ښکاره کېږي او د پرانيستلو لپاره کليک ته اړتيا لري، Common Controls د سي شارپ کې تر ټولو ډېره کارېدونکې برخه بلل کېږي، په يادو شوو ټبونو کې چې هر يو کليک شي توکي يې لڅېږي لاندني شکل ته ځير شئ:
فارم ته يو کنټرول پر څلورو لارو داخلولاى شئ:
١، په ټولباکس کې يو کنټرول کليک کړئ او پر فارم يې کټ مټ د يو مستطيل په بڼه رسم کړئ.
٢، په ټولباکس کې يو کنټرول دوه ځله کليک کړئ، په دې ډول نوموړى په خپله د فارم په اوچته برخه کې داخلېږي او د ځاى ټاکنه يې په تاسو اړه لري.
٣، له ټولباکس څخه يو کنټرول د موږک په مرسته د فارم سطح ته کش کړئ، په دې ډول هم يو کنټرول فارم ته داخلېږي او د ځاى ټاکنه يې په تاسو اړه لري، بايد وويل شي تر ټولو اسانه او ساده لار يې همدا ده.
٤، که د فارم پر سطح يو کنټرول موجود وي، پر نوموړي کنټرول د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Copy په نښه کړئ، ورپسې د فارم پر يوه تشه سيمه د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Paste په نښه کړئ.
د يادونې وړ ده د ټولباکس د هرې برخې لومړنۍ توکى (Pointer) کنټرول نه بلل کېږي، نوموړى يوازې د Selection په موخه کارېږي او که يې کليک کړئ د IDE بڼه مو ټاکنيز تګلورى خپلوي او کولاى شئ يو کنټرول په نښه او Properties يې وګورئ چې ډېره ساده خبره ده.
پراپرټيانې (Properties)
د يوه پروګرام د ليکلو تر ټولو ډېر وخت د ابجيکټونو د پراپرټيانو پر بدلولو، ليکلو او ټاکلو تېرېږي، بايد وويل شي د Properties کړکۍ له لاندنيو څلورو توکو څخه جوړه ده:
١، ديوه ابجيکټ Drop-Down ليست.
٢، د پراپرټيانو ليست.
٣، د Tool Buttons زېرمه چې د پراپرټيانو د Grid بڼې د بدلولو په موخه کارېږي.
٤، يوه برخه چې د په نښه شوي پراپرټي معلومات ښيي.
لاندني شکل ته ځير شئ:
يو ابجيکت په نښه کول او د هغه پراپرټيانې پلټل
د Properties کړکۍ تر Title لاندې د هغو ابجيکټونو ليست موجود وي چې فارم ته ور زېات شوي وي، نوموړى ډېر کارنده ليست بلل کېږي، يعنې که پر فارم ګڼ شمېر کنټرولران موجود وي او د يوه او بل په نښه کولو ته مو لاس نه رسېږي له ياد شوي ليست څخه کار واخلئ لاندني شکل ته ځير شئ، هر ابجيکټ د هغه Properties پلټلو لپاره په نوموړي ليست کې په نښه او پراپرټيانې يې وپلټئ.
د ابجيکټ پراپرټيانې بدلول
د Properties په کړکۍ کې لومړنۍ دوې تڼۍ Categorized او Alphabetical د پراپرټيانو د کړکۍ د نظم په موخه کارېږي، چې لومړۍ هغه يې د يوه ابجيکټ پراپرټيانې د Group او دوهمه هغه يې د انګريزي د الفبا د تورو له مخې منظمي اوډي. يعنې که Categorized تڼۍ کليک شي د يوه ابجيکټ پراپرټيانې پر ډله ډله ويشل کېږي او که Alphabetical تڼۍ کليک شي د يوه ابجيکت پرپراټيانې د انګريزي د الفبا د تورو له مخې منظمي اوډل کېږي. د Properties کړکۍ له View مينيو څخه پرانيستلاى شئ يا هم F4 تڼۍ ته ټک ورکړئ. بايد وويل شي يوه پراپرټي د لاندنيو درېو لارو څخه د يوې په ټاکلو سره بدلولاى شئ:
١، د يوه قيمت په ليکلو سره.
٢، د Drop-Down له ليست څخه د يوه قيمت په ټاکلو سره.
٣، د Build Button په کارولو سره د يوې پراپرټي نورو توکو ته لار موندل.
په همدې موخه يې يوه بېلګه وړاندې کوو
١، په تولباکس کې TextBox کنټرول دوه ځله کليک کړئ.
٢، د Properties په کړکۍ کې د هغه Name پراپرټي په نښه کړئ او txtComments وليکئ.
٣، Border پراپرټي په نښه کړئ، نوموړې پراپرټې نه ليکنه پرېږدي او نه هم نمبر چې وليکل شي، د نوموړي پراپرټۍ لپاره به يوازې د هغې له ليست څخه يو توکى په نښه کوئ، په ياد شوي ليست لاندني درې ارزښتونه ليکلي دي او يو بايد ځينې په نښه شي:
None
FixedSingle
Fixed3D
٤، BackColor پراپرټې په نښه کړئ، دا پراپرټې هم نه کومه ليکنه او نه کوم نمبر قبلوي، که څه هم نمبر او ليکنه دواړه په کې ليکل کېږي، د بېلګې په توګه په نوموړې پراپرټې کې Guitar وليکئ او Enter کيلي کښېکاږئ، په دې ډول د تېروتنې له يو پيغام سره (Property value is not valid.) مخېږئ، د يادونې وړ ده په نوموړې پراپرټۍ کې بايد د رنګ نوم (Blue)، يا د (RGB) رنګونو شمېره (0,255,0) يا د هغې له ځانګړې ليست څخه يو رنګ په نښه شي.
د بېلګې په توګه که د TextBox د ځمکې لپاره شين رنګ ټاکئ په نوموړې پراپرټۍ کې (0,0,225) وليکئ، که تور رنګ ټاکئ (0,0,0) وليکئ، که زرغون رنګ ټاکئ (0,225,0) وليکئ، که خړ رنګ ټاکئ (225,225,225) وليکئ او دې ته ورته نور رنګونه. په سي شارپ کې هر رنګ له درېو شمېرو څخه په لاس راځي او د هغوى ارزښت له
(0) څخه تر (255) پورې وي. هره ټولګه درې شمېرې ښکاره کوي چې عبارت دي له (سور، زرغون او شين)
(RGB Red Green Blue) څخه يعنې د دوى له ګډولو څخه يو رنګ په وجود راځي
٥، Font پراپرټې په نښه کړئ، د نوموړي په ټاکلو سره يوه کوچنۍ تڼۍ چې درې ټکي پر ليکلي وي ښکاره کېږي، که نوموړې تڼۍ کليک شي د فانټونو ليست پرانيستل کېږي، همدغې يوې ته Font پراپرټي ويل کېږي لاندني شکل ته ځير شئ:
٦، Size پراپرټې په نښه کړئ، د نوموړي پراپرټې تر څنګ د جمع (+) نښه ليکلې ده، دا نښه دا معنا ورکوي چې ياده شوې پراپرټې له فرعي پراپرټيانو څخه هم برخمنه ده، که نوموړې نښه کليک شي د په نښه شوي پراپرټۍ فرعي پراپرټيانې څرګندېږي چې يوه يې د ابجيکټ افقي او بله يې عمودي ګچه بدلوي.
د رنګونو پراپرټيانې
ټولې هغه پراپرټيانې چې د رنګونو په موخه کارېږي تر اوسه پورې RGB شمېره ايز ارزښتونه مني، روښانې بېلګې يې BackColor يا هم ForeColor او... يادولاى شو چې ټولې په يو ډول ليکل کېږي، په سي شارپ کې هر رنګ له درېو شمېرو څخه په لاس راځي او دهر رنګ ارزښت له “0”څخه بيا تر “255” پورې غځېږي. چې هره ټولګه يې له درېو شمېرو څخه جوړه وي، عبارت دي له (سور، زرغون او شين) (RGB Red Green Blue) څخه، يعنې د هغوى په ګډولو سره يو رنګ په وجود راځي.
په Properties کړکۍ کې هر مستطيل رنګ د رنګونو د يوې پراپرټۍ لپاره ځانګړى شوى وي او د نوموړي رنګ و مخې ته د هغه نوم ليکلى وي، نوموړې ليکنه د هماغه رنګ نوم يا هم د RGB ارزښتونو هغه ټولګه چې نوموړى رنګ يې په وجود راوړى بلل کېږي، د رنګ پر يوې پراپرټۍ تر کليکولو وروسته يو Drop-Down ليست پرانيستل کېږي، لاندني شکل ته ځير شئ:
د رنګونو همدا ليست له درېو ټبونو څخه جوړ دى چې لومړى يې Custom دوهم يې Web او درېيم يې System دى. په يوه پروګرام ليکلو کې تر ډېره بريده د سيسټم د ټب رنګونه کارېږي چې په پنځم لوست کې مو په بشپړه توګه تر بحث لاندې نيولي دي، دلته غواړم يوازې دومره ووايم چې نوموړي ټول هغه رنګونه دي چې د کمپيوټر د رنګونو په بدلېدو سره بدلېږي، يعنې که يو کاروونکى په Control Panel کې د Display په رنګونو کې کوم بدلون راولي د پروګرام رنګ هم ور سره بدلېږي. که غواړئ د يوه ليکلي پروګرام د رنګونو واک د هغه کاروونکي ته په لاس ورکړئ د System د ټب رنګونه په کار واچوئ.
Custom ټب د ځانګړو رنګونو په موخه کارېږي، نوموړي ټول هغه رنګونه دي چې يو کاروونکى يې د بدلولو واک نه لري، يعنې د سيسټم د رنګونو تر اغېز لاندې نه راځي، په نوموړي ټب کې په ټوليزه توګه ټول عام رنګونه را غونډي وي، مګر د خپلې خوښې له مخې يو رنګ هم ترکېبولاى شئ.
د Custom ټب په لاندنۍ برخه کې د رنګونو دوې تشې کرښې غځېدلي دي، چې د خپلې خوښي له مخې يو رنګ په نښه کولاى شئ، هر خالي کور ته چې غواړئ رنګ واچوئ د موږک ښې تڼۍ پر کليک کړئ او د خپلې خوښي له مخې رنګ په نښه کړئ، لاندني شکل ته ځير شئ. نوموړي ته Define Color کړکۍ ويل کېږي، چې ځينې کنټرولران په کې موجود دي او دهغوى په کارولو سره خپل د خوښي رنګ جوړولاى شئ. تر جوړولو وروسته يې د Add Color تڼۍ په کليکولو سره د Properties پاڼې ته داخلولاى شئ او په اتوماتيک ډول د په نښه شوي ابجيکټ لپاره Apply کېږي.
د انټرنيټي پروګرامونو لپاره له Web ټب څخه کار واخلئ، کله نا کله په همدې ټب کې کم کيفيته رنګونه په نظر راځي لويه ستونزه يې په کمپيوټر کې د لګېدلى Video Card وي، که نوموړى کارډ د ډېرو رنګونو د جوړولو توان ونه لري ځينې رنګونه څيري څيري او کم کيفيته ښيي.
د پراپرټۍ Description
هغه کسان چې له سي شارپ سره پوره بلد نه وي، هره پراپرټې ورته د يوې پېچلې معما په بڼه ښکاري، په Properties کړکۍ کې وروستنۍ برخه د Description لپاره ځانګړې شوې ده، چې د يوې په نښه شوي پراپرټۍ معلومات په کې ليکلي وي، نوموړې سيمه د خپلې خوښي له مخې عيارولاى شئ، يعنې که غواړئ ښکاره او يا يې پټه کړئ لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:
١، د Properties کړکۍ تر Title لاندې سيمه باندې د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ. يو ليست څرګندېږي چې له درېو ارزښتونو څخه جوړ دى، نوموړي عبارت دي له Reset, Commands, Description څخه.
٢، که غواړئ نوموړې سيمه ښکاره او يا يې پټه کړئ Description کليک کړئ، پر دې برسېره نوموړې سيمه د موږک په مرسته غټولاى او کوچنۍ کولاى هم شئ.
پروجيکټ او اداره يې
مخکې له دې چې يو انټرفيس جوړ کړئ او کوډ په کې وليکئ، د هغه پېژندنه او اداره ډېره مهمه ده، يعنې سي شارپ يو پروجيکټ څنګه جوړوي؟ نوموړي ته د ګڼو برخو ور زياتونه يا کمونه څنګه تر سره کوي؟ پر دې برسېره د
Solution Explorer کړکۍ په اړه هم معلومات لولى چې د نوموړي په مټ يو پروجيکټ څنګه اداره کولاى شو، له دې سره سره د پروجيکټ پر اړوندو فايلونو او د پروجيکټ پر پراپرټي هم ږغېږو.
Solution Explorer کړکۍ
کرار کرار چې يو پروجيکټ پاى ته رسېږي هغومره ستونزمن کېږي، ګڼ شمېر وختونه يو پروجيکټ له ګڼو ابجيکټونو لکه فارم، ماډل او... څخه جوړ وي، له هر ابجيکټ سره يو يا ډېر فايلونه ملګري وي، بر سېره پر دې يوه پروجيکټ ته د نورو پروجيکټونو ورګډول څه ناڅه ستونزې زېږوي او کار پېچلى کوي.
Solution Explorer کړکۍ د پروجيکټ پر فايلونو د بدلونونو د پلي کولو يوه اسانه يا هم پېچلي لار ګڼلاى شو، د نوموړې کړکۍ له لارې کټ مټ د يوه ابجيکټ د پراپرتيانو په بڼه پروجيکټ ته فايلونه ور زياتولاى، له منځه وړلاى او يا يې هم نومونه بدلولاى شئ، ، که نوموړې کړکۍ څرګنده نه وي په View مينيو کې Solution Explorer کليک کړئ.
د Solution Explorer کړکۍ د ښه ترا پېژندلو په موخه پر لاندنيو لارو لاړ شئ:
١، Picture Viewer پروجيکټ پرانيزئ، نوموړى تاسو په لومړي لوست کې ليکلى دى.
٢، په Picture Viewer پروجيکټ کې چې کوم فايل لټوئ د پروجيکټ له نورو فايلونو سره په هغه ځاى کې چېري چې پروجيکټ خوندي دى پروت دى، د نوموړي فايل Extension يوازې .nls دى، په دې ځاى کې که له پيغام سره مخ شئ No کليک کړئ.
٣، په Solution Explorer کړکۍ کې Picture Viewer کليک کړئ، په دې ډول د نوموړي کړکۍ تر Title لاندې يوه تڼۍ چې د کاغذونو څو ټوټې پر رسم دي او پر Tool Tip يې يوازې Show All Files ليکلى وي ځان ښکاره کوي، که نوموړې تڼۍ کليک شي په Solution Explorer کړکۍ کې به ټول توکي څرګند شي، لاندني شکل ته وګورئ:
که د IDE بڼه پورتني شکل ته ورته نه وي ټول خصوصيات چې مو په دې لوست کې لوستي دي له سره معاينه او ټول په همدې شکل عيار کړئ، د Solution Explorer کړکۍ تر بندولو مخکې بايد ډاډه اوسئ چې ټولې ليکنې مو لوستي دي، ځينې فايلونه يا ابجيکټونه له يوه څخه د زياتو فايلونو څښتنان وي، سي شارپ ځينې فايلونه نه ښکاره کوي، ځکه هغوى نه کارېږي، په فارم کې د نورو شيانو د ښودلو په نيت (+) نښه کليک کړئ، په دې ډول يو کوچنى سرليک وينئ چې نوم يې Form1.resx وي، د همدې سرليک په اړه پنځم لوست ولټوئ. د اوس لپاره بېرته د Show All Files تڼۍ کليک کړئ چې ټول توکي پټ شي..
د Solution Explorer په کړکۍ کې د هر ابجيکټ معلومات د هغه په دوه ځله کليک سره کتلاى شئ، هر ابجيکټ خپل ځانګړى Viewer لري چې ښايي د يوه پر ځاى دوه درې ولري، د بېلګې په توګه يو فارم کټ مټ د کوډ د View غوندې خپل ډيزاين View لري، په هر صورت که په Solution Explorer کړکۍ کې يو فارم دوه ځله کليک شي د هغه ډيزاين View پرانيستل کېږي.
لکه څنګه چې مو په لومړي لوست کې ولوستل د يوه ابجيکټ کوډ د هغه په دوه ځله کليکولو سره کتلاى شئ يوه لار يې Solution Explorer کړکۍ هم ده، کله چې يو فارم په نښه کړئ نوموړې کړکۍ د په نښه شوي فارم تڼۍ د ټولو توکو په سر کې څرګندوي تر څو وکولاى شئ Code Editor يا هم Form Designer ته لاس رسى ولرئ.
په پروجيکټ کې تر ډېره بريده له Solution Explorer کړکۍ څخه کار اخيستل کېږي، له همدې امله يې د فارم ښې اړخ ته يوسئ او پر Autohide يې عياره کړئ، داسې هم کيداى شي چې هر مهال څرګنده وي. پر سي شارپ د بدلونونو پلي کولو په موخه همدا کړکۍ تر ټولو اسانه لار بلل کېږي او زه په دې عقيده يم چې تر پېژندني وروسته به يې د عادت په توګه کاروئ.
Solution Explorer کارول
هر څه چې په سي شارپ کې جوړوئ پروجيکټ بلل کېږي، يعنې پروګرام او پروجيکټ يو د بل لپاره کارېږي، دا ډېره غټه ستونزه نه ده چې حل يې راوباسئ يو پروجيکټ د فايلونو هغه ټولګه بلل کېږي چې پروګرام زېږوي، ځکه نو ويلاى شو چې پروګرام يو Binary فايل دى چې د پروجيکټ د نورو فايلونو څخه په لاس راځي، روښانه بېلګه يې د وينډوز Executable فايلونه يادولاى شو، نوموړي فايلونه exe ايکسټينشن لري، په ټوليز ډول پروجيکټ يو اصلي (Main) او ډېر فرعي (Sub) فايلونه لري چې عبارت دي د فارم، ماډل، کلاس او... له فايلونو څخه، په اصلي فايل کې د پروجيکټ او د هغو فايلونو په اړه چې يو پروجيکټ مکملوي معلومات زېرمه کېږي، د بېلګې په توګه پراپرټيانې د يوه پروجيکټ ځينې ځانګړي څېرې بدلوي، چې له هغوى څخه يو هم Parameter يادولاى شو.
نو بيا Solution څه شى دى؟ څومره چې ستاسو پوهه لوړېږي، ستاسو ليکلي پروګرامونه هم د هغومره پراخو او ګڼ شمېر پروجيکټونو ټولګې ګرځي، له دې سره سره ځينې پروجيکټونه ډېر پېچلي وي چې په ګډه توګه کار کوي، د بېلګې په توګه يو Customer User کنټرول هم جوړولاى شئ، چې عبارت دى له Custom Data Grid څخه نوموړى د نورو پروجيکټونو لپاره هم کارېږي، يا هم د خپل کاروبار د معلوماتو لپاره يو مکمل پروګرام پر بېلابېلو برخو ليکلاى شئ چې هره برخه يې په بېل بېل انداز او په بېلابېلو سرورونو (Servers) کې وچلېږي، دغو ټولو کارونو ته Solution ويل کېږي، له همدې امله يو Solution د يوه پروجيکټ له Group پرته (چې د نوموړي بنسټيز وضاحت بلل کېږي) بل هېڅ شى نه دى. په ټوليز ډول کله چې تاسو يو پروجيکټ خوندي کوئ سي شارپ په اتوماتيک ډول د نوموړي لپاره Solution هم خوندي کوي، همداسې کله چې د يوه Solution فايل پرانيزئ ور سره تړلي ټول فايلونه پرانيستل کېږي، که يو Solution يوازې يو پروجيکټ ولري کټ مټ د يوه Single پروجيکټ د پرانيستلو په څېر کار کوي.
د پروجيکټ برخې پېژندل
ما مخکې هم اشاره ورته وکړه چې يو پروجيکټ پر اصلي فايل برسېره د ډېرو نورو فرعي فايلونو څښتن وي. کله چې په پروجيکټ کې نوي ابجيکټونه جوړوئ او خوندي کوئ له هغوى سره په اتوماتيک ډول ډېر فايلونه چې ځانګړى تړاو سره لري جوړېږي او د کمپيوټر په هارډ ډيسک کې ذخيره کېږي، هر فايل چې د سي شارپ د ابجيکټونو له لورې جوړېږي ايکسټينشن يې cs وي، بايد ووايم خپل پروجيکټونه په اسانه نومونو سره ونوموئ ځکه د پراخ پروګرام په جوړولو سره د پروجيکټ حجم غټېږي او د ډېرو شيانو په تنګولو لاس پورې کوي.
هغه ټول فايلونه چې پروجيکټ يې جوړوي Text بلل کېږي، په دوى کې ځينې داسې وي چې Binary معلومات په کې خوندي وي روښانه بېلګه يې د BackgroundImage پراپرټي لپاره په نښه شوى تصوير يادولاى شو، يعنې Binary ډاټا په XML فايل کې ذخيره کېږي، نوموړى هم يو Text فايل دى، که تاسو نوموړى فايل ليدل غواړئ په Notepad کې يې پرانيزئ خو مه څه په کې ليکئ او مه يې هم ليکنه ورانوئ ځکه په دې ډول کار پرېږدي او کار نه کوي.. داسې فرض کړئ چې تاسو يو فارم لرئ او د نوموړي لپاره مو يو Icon په نښه کړئ دى، که د پروجيکټ فايلونه ولټوئ يو Text فايل لرئ چې د فارم لپاره يې د Icon سايز او د هغه کوډ زېرمه کړى دى، د ياد شوي فايل نوم د فارم له نامه سره يو ډول وي مګر ايکسټينشن يې resx وي، د نوموړي فايل تر څنګ يو بل فايل خامخا موجود وي، داسې فايلونه XML بلل کېږي، د دوى دنده دا ده چې د فارم جوړولو لپاره Binary معلومات ذخيره کړي.
دا لاندني ټول هغه توکي دي چې ښايې په خپل پروجيکټ کې يې په کار واچوئ:
١، Class Modules کلاس ماډل د ماډل ځانګړې بڼه بلل کېږي، چې د پروګرام په ليکلو کې ځانګړى رول تر سره کوي، په ټوليز ډول په دې کتاب کې تر ډېره بريده د Programming Languages په اړه معلومات لولئ، په ١٦ لوست کې د ماډلونو په اړه چې د ابجيکټونو په جوړښت کې څه ډول رول لوبوي معلومات لولئ، يعنې څنګه کولاى شئ د کلاس ماډل له لارې شخصي ابجيکټ جوړ کړئ.
٢، Forms فارمونه هغه ويژول کړکيانې بلل کېږي چې د پروګرام څېره تشکيلوي، نوموړي د کلاس ماډل ځانګړې بڼه بلل کېږي.
٣، User Controls هغه کنټرولران بلل کېږي چې د بل پروجيکټ پر فارم هم کارېږي، نوموړي په ټوليز ډول ActiveX يا هم OLE کنټرولران دي، د بېلګي په توګه د Contact Manager لپاره له Calendar Interface سره يو ځاى User Control جوړول، نوموړي ځکه په دې کتاب کې تر بحث لاندې نه نيسو چې يو ډول ځانګړى مهارت غواړي او يوازې تکړه پروګرام ليکونکي يې کاروي.
د پروجيکټ پراپرټي عيارول
په سي شارپ کې پروجيکټونه هم د نورو ابجيکټونو په څېر پراپرټيانې لري او په هغوى کې ګڼ شمېر پېچلي کارونه هم تر سره کېږي چي زه يې په دې کتاب کې نه ليکم، يوازې به په دې اړه چې د پروجيکټ پراپرټي څنګه پرانيستل کېږي وږغېږم او په ټوليز ډول کارېدونکي پراپرټيانې يې څه ډول بدلېږي. په Solution Explorer کړکۍ کې پر پروجيکټ د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Properties په نښه کړئ، د ويژول سټډيو په نوو ورژنونو کې پروجيکټ پراپرټي په پروجيکټ مينيو بدله شوې ده، بايد وويل شي که پراپرټي له دې لارې پرانيزئ لږ وخت او که يې په مينيو کې لټوئ زيات وخت نيسي. لاندني شکل ته ځير شئ: په ياده شوې کړکۍ کې چې کوم شى ستونزمن دى Startup Object Property ده، نوموړې هغه پراپرټي بلل کېږي چې د پروګرام پنځولو پر مهال کارېږي، که پروګرام يوازې د يو پروجيکټ او يو فارم خاوند وي نوموړې پر Not set عياره وي.
په Output Type پراپرټي کې د پروګرام بڼه ليکلي وي، نوموړې هغه بڼه ده چې د نوي پروجيکټ جوړولو پر مهال ټاکل کېږي چې عبارت ده له Windows Forms Application څخه او د اړتيا پر مهال يې د پروجيکټ تر جوړولو وروسته هم بدلولاى شئ. بايد ووايم د پروجيکټ په پراپرټي کې د پروجيکټ د فايل نوم، د پروجيکټ فولډر او دباندنى
(Output) نوم يې هم ليکلى وي، چې د کار پر مهال اسانۍ را منځ ته کوي.
پروجيکټ ته توکي زياتول يا کمول
د سي شارپ له پرانيستلو سره جوخت نوى پروجيکټ هم جوړولاى شئ، مګر نوموړى يوازې يو فارم په غېږ کې لري او دا لازمه نه ده چې پر يوه فارم کار وکړئ. ځکه يو پروګرام ليکل يوازې د يوه فارم له مخې نه تر سره کېږي له همدې امله پروجيکټ ته نور فارمونه او توکي هم زېاتولاى شئ، برعکس کمولاى يې هم شئ، له دې سره سره کوډ، کلاس ماډلونه او... هم زېاتولاى او کمولاى شئ. يو پروجيکټ ته له درېو لارو څخه توکي زياتولاى شئ:
١، له Project مينيو څخه يو توکى په نښه کړئ.
٢، پر Standard ټولبار Add new item تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوې کړکۍ څخه يو ابجيکټ په نښه کړئ.
٣، په Solution Explorer کړکۍ کې پر پروجيکټ د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Add او د هغه په فرعي ليست کې يو توکى په نښه کړئ، لاندني شکل ته ځير شئ:
کله چې پر پروجيکټ د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ يو وړوکى ليست پرانيستل کېږي، په نوموړي ليست کې بېلابېل غونډونه موجود دي که د هغوى له لړ څخه يو په نښه شي، دنوو ابجيکټونو ټولګه د پردې پر مخ غوړېږي، هر هغه ابجيکټ چې غواړئ پروجيکټ ته زيات شي انتخاب او Add تڼۍ کليک کړئ، دې ته ورته نور ابجيکټونه هم زياتولاى شئ. يو پروجيکټ ته نوى فارم يا ابجيکټ زېاتول ډېر اسان کار دى، چې ټول د Solution Explorer کړکۍ په مرسته اداره کېږي، لاندني شکل ته ځير شئ:
ضروري نه ده چې يوازې پروجيکټ ته د توکو زياتول زده کړئ بلکې ځينې توکي کمولاى هم شئ، د توکو کمول هم څه ګرانه خبره نه ده، هر هغه ابجيکټ چې غواړئ له منځه يوسئ په Solution Explorer کړکۍ کې پر نوموړي د موږک ښې تڼۍ کليک او ور سره له پرانيستل شوي ليست څخه Delete کليک کړئ، او که غواړئ يو توکى له کاره واچوئ چې د پروجيکټ سره يې تړاو غوڅ شي د Delete پر ځاى Exclude from project کليک کړئ، په دې ډول نوموړى ابجيکټ د پروجيکټ له ليکلي فايل څخه وځي مګر په هغه پوري تړلي فايلونه نه پاکېږي. زما سپارښتنه دا ده يو ابجيکټ تر هغه مهاله له منځه مه وړئ تر څو يې د کارولو نيت لرئ.
Programming ژبې ته يو ځغلند نظر
Programming يوه ډېره پېچلې ژبه ده، ځکه هر شى له بل سره ځانګړى اړيکى لري، له همدې امله يو پروګرام ليکل لږ ستونزمن کار برېښي، د بېلګې په توګه د يو مضمون د زده کړې پر مهال بل مضمون ته هم اړتيا پېښېږي چې ويې لولئ، که څه هم نوموړى دوهم مضمون وي، په دې کتاب کې ما تر ډېره بريده هڅه کړي چې هر مضمون بېل بېل او په ځانګړې توګه تشرېح کړم، مګر ځينې مفکورې داسې وي چې بايد تر ګام اوچتولو مخکې د نوموړو له اړيکو لرونکو څانګو سره اشنا شئ، تاسو به د هر مضمون په اړه د هغه په ځانګړې لوست کې معلومات لولئ. مګر مخکې تر دې بايد څه نا څه د هغه د نامه سره اشنايي ولرئ.
په Variable کې خوندي کېدونکي ارزښتونه
ويرايبل په کوډ کې يو عنصر بلل کېږي چې يو ارزښت په غېږ کې نيسي، يعنې که غواړئ د يوه کاروونکي نوم يا يې هم عمر څرګند شي بايد يو ويرايبل په کار واچول شي، د بېلګې په توګه احمد د کاروونکي نوم دى او ٢٩ کاله عمر لري، نوموړې ځانګړنې يوازې د Variable له لارې ښودل کېږي، د ويرايبل د ليکلو پروسيس ته Declaring a Varaible ويل کېږي او د ليکلو جريان يې ډېر اسان دى، په ټوليز ډول هر ويرايبل د معلوماتو د ځايولو لپاره ليکل کېږي، چې روښانې بېلګې يې ليکنه يا هم شمېرې يادولاى شو چې دې کړنې ته يې String ويل کېږي، لاندني کوډ ته ځير شئ:
string strFirstName;
پورتنى کوډ يو ويرايبل د strFirstName په نامه جوړوي، نوموړى د String يو ډول بلل کېږي چې ټاکل شوې ليکنه په غېږ کې نيسي، بايد ووايم د ويرايبل محتوا د خپلي خوښي له مخې بدلولاى شئ. لنډه دا چې نوموړى د معلوماتو او ليکنو يو زېرمتون بلل کېږي.
پروسيجر (Procedure)
د سي شارپ کوډونه ټول په پروسيجر کې ليکل کېږي، نوموړى د کوډونو ډله بلل کېږي چې بېلابېلې دندې او ماموريتونه تر سره کوي، يو پروسيجر له بل سره په شريکه توګه هم کارېداى شي، د بېلګې په توګه يو د توکو د شمېرلو په موخه او بل د نوموړو توکو د جمع کولو په موخه ليکل کېږي. پروسيجر پر دوه ډوله ويشل شوى دى، يعنې ډاټا راغبرګ کوونکي او نه را غبرګ کوونکي پروسيجرونه، لاندنيو ډولونو ته ځير شئ، لومړى ډاټا نه راغبرګ کوونکى پروسيجر:
public void MyProcedure()
{
// The procedure’s code goes here.
}
بايد ووايم لومړۍ او دوهمه ليندۍ د سي شارپ په ټولو پروسيجرونو کې کوډ ته د زمينې مساعدولو په موخه کارېږي، دوهم ډول ډاټا را غبرګ کوونکى پروسيجر:
public string AuthorName()
<