ساعت
کاشکي زه او ته دیوه ساعت
دوې غبرګي عقربې وای
چې له هره ساعته وروسته
یوه او بل ته
په اخلاص ور غاړي وتی
جدايي
ستا جدايي مې د ژوند
تر ټولو لویه ستونزه
چې يې هر ځو د حل کیدو لپاره
لار لټوم
هومره اوږدېږی
او سختیږي راته
09.10.2011
- عبدالرحیم هلال
راشه چې باچا دي د سندرو د ډک ښار کړم
یادي يې کړه ستا دي وي تر تا به ټولي جار کړم
شړق وهه اسمانه د سندرو څاڅکي توی کړه
لپي کړه راډکي چې بی لاري پرې پر لار کړم
وینه د وجود به نذرانه کړم ستا په ښار کې
ژوند مې لیلام کړی دی که خدای د چا په کار کړم
مړ به وای که تمه چیرته ستا د وصال نه وای
خدای شکر له ژوند سره په دغه بانه یار کړم
نه زلفوکي کیښوودل شوم نه د پګړۍ ول شوم ...
11.01.2012
- عبدالرحیم هلال
پرون لادامهال له تا سره وم
پرون دي دامهال دکلکی او قوی ارادې
درس را کول
نن بی وزرونو مرغه
له ډیرو غرونو اوسیندونو را اوښتی یمه
نن مې بلا لوړی ژوری دی ترشا پریښی
----
پرون لا دا مهال له تاسره وم
نن رایادیږې
نن مې یوه لحظه له زړه نه وزې
نن چې بستر کې په اړخ واوړمه
له خولې مې یو سوړ اه ووزي
په ورو،ووایم
له تورو غرونو دي فنا کړم
په زړه کافري مورې نه دی ی...