راشه چې باچا دي د سندرو د ډک ښار کړم 

یادي يې کړه ستا دي وي تر تا به ټولي جار کړم

شړق وهه اسمانه د سندرو څاڅکي توی کړه 

لپي کړه راډکي چې بی لاري پرې پر لار کړم 

وینه د وجود به نذرانه کړم ستا په ښار کې 

ژوند مې لیلام کړی دی که خدای د چا په کار کړم 

مړ به وای که تمه چیرته ستا د وصال نه وای 

خدای شکر له ژوند سره په دغه بانه یار کړم 

نه زلفوکي کیښوودل شوم نه د پګړۍ ول شوم 

ګل وم پاڼي پاڼې باد په لاس کی د اغیار کړم