تر خداى جارشم
دادخداى د وحدانېت يوه نمونه ده
چې دوه زړونه
له يوه بله وې ډير ليري
هيڅ ديوه، اوبل په خيال خاطر كې نه وي
يو په شرق وي بل په غرب كې
يو په مځكه بل په اسمان وي
خو :
تر منځ يې فاصلې له منځه ووزي
دومره يو بل ته نژدې شي
لكه ساه او وجود
داسي سره خپل شي
07.02.2011
- عبدالرحیم هلال
په احسانمند سلوك دي سم له واره مړ ښه يمه كه ژوند مې ستا په اوږو بار وي ياره مړ ښه يمه
نور دي دزړه له تله باسم نور دي نه يادوم ستا له يارۍ توبه له تا بيزاره مړ ښه يمه
ښه شوچې ژوندمې بيرته ستا په وړاندي شاه ته ستون شو
داسې ګمنام ښه يمه، ستا لپاره مړ ښه يمه زما په وژلو ك...
18.02.2011
- عبدالرحیم هلال
نظم
دبيلتون دښته اوږده ده پري مزل دى وصال سم د دوه پټې هنداري پړق دى دنيا هيڅ ده ،ژوندون څه دى؟ خو تيريږي دډيوې غوندي په يو ځل پوكي ور ك دى
له تا ليري د بيلتون په دښته پورت يم ستايادونه او زما د خيال وزري له سيندونو او له ډيرو غرو در واوړي تر تا در شي لكه دوې سپيني كوتر ي
غزل بول زړه كي مي ستا په شان اباد دى ته مي خوښه كلى هم را...