په احسانمند سلوك دي سم له واره مړ ښه يمه
كه ژوند مې ستا په اوږو بار وي ياره مړ ښه يمه

نور دي  دزړه له تله باسم نور  دي نه يادوم
ستا له يارۍ توبه له تا بيزاره مړ ښه يمه

ښه شوچې ژوندمې بيرته ستا په وړاندي شاه ته ستون  شو

داسې ګمنام ښه يمه، ستا لپاره  مړ ښه يمه

زما په وژلو كې دي زماله دوستۍ كار واخيستل
له تا دا تمه ،  د لستوڼي ماره مړ  ښه يمه

دزړه سكونه! چې ته نه يې نونيمګړى به يم
كه زه  بيليږمه  له تا ( قراره) مړ  ښه يمه