په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې په کندهار کي  دبينوا فرهنګي ټولني د مشر ،د هيواد دتکړه  ليكوال   او  زموږ د نژدې ملګري محمد يار  يار  پتمنه  مو ر بي بي  د ور پيښي ناروغۍ له  امله له دي نيمګړي دنيا څخه وکوچيده او د مرګ ملکي ته يي لبيک ووايه

انالله وانا اليه راجعو ن

محمد يار، يار د پښتو ژبې د پرمختګ د ډګر هغه هځانده څيره د ه چي پښتو ژبي ته د پرمختګ په پړاو کي يي   په هيوادکي  تل  په زړه پوري  لاس ته راوړني لرلي دي 

 هغه ميندې چې په اسلامي ټولنه کي يي  د هېواد او كلتور پالونكي بچيان ي روزلي وي، د دوى په کړنو او کارنامو کي يي  نوم تل ژوندى وي او هر وخت يې د هسك په لور د لاسونو لپه كولو پر وخت هغې ته له خولې دوعاوې وځي.

يار او ټولي کورنى ته يي د زړه صبر غواړواو مورجاني ته د فردوس جنت غوښتونکي يو

عبدالرحيم هلال  پيښور