چي په يوه څنډتيارې کړي کډه او رڼا راولي
خداى به دوران دا ستا د څڼو د نڅا راولي
زما ارمانونه تر شا پاتي شوو چي ته مي غوښتې
هيله ده زما غوښتو ارمان به تا تر ما راولي
لکه يودم چي مې وجود کي لکه سارا خورکړې
داسي ناڅا په دي د زړونو مالک تاراولي
خداى مهربان دى تر خداى جار شم ګوندي دا ځل به ژر
زما دستړي تمنا په روى اشنا راولي
د مخه ښي په وخت يي ټينګه غيږه راکړ ويل يي
بيرته به راشې خداى به هغه وخت هم بيا راويلي
10.11.2010
- عبدالرحیم هلال
په پیښورکی مهترلام بابا ادبی ټولنه د لوی اخترپه مناسبت دیوی غونډي په ترځ کی دابراهیم علیه سلام او دهغه دمبارک زوی اسماعیل علیه سلام یاد لمانځي
دګډون لپاره یی ټولو پیښور میشتو لیکوالانواوادیبانو ته بلنه ورکوو
پته بورډ بازار پی سی ایس کالج جهان...
12.12.2010
- عبدالرحیم هلال
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې په کندهار کي دبينوا فرهنګي ټولني د مشر ،د هيواد دتکړه ليكوال او زموږ د نژدې ملګري محمد يار يار پتمنه مو ر بي بي د ور پيښي ناروغۍ له امله له دي نيمګړي دنيا څخه وکوچيده او د مرګ ملکي ته يي لبيک ووايه
انالله وانا اليه راجعو ن
محمد يار، يار د پښتو ژبې د پرمختګ د ډګر هغ...