له تكړه كيسه ليكوال او ناول ليكونكي نصير احمد احمدي سره لاندي مركه د توتكۍ مجلي ادارې كړي وه د توتكۍ مجلي له اداري نه په منني سره دمركي ارزښت ته په كتو سره يي په هلال بلوك كي هم ولولۍ
پوښتنه: په څو کلنۍ کې دې نثر ليکنې ته مخه وکړه او په لومړي خل دې څه وليکل؟
ځواب: لومړی د توتکۍ د مجلې درنو لوستونکو ته سلامونه او نيکې هيلې .
په پنځه ويشت کلنۍ ګډ وم او په لومړي ځل مې کيسه وليکله.
پوښتنه: ځينې خلک وايي چې نثر ته ور ننوتل، د شعر په دروازه کيږي، ستا پا نظر څنګه؟ څوک چې شاعر نه وي نثر نه شي ليکلی؟
ځواب: زه د نورو نظرياتو ته احترام لرم، خو زه په خپله شاعر نه يم، نه مې شعر ليکلی او نه هم د شعر په اړه ډير پوهيږم، خو د نثر په برخه کې اوه ( ٧ ) ليکل شوي کتابونه لرم، که داسي وای نو ما هم بايد اول شعر ته مخه کړې وای، وروسته نثر ته.
پوښتنه: کومې پيښې يا کومې موضوعګانې تاسو ديته اړ باسي چې کيسه پرې وليکی؟
ځواب: زما د کيسو او ناولونو زياتره پيښې کليوالي دي، د کليوالو خلکو ټولنيزي، فرهنګي او اقتصادي ستونزې را اخلم او کيسه پرې ليکم، کوشش کوم چې نوې موضوع انتخاب کړم، او يا هم په زړو موضوعاتو له يوې نوې زاويي يو څه وليکم.
د موضوع موندل دومره ګران کار نه دی، موږ هره ورځ له لويو او وړو موضوعاتو سره مخامخ کيږو يا يې اورو، خاندو، خپه کيږو او يا هم داسې څه وينو چې په احساساتو کې مو بدلون راځي، خو شېبه وروسته مو هېر وي
ځينې دا ډول واړه موضوعات نوي وي او په زړه پوري کيسې ورکوي، ښه دا ده چې تل د يادښت يوه وړه کتابچه له ځان سره ولرو او ويې ليکو. باور وکړئ، هره هغه نوې موضوع چې تاسو ته په زړه پورې وي او په احساساتو کې مو بدلون راولي، نورو ته هم د لوستلو وړ ده.
پوښتنه: ته چې کله د ښونځي زده کونکی وې، کوم ډول کيسې دي لوستلي؟
ځواب: زه ډير ماشوم وم چې انا به مې کيسې راته ويلې، هغه د کيسو په ويلو کې تکړه وه، موږ به يواځي موضوع ورته ويله، مثلا ويل به مو چې انا نن د چاغ پيري په اړه کيسه راته ووايه، انا دمره قوي ذهن درلود چې په هماغه شيبه کې به يې زموږ له غوښتنې سره سم، يوه خوندوره کيسه جوړه کړه، ډيری کيسې يې د پيريانو ، ديبانو او ښاپيريو په اړه وي، کله کله به يې داسي کيسې هم ويلې چې کرکټرونه به يې يواځې انسانان ول، خو مابه له هغو کيسو څخه ډير خوند اخيست چې پيريان او ديبان به پکې ول، کله چې يو څه لوی شوم، ښونځي ته لاړم او ليک لوست مې زده کړ، نو بيا به مې هم هغه کتابونه لوستل چې د پيريانو او ديبانو کيسې به يې درلودې.
کله چې د نوي ځوانی مرحلې ته ورسيدم نو د دې تر څنګ مې د پوليسي کيسو او ناولونو له لوستلو سره هم جوړه شوه، هغه وخت زما يو همصنفی و، حفيظ الله نوميده، دوی په خپل کور کې يوه لويه کتابخانه درلوده، هر رنګه کتابونه پکې پيدا کيدل، کله کله به کور ته ور سره تلم، د کتابونو المارۍ به مې په پوليسي کتابونو پسې لټوله، هغه وخت د ( ارسن لوپن ) کتابونه ډير مشهور ول، ارسن لوپن په اصل کې يو پوليسي کرکټر و چې د غلو او جنايت کارانو په وړاندي به يې تل مبارزه کوله. ما تقريبا د هغه ټول کتابونه لوستلي دي.
پوښتنه: لومړۍ لنډه کيسه دي د کوم احساس له مخې وليکله، که کيسه يې راته وکړې؟
ځواب: دا تقريبا د نهو کلونو مخکې خبره ده، يوه ورځ زما مشر ورور يوه سوژه ( موضوع ) پيدا کړې وه، ماته يې وويل چې که ليکوال وای نو په دې اړه يې يوه لنډه کيسه ليکله، ورور مې د کيسې موضوع راته وويله، زما هم ډيره خوښه شوه، له ځان سره مې فکر وکړ چې راځه! يو ځل يې په خپله وازمايه چې ايا د لنډې کيسې په نوم څه پرې ليکی شې که نه؟ هماغه و چې د لومړی ځل له پاره مې يوه ماته ګوډه لنډه کيسه وليکله، هغه وخت زه په کلي کې اوسيدم، کليوال ژوند و، په ټوله ولسوالی کې مې داسي څوک ونه موند چې له ليکوالی سره اشنا وي او د کيسې په اړه مشوره راکړي، ځکه مې دا کيسه له ځان سره وساتله، بيا يو وخت زموږ کور ته د پښتو ژبي وتلی شاعر او ليکوال استاد محمد صديق پسرلی راغی، کيسه مې ورته ولوسته، ډيره يې وستايله، ښيګنې او نيمګړتياوې يې را يادې کړې او کيسه يې د چاپ له پاره کابل ته ورسره يووړه، کله چې زما لومړنۍ لنډه کيسه چاپ شوه، نو دا زما له پاره يو لوی تشويق و او زه يې دې ته و هڅولم چې د کيسو او ناولونو ليکلو ته مخه کړم
پوښتنه: ځينې خلک د کيسې موضوع په زړه کې لري، خو د کيسې د پيل چل ترې ورک وي، دا خلک کيسه څنګه پيل کړي؟ که د خپلې تجربې له مخې څه ورته وواياست.
ځواب: دا پوښتنه اوږد ځواب غواړي، خو زه به هڅه وکړم چې په يوه لنډ مثال کې يې روښانه کړم.
که په کور،کلي کې يو څوک د يوې پيښې کيسه را ته کوي، نو په طبيعي توګه اصله خبره په پيل کې يادوي:
مثلا راته وايي:
_ خبر شوې؟
دلته اوريدونکی په طبيعي لحاظ له موضوع سره دلچسپي ښيي.
_نه! څه خبره ده؟
_فلانی مړ شو.
اوريدونکی ټکان خوري ، يودم يې په ذهن کې پوښتنې را ولاړيږې:
_ ولې؟ هغه خو روغ .جوړ و؟ تېره ورځ مې وليد، غنمو ته يې اوبه ور خوشې کړې وې، څه ټکه پرې پريوته؟ چا وواژه که له بامه را ولويد؟....
اوريدونکی غواړي چې د خپلو پوښتنو د ځواب له پاره په کيسه خبر شي، دی تلوسه لري، نا ارامه دی، خو لومړی تن شايد په عادي توګه کيسه داسې پسې وغځوي:
_سهار له کوره ووت، ويل يې چې سودا راوړم، خپل زوړ بايسکل يې تر ښکرو ونيو، خو کله چې پاخه سړک ته وخوت، موټر وواهه!
يا شايد د کيسې بيان تر دې هم سوړ وي، خو د اورېدونکي تلوسه لا نه ده سړه شوې، دی لا د خپلو پاتې پوښتنو ځواب ته ماتله دی، که څه هم وروسته د هغه يوه يوه پوښتنه په خپل وار سره ځواب شوه، خو دی يې اړ کړ چې کيسه تر پايه واوري.
نو هر هغه څه چې په کيسه کې ډېر کشش ولري، د لوستونکي په ذهن کې پوښتنې راولاړې کړي او يا هم قوي غوټه پکې نغښتې وي، هغه په پيل کې راولئ، د پيل دوې _ درې جملی کولای شي چې د لوستونکي ذهن له پوښتنو ډک کړي، وروسته بيا يوه يوه پوښتنه په خپل نوبت سره ځواب کړی او لوستونکی تر پايه درسره وساتئ.
پوښتنه: تنکي ځوانان څنګه کولای شي چې کيسه ليکني ته وهڅيږي؟
ځواب: که څوک له نجار سره شاګرد وي، خو له نجارۍ سره مينه ونه لري، هغه به هيڅکله هم ښې دروازې او کړکۍ جوړې نه کړي، دا يواځې يو مثال و. هر کار همداسي دی. ليکوالي هم په زور نه زده کيږي، لومړی شرط مينه ده. که د لنډو کيسو له ويلو او يا هم لوستلو سره مينه ولرو، کيسه ليکلی شو، ان که مو په ټول ژوند کې هم کيسه نه وي ليکلې، پروا نه کوي، ځان وازمايئ! دا کار دومره ستونزمن نه دی، خو شرط يې دا دی چې مطالعه ولرو او د کيسې په اړه معلومات تر لاسه کړو.
پوښتنه: ته چې د نورو ليکوالانو کيسې لولې له کوم ډول کيسې خوند اخلي او د کومې کيسې په لوستلو پښيمانه کيږې؟
ځواب: ماته چې کومې کيسې خوند رانه کړي نو ترپايه يې نه لولم، ځکه نو تر اوسه نه يم پښيمانه شوی، خو زه د هغو کيسو له لوستلو څخه خوند اخلم، چې موضوع يې ښه انتخاب شوې وي، تلوسه ولري او ژبه يې ستړې کونکې نه وي.
پوښتنه: څنګه کيسه وليکو چې لوستونکي او مينه وال ولرو؟
ځواب : دا ډيره عمومي پوښتنه ده، ځکه که غواړو ښه کيسه وليکو نو بايد د کيسې د ليکلو ټول اړخونه ياد کړو، چې په دې اړه کتابونه ليکلی شو، خو که په لنډه توګه ووايو، هيڅ وخت هغه څه مه ليکی چې نورو څه پرې ليکلي وي، کوشش وکړی چې ځانته خپل سبک او نوښت ولری.
کله چې کيسه ليکی، ژر قناعت مه پرې کوی، بيا بيا يې وليکی، نقد ته يې وړاندي کړی او هغه وخت يې چاپ ته وليږی چې ستاسو قناعت حاصل شي.
پوښتنه: تاسو چې په کومو موضوعاتو ناولونه ليکلي ايا په لنډه کيسه کې نه ځايدل؟
ځواب: کله چې مو موضوع پيدا کړه اول بايد فکر وکړو چې دا موضوع د کيسې له پاره جوړه ده که د ناول!
د کيسې او د ناول فرق په دې کې دی چې کيسې ته وړه موضوع ټاکو ، داسي يوه موضوع چې يواځې يو هدف ولري او په لنډو ټکو کې يوه لنډه موضوع بيان شي، خو په ناول ليکنه کې مو لاس خلاص دی، هر لور ته يې غزولی شو او څو اهدافه پکې راوړی شو، ځکه نو د کيسې له پاره يوه وړه موضوع را اخلو او يواځې په يوه اړځ يې څه ليکو ، خو په ناول کې د يوې موضوع په څو اړخونو باندی بحث کولای شو.
زه چې هم کومه موضوع پيدا کړم، نو لومړی يې په اړه فکر کوم چې دا موضوع په کوم قالب کې ښه راځي، ناول ورکوي که لنډه کيسه؟
پوښتنه: توتکۍ مجله څنګه ارزوی؟
ځواب: څه موده مخکې مې په لومړي ځل د خپل يوه همکار په لاس کې د توتکۍ يوه ګڼه وليده، ل هغه نه مې امانت واخيسته، کله چې مې په کور کېولوسته نو ډير خوند يې راکړ، ډير ښه مطالب يې لرل، داسي مطالب چې زموږ نوي نسل نه نوی فکر ورکولای شي او د دوی په معلوماتو کې مثبت بدلون راوستلای شي، ځکه موږ د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له پاره دا ډول مجلې نه لرو، که وي هم ډيرې کمي، نو دا يو ښه ګام دی، خدای دي د دې مجلې چلونکې کاميابه لري.
پوښتنه: د توتکۍ مجلې لوستونکو، په تيره بيا تنکيو ځوانانو ته څه پيغام لرې؟
ځواب: که غواړي چې خپل ځان، خپلې کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي ، نو درس او تعليم ته دي مخه کړي.
پای