دلته خلک ټول له ژونده ستړي دي
تاویی تراحساس دجبر پړي دی
چایې دپلارتوره چایې سپر واخیست
چايې له کمانه غیشي وړي  دی
ښکاري جل وهلي سا په ورواخلي
بس له هوسایني غربت وړي دي
دارته یې دکارسرونه پورته شول
ته وا چې دهرچا پوروړي  دي
هسې نه اسمان ورباندې وژاړي
دې وطن کې ټول بې ګناه مړي دي