همداچې تلیفون پرله پسې وشرنګید ه
ډیرنا کراره شوم په سوچ کې شوم چې غوږۍ یې واخلم او کنه . داسي مې و انګیرله چې بیا به له بانک څخه راته تلیفو ن شوی وي او راته به ووایې: ــ وبښۍ غوښـــتل مې تاسو ته بیا یا د ونه وکړم چې تاسو په بانک کې له خپـــلو شــتـه پیسوڅخه زیاتي پیسې ایستلې دې نو باید هغه بیرته تحویل کړىء. او ډیر ژر یې په بیرته ورکولو کې هڅه وکړىء او کنه...هغوﺉ په حقه و مــا بــاید لږ تر لږه دولس زره ډالر بانک ته ورکړي وای ، خو داپیسې ما نه وې خوړلي . ځکه دولس زره ډالرو دشپیتو یتیمانو په مقابل کې چې ما په خپل روزنتون کې ساتل څه اهمیت درلود ،د دغه پالنځی بــنـسټ مـا او زما میرمنې « کلا را» ایښی و.او هالته مو شپیته یتیمان ساتل ،زموږ ټوله هّڅه اوهیله داوه چې هغوﺉ په راتلونکي کي دټولنې سم اوسالم غړي شي ، موږ چې له هرځایه هرڅه او پیسې ترګوتو کولې په همدې پالنځي مولګولې ، خودبانک چارواکو له پیسو پرته بل څه نه پیژندل. هغوﺉ نه پوهیدل چې موږ دا ډالر څنګه لګولي دي، دهغوﺉ له پاره شپیتو یتیمانو څه ارزښت نه لاره خپلې پیسې یې غوښتې اوبس...تـلیـفــون لا پرله پسې شرنګیده.په اخیرکې مي زړه وکړ. او غوږۍ مې پورته کړه، خو دا ځل نه د با نک مد یر و. او نه هم دهغه کا رکونکي ، بلکي زما پخــوانی مــلګری کلا نــتر« اولد برګ» و. هغه په ډیره بــیـړه راته وویل: داکتره یاره زه درته سخته اړتیا لرم او دا ته کولای شی راسره مرســـته وکړې...ز ه او دپولیسو څو تنه مامورین همدا اوس دپاول په شنه اوسمسوره سیمه کې یو، او له یوه کړاو سره مخامخ یو و.موږ هاکروروڼه او دهغوﺉ ملګرې یو ځای کلا بــند کړي دي او موږ غواړو هغوﺉ ژوندې ونیسو، هغه ژرژر غــږیده موږ دا کا ر کولای شو خوکه داکار په اسانۍ سره وشي .ښه به وې... دکلانتر خبرو اک پک کړم . هغه دهاکر له وروڼو غــږیده او هغوﺉ ما ښه پیژندل . ځکه چې زموږ په مدرسه کې لوی شوي وو،هغوﺉ داسي شاګردان نه وچې ما او«کلا را» دهغوﺉ پــه کارونو ویاړلې وای بلکې موږ یې تل په کارونو سرټيټي اوشرمینده و. نو موږ څه کړي وای هغوﺉ اولس او اتلس کلني ځوانان وو. زموږ په پالنځي کې له څه وخت تیریدو وروسته وتښتیدل. اوبیا یې له پالنځي دباندې په ناوړو کارونو لاس پوري کړ ، دغو وروڼو په خپلو کارونوکې هیښونکې زړورتیاوې لرلي، دهغوﺉ ددې زړورتیا له کبله خلکو ورته د«دوهم الکــا پو ن »لقب ورکړی وو.خلک دهغوﺉ له کړو وړو څخه ویریدل . او په دې وروستیو کې د دوﺉ سره د« سالې لومک کوی» په نوم يوه پیغله هم ورسره یو ځای شوي وه . ددغې پیغلې جنجالونه اولانجې خوښیدې. او دهاکرله وروڼو سره په غلا وو اوتښتونو کې شریکه وه. دهیښتیا خبره خویې لاداوه چې هغې به نقشه اوروده ایسته اودهاکروروڼو به پلې کوله . اوکه رښتیا ووایم له لویه سره همدا سيالي وه چې دغه وروڼه یې لازیاتو جنایتونو اوغلاوو ته هڅول.ومې پوښتل: ښاغلی کلا نتر!ایا راته ویلای شىء چې دې هلکا نوبیا څه کړي دی؟ هغوﺉ داځل یو بانک وهلی او ددغه بانک خزانه دار چې دپیسوله ورکولو یې ډډه کوله ویشتلی دی .همداډول یې دبانک په یوه ما مورچې غوښتل یې دوﺉ ونیسي ډزي کړي اوویشتلی یی دی .او دا هرڅه یې یوازې دې دولسو زرو ډالرو له پاره کړي دي . که رښتیا درته ووایم همدا پیسې په بانک کې وې .چې ورسره اخیستي یې دي په دغه وخت کې پولیس راورسیدل اودوﺉ د «بیل پارکینز» په نوم دبانک یو کارکونکی هم له ځانه سره د برمتې په ډول یوړ. دا ګواښ یې هم کړی چې هغه به ووژنې بیا دپا ول ګڼې شنې اوسمسورې سیمې ته وتښتید ل .خو اوس دلته په یوه زاړه کور کې کلا بند دي . هغوﺉ وایې چې موږ له ډاکتر «مک» سره خبري کوو . نو هیله کوم هرڅومره ژر چې کولای شي ځان راورسوه .«کلا را » دتلیفون په بله غوږې زما خبرې اوریدې ناڅاپه یې په ما غــږ وکړ «رابرت» پام کوه چې هالته لاړ نه شي ،هغوﺉ تا هم وژني . د کلانتر چې زما چوپتیا ته پام شو . په تلیفون کي یې چیغي کړې ډاکتره ،ډاکتره، ولي خبرې نه کوې ، ایا ته نه راځې .ما له ځانه سره پریکړه وکړه او په غوڅه مې ورته وویل : کلا نتره زه به نیم ساعت وروسته درشم .بیا مې له کلا را سره یو ځای دپاول دشنې سیمي په لور حرکت وکړ . نږ دې څلویښتو وسله والو هغه زوړ کور کلا بند کړی و.دایوڅه نړیدلی او پریښودل شوی کور و.له نږ دې لسو کالو راهیسې په کې چا ژوند نه کا وه. هالته دپولیسو څو ساتونکې .مامورین. ولسي وسله والا. پخپله کلا نتر. او یو مزی سړی چې دبانک ریس وحاضر وو . کله چې کلا نتر ولیدم راته راغی او ویې ویل:ډاکتره څه ښه کار دې وکړ چې راغلې دغـو جنایتکارانو په دغه کور کې مورچه نیولې وسله ورسره ده .موږ ته دا هم نه ده معلومه چې څو کسه دي .خودومره پوهیږو چې دلته «لامار ها کر» . «موریس ها کر» او سالي شته . یوه ګړۍ وړاندې مو ورته ویلې چې ځانونه راته و سپارۍ .خو هغوﺉ وایې چې له تاسې سره خبرې کوي.نو موږ په دې خاطر چې کومه مرګ ژوبله رامنځ ته نه شی نو کوم کار مو ونه کړ په کور موهم ځکه برید ونکړ. داسې ښکاري چې هغوﺉ له ځان سره یوه ماشینګڼه هم لري . او همدا ډول « بیل پارکینز» یې هم برمته کړی داویره هم شته چې مړ به ېې کړې.او داهم لیري نه ده چې تاهم ونیسې .په ځواب کې مې ورته وویل :که چیرته هغوىء ځانونه وسپاري . نو راسره ژمنه کوىء چې ډزي به نه پرې کوىء؟ که چیرته تسلیم شي ، نو ډزې نه پرې کوو، هغوﺉ به ونیسو او د«کالهون» بندې خاني ته یې لیږو،خو برخلیک به یې محکمه ... مزی سړی چې هالته و . کلانتریې نورو خبروته پرینښود ، اوویې ویل:ـ ترټولو مهمه داده چې له دې غلو څخه وپوښتۍ چې پیسې یې څه کړې ، لومړی باید دپیس« موریس »په اړه معلومات ترلاسه شي . ما دکلانتر اوهغه چاغ سړي خبرو ته له پامه پرته دهغه ېاړه پخواني کور په لورې حرکت وکړ ،کله چې هالته ورسیدم نو دروازه راته بیرته شوه . دا چې « موریس » ولیدم سلام یې راکړ، اوزیاته یې کړه ښاغلی ډاکتر ښه شوه چې راغلې ته یوازېنى سړی یې چې موږ درباندې باور کولای شو . موږ اوس ډاډمن شوو .زه په ډير کرار ه کورته دننه شوم. او« موریس » بیرته ژر دروازه وتړله . هالته د« موریس » ورور« مالار» چې پرتو ګ یې په وینو ککړ و. ناست و.ما داسې وانګیرله چېدا دهغو کسانو ویني دې چې دوﺉ وژلې دې زما په تن لړزه راغله په دغه وخت کې سالي له کوټې راووته په لاس کې یې ماشینګڼه وه ، ژرژر یې خبرې کولې سلام ډاکتر ه څنګه یې؟ په پالنځي کې څه حال ده ؟ هلکان ښه دي؟ او کارونه ښه په مخ ځې؟ ما ډیر په سړه سینه ځواب ورکړ.او دمعمولې خبرو له پاره وخت نه لرم. راته ووایاست چې« بیل پارکینز» چیرته دى؟ زه باید هغه ووینم . لامار په ملنډو ځواب راکړ: ته غواړي « بیل پارکینز» ووینې ؟ خو دا شونې نه ده. ځکه هغه دلته نشته موږ هغه دلاري په اوږدو کې خوشی کړ، اوهغه هم په خپل کار پسی لاړ. سالي دهغه خبرې غوڅي کړې ویې ویل : ته څه نادودې اوچټیات وایي. ایا دا به ښه نه وې چې رښتیا وویل شي . موریس هرڅه ورته ووایه. هغې پسې زیاته کړه : زما په ګومان هر هغه څه چې پيښ شوي باید وویل شي . دابه زموږپه ستونزه کوم اغیز ونه کړي ، هله ژر شه ورته ووایه! وپوهــیدم چـــې یو څه پــيښ شوي دي ، ومې پوښـــتــل: ــ ښه موریس ووایه « بیل پارکینز» چیرته دى ؟ ووایه ولې ځنډ کوې ؟په دغه وخت کې دموریس په ځای لامارځواب راکړاوویې ویل: اوس چې ته ټینګار کوې نودرته به ووایو: موږ دهغه لاس . پښې او خوله تړلې ول . په لاره کې مویوه ژورکډې ته ورغورځار کړ.اوموږ د لته راغلو. سالې چې له قهره یې بڼه بدله شــوې وه.چیغه کړه : ــ تاسې ولې رښتیا نه وایاست . ولي ډاریږۍ ووایاست . ووایاست ، موږ هغه په ګولۍ وویشت اومړ مو کړ.ځکه چــې چــیغې یې وهلې .موږ دهغه په وژنه ځا ن ځینې بیغمه کړ. په حیرانۍ مطي ورته وویل : ایا تاسې هم انسانان یاست ! تر تاسې خوځناور ښه دي . څنګه مویو بیوزله وواژه ؟ لامار په قهر سره وویل : اوته مودلته ددې له پاره نه یې راغوښتی چـ-ې راته وعظ اونصحت وکړي . بلکې راغوښتی مو یې چې راسره مرسته وکړي تر څو ستا په مرسته له پولیسو څخه وتښتـو . ماهم په ناکرارې ورته وویل زه یوازې دومره درسره کولای شم چې له دغه ځایه مو په ضمانت وباسم او...لامار وویل: ایا له دې څلویښتوکسو به یوهم په موږه ډزو نه کړي ؟ هغوﺉ ته مې ډاډ ورکړى وچې دوﺉ به نیسې اودکــا لهون بندي خانې ته به یې سپاري هالته به څیړنې وشي بیا به محکمه هغوﺉ ته دزندان حکم واوروې ځکه چې په دغه ایا لت کې خو داعدام حکم نشته . موریس چیغه کړه: یه یه دکالهون هوا خرابه ده موږ ها لــته ګذاره نه شو کولای .او بــل داچـې موږ داسي کار نه ده کړی چې هالته واستول شو. موږ خو څو هوایې ډزې وکړې ناڅاپه څو کسه دګولیو مخ ته راغــلـل او مړه شول .موږ باید ددې کار له امله هالته دټول عمر یا څو کلونو لپار ه وانه سـتول شو .تاسي باید له تیلو ډک موټر زموږ په واک کې راکړىء او هم درى ساعت وخت راکړىء چې موږ هرچیرته چې غواړو ولاړ شووکنه داسې کار به وکړو چې ته به هم پیښمانه شي ، موږ به له کــوره په دوﺉ ډزي وکړو او په ګولیو کې به یې وپیو .چې ته به هم روغ لاړ نه شي . کله چې سالې خپــل ټوپک په لاسونو کې واړاوه راواړاوه اوبیا یې ګولۍ ور تیره کړه . سخت وارخطا شوم . دکــلا را خبرې راپه زړه شوې .نو مې کرار وویل : ښه ده زه به کـلا نتر تــه ووایم : موریس وویل : ته باید زموږ یو بل کار هم وکړې . وروسته یې یولاسي بکس ته چې د کوټې په کونج کې ایښی وو. لاس ور اوږد کړ. هغه یې پرانیست او په کې شته څه یې راته راښکاره کړل. بیايي وویل : دا دبانک پیسې دې چې موږ تر ګوتو کړي .خو ته به دا درسره وړې .که موږ له پـو لیسو سر ونښتو چې دهغوﺉ لاس ته ورنه شي پیسې باید خوندي شي . خو زه داکار نه شم کولای . ته باید داکار وکړې ځکه ته مو نندارې ته نه یې راغوښتی ، داپیسې به له غـږغـوږه پرته درسره اخلې او پټ ځای به یې ساتې .موږ له تیښې وروسته له تاسره اړیکې نیسو بیا به داپیسې بیرته راکوې .موږ به هم درته په سلو کې لس تاته دحق الزحمې په توګه درکړو . یا به یې هم درته دپالنځی له پاره داعانې یا امانت په نوم درکړو. چې ها لته یې ولګوې ؟ هغوﺉ زما په اړتیا ډیر ښه پوهیدلي ول ،او په ښه ځای کې یې ترخوږ ګوته ونیولم . ځکه پالنځي اعانې ته اړتیا درلوده. که ما دبانک پيسې نه وای ورکړې نوبیا دې ته اړ وم چې هغه وتړم. او بیوزله ماشومان په خپل تور بخت او برخلیک پسې واستوم داکار زما له پاره ډیر ستونزمن و.ــ ډیره ښه زه به پيسې راسره پټي کړم او هم به ستاسووړاندیزونه کــلا نتر ته ورسوم، او هغه به اړ کــړم چې داوړاندیزونه ومني ، څوشیبې وروسته مې دروازه خلا صه کړه او له هغه ځایه راووتم ، پيسې مې راسره بلا پوښ په جیبونوکې داسې پټې کړې وې چې دهیچا هم ورته پام نه کیده ماهمداسې وکړل!کلا نتر دپولیسودمورچې له شا زما لاس په لاس کې ټینګ کړ.اوویې ویل :ډاکتر ه یاره ډیره مهربانې اوفدا کاري دې وکړه هغوﺉ څه غواړي اوڅه وړاندیز لري؟ ــ هغوﺉ غواړي له دغه ځایه خوندي بهر ته ووزي اوڅوک هم باید ورته زیان ونه رسوي . پـه دې سربیره ورته باید یو له تیلو ډک موټرهم ورکول شي . اوڅوک یې تعقیب هم نکړي.ـ ډاکتره ته څه وایې؟ موږ داسې نه شو کولای .هوکي زه پوهیږم چې تاسو ته داکار ناشونی ده .خوهغوﺉ« بیل پارکینز» هم وژلىء شوی دى . اوزه ویریږم که هغوﺉ ته موټر ورکړو نو بیا داویره هم شته چې دتیښې په وخت کې له موټره ډزي ونکړې . کلا نتر سروښوراوه په دغه مهال کې دبانک مدیردرادمخه شو .ویې پوښتل: پیسې څه شوې؟ له هغوﺉ مو پوښتنه وکړه چې پیسې یې څه کړې ؟ دهغه په ځواب کې مې په سړه سینه وویل : دامې هیرشول .وروسته مې کلا نتر ته لاس اوږدکړ دهغه لاس مې په لاس کې کیکیښ او مخامخ خپل موټر ته چې « کلا را» په کې ناسته وه رهي شوم .او له سپریدو سره سم مې موټر روان کړاو کلارا ته مې وویل :ـ تا سم ویل دغه هلکان دمرستي وړ نه وو، خو زما تګ هم ښه شو هغوﺉ راته غلا شوي دولس زره ډالرراوسپارل. ما پیسې را واخیستې او په خپلې هغې ژمنه مې وفا هم ونکړه . چې هغوﺉ ته د تیښتې شونتیا رامنځ ته کړم. خو ما داکار پالنځي دماسومانو په خاطر داکار وکړ چې د هغوﺉ لپاره مو څه نه لرل .په دغه وخت کې ماشینګڼو ډزي واوریدل شوې ، پولیسو پرې برید پیل کړ ی و،نښته رامنځ ته شوه ، ما ډزو ته له پام پـرته خپلې لارې ته دوام ورکړ. بل سهار « کلا را » له خوبه راپاڅولم اوویې ویل : له یاده دې ونه وزې چې نن بانک ته تلیفون وکړه او ورته ووایه چې دولسو زرو ډالر و پــور به نن دروسپارو .
میدان هفت تیر تهران ۱۳۸۵.۱.۱