لارې کوڅې به دي شاړې
دنګې ماڼۍ به وي ولاړې
خوبیا به هم ښکاري ویجاړې
کډې مې تورو غروته لاړې
راپسې ژاړي ستادکلي چنارونه
 
که مې کړې غم راپسي راشه

په وعده سم  راپسي راشه
درپسې مرم راپسي راشه
ګودر ته ځم راپسي راشه
منګي مې دوه دي نرۍ ملامې ماتوینه
 
له اندېښنو نه پوره نه شوه
له وسوسو نه پوره نه شوه
نور له جنګو نه پوره نه شوه
که له زلمو نه پوره نه شوه
افغانستانه جینکۍ به دي ګټینه
 
ښرنه ـ دپښتون غږ دفتر