دومره غمونه ډېرې پېښې يو بېوزله زړګى
زه به مړ شوى وم باداره کــــه ما نه ژړلاى
رښتيا هم د يوه انسان ژوند که څه هم په ظاهري ډول په خوړو وده کوي، خويوه سالمه عقيده هم د انسان په ژوندي ساتلو کې تر يوه بريده مرسته کولاى شي. تاسو به فکر کړى وي، چې ډېر ځلې يو انسان له داسې پېښو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان شي، چې نژدې مرګ ورته تر ژوند غوره برېښي، خو د يوې سپېڅلې عقيدې پر بنسټ تاسو نه ګورئ چې هغه ته خداى(ج) څومره ځواک ورکړى، چې اراده يې ترپخوا لاقوي او پياوړې شي.
عقيده په دې مانا چې پر هغو ژمنو چې د الله(ج) او د هغه د پيغمبر(ص) له خوا په قران عظيم الشان کې د صبر او زغم په باب له صابرينو سره شوي دي، نو هغه هم پر هغو ټولو باندې له باور سره- سره ځان پر دې ډاډمن بولي، چې په زحمت پسې ارو مرو راحت شته، نو همدا لامل دى، چې هغه له ژوند او همداراز د ژوند د ټولو ستونزو سره يوازې او يوازې د ايمان په رڼا پرمخ درومي او بس.
اورېدلي به مو وي، ځينې نړيوالې سروېګانې ښيي چې يوازې په امريکا کې د تېر يوه کال په دوران کې نژدې ٥٠٠ کسانو خپل ځانونه يوازې په دې وژلي، چې د کړاوونو په وړاندې يې د زغم حوصله له لاسه ورکړې وه، نو په دې باب پوهانو دا هم ثابته کړې، چې د دغو خلکو ډېرى د عياشۍ قربانيان دي، ځکه چې دوى اوس د اوسنۍ نړۍ پر ټولو لازمو امکاناتو برلاسي دي.
زما په اند د خپلې خوږې اروا له لاسه ورکول دومره اسانه کار نه دى، که څه هم زموږ په اسلامي ټولنه کې دېته ورته پېښې شته، چې ځينې کسان د اقتصاد د خرابۍ له کبله هم کېدى شي دا حق ځان ته ورکړي، چې ځان ووژني، خو د دغسې خلکو شمېره کابو له نشت سره برابره ده او ځينې يې بيا خپل ژوند د مرګ په خوله کې ويني، ځکه چې يا خو د مرګ پور ورباندې وي او يا خو په يوه مرګوني صحنه کې راګير وي، چې د ځان خلاصون ورته ناشونى ښکاري، نو کېدى شي ځان ووژني، د دغه راز خلکو شمېره هم له نشت سره برابره بولم او ځينې يې بيا يوازې او يوازې د هغې نړۍ يا اخرت د ښايسته کولو په موخه په داسې حال کې چې دغه راز عمل د ځان لپاره يوه اسلامي فريضه بولي او د ځان له وژلو سره- سره خپل غليمان هم له منځه وړي.
چې دا ډول پېښې په دې نژدې وختونو کې د اسلامي نړۍ يو تر ټولو ښه فعاليت د ديني مسووليت په ترسره کولو کې بولي، نو همدا وجه ده چې دا ډول پېښې په نړۍ کې تر يوې اندازې مخ پر ډېرېدو دي. خودا يو روښان حقيقت دى چې دا ډول او دېته ورته ځانوژنو يو لامل او يوه موخه ټاکل شوې، تر يوه بريده سړى قانع کولاى شي، خو هغه ځانوژنې چې يوازې د عياشۍ پر بنسټ ولاړې وي، سړى څنګه قانع کولاى شي؟ معلومه شوه چې مسلمانانو ته د هغوى د سالمې عقيدې پر بنسټ د دومره پېښو او کړاوونو په وړاندې خداى(ج) يو پياوړى زغم او صبر ورپه برخه کړى دى، چې په پايله کې داسې بې دليله ځانوژنه څه چې د لا زياتو کړاوونو د زغم برى هم ورپه برخه کړى دى. نو ايا تاسو په دې باور نه ياست، چې که د ساري په توګه د افغانانو د اوسني ژوند يوه صحنه غربيانو ته ورترغاړې شي، نو تاسې فکر نه کوئ، چې هغه شمېره چې په کال کې يوازې پنځه سوه کسانو ځانوژنه کوله، پنځو لکو ته به اوچته شي؟ نو دا يوازې افغانان دي، چې په تش لاس او له ډېرې غريبۍ سره- سره د اغزن ځنګله په منځ کې په تيندکونو- تيندکونو په خپل تندي لار بارسي. خداى دې د داسې ملت مل شي چې هم غريب وي او هم ننګ غيرت لرينه پاى