د دې لیکنې موخه داده چې که ممکنه وي زموږ خلک، سیاسي ډلې او شخصیتونه د پاکستان له پارلیماني ټاکنو څه درسونه اخیستلای شي. هیله ده دا ټاکنې، د پخوانیو ګوندونو او درنو سټو ماته، لاملونه یې د سیاسي علومو په رڼا کې زموږ د خلکو په یو څه ویشتیا کې برخه ولري. له افغانانو سره مرسته وکړي چې سیاسي ګوند، دندې او اصول یې، قومي ټیکداران او ځان غوښتونکي ښه وپیژني او سیاسي شعور یې لوړ شي.  

په پاکستان کې ټاکنې وشوې، زاړه ګوندونه او سياستوال پکې ناکام شول، دې ګوندونو ټاکنې و نه منلې او کېدای شي پاکستان له جدي بحران سره مخ کړي. اصلي خبره داده چې الله پاک د مظلومو خلکو آه او واویلا کله هم نه هیروي خو وخت غواړي. اوس يوه نوي ګوند د تحريک انصاف په نامه چې له اکسفورډ پوهنتونه فارغ او د کرکټ مشهور پخواني لوبغاړي بريا ترلاسه کړه. د چارو شنونکي وايي چې دا ګوند د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو له مرستو برخمن دی.  زه اوس د افغانستان په هکله د راتلونکي دولت او د پاکستان د پوځ په پالیسیو زیات څه نه وایم خو ورنه زیاته تمه لرل به تیروتنه وي.  

اوس مهمې پوښتنې دادی چې ايا زاړه سياستوال بې پروګرامه او ناکام وو، تحريک انصاف نوې ښه برنامه لرله او که د پوځ مداخلو دا ستر ظاهري بدلون راوست. زما په اند د نورو لاملونو تر څنګ دادری واړه خبرې تر يوه بريده سمې دي. 

ګورو چې پاکستان په خپل تاريخ کې له سترو ستونزو لکه فقر، نفاق، غير جمهوري، نظامي او جابرانه نظام، له دينه نامشروع سياسي ګټه اخيستنه، په نړيواله کچه ګوښه توب، د نړيوالو مالي چارو د څار په خړ ليست کې يې داخلول، د نفوسو ترحد زيات ډېرښت، د انرژۍ بېساري کمښت او نور د پاکستان خلک له ژونده او خپلو عنعنوي مشرانو ناراضه کړي او بدلون غواړي. 

د پاکستان ډېری ګوندونه که ځانته هرڅه نوم ورکوي خو لکه د سيمې او دريمې نړۍ نور ګوندونه کوم علمي لرليد او لوړ ارمانونه نه لري، فاميل محوره دي، که د رهبر مناسب زوی نه وي، لور او ان زوم قدرت ترلاسه کوي. د ګوندونو مشران او ډېری سياستوال يا ډېر د خپل فاميل او وړې ډلې غم اخيستي او ډېر فاسد وو. د خپلو ټولو خلکو په ځای د غوړه مالانو په وړو حلقو کې ګير او غافل وو. سياستونه يې ترډېره د ريښتينولۍ په ځای شعاري ول، لکه د مرحوم باچا خان کورنۍ ته نو اوس د هغه يوازې نوم پاته و. د دې خبرې ښه ثبوت له منظور پښتون او ملګرو يې د پښتنو بېساری ملاتړ دی. پښتنو ملتپالو ګوندونو که څه هم کله ناکله يو نيم غږ پورته کاوه خو تر ظلم لاندې محکومو پښتنو ورنه زياته تمه لرله. جماعت اسلامي اسلام غوښته خو د وګړني سياست او شورايي نظام په ځای يې د آی. اس. آی. په خوښه کار کاوه، ملا فضلو خو په خپلو فتواکانو او خبرو د باعزته سياستوالو او ديني عالمانو سترګې ټیټې کړې. نواز شريف يو سوداګر ، فيوډال او ملياردر و خو عامو خلکو ته يې له تشو خبرو وراخوا ډېره ګټه نه رسېده. 

خو له بلې خوا د دوه سوه مليونه نفوس لرونکي پاکستان خلک روښانه ده چې له دې حالته نور ستړي وو او امکان شته چې بدلون ته يې رايه ورکړې وي. له بلې خوا، د عمران خان په مشرۍ د انصاف ګوند لا تر اوسه نوی او نوم يې دومره بد نه دی، د نړيوالو رسنيو له قوله يې تر نورو ښه انتخاباتي مبارزه وکړه، انصاف ګوند خپله ټوله پاملرنه او شعارونه د نورو ګوندونو بدو کارو او د خپل ګوند د فقر ضد برنامې ته ځير کړل او د نړيوالو او پاکستاني رسنيو پام يې ځانته واړاوه. 

همدارنګه، د پاکستان د پوځ په هکله مشهوره خبره ده چې نور هېوادونه پوځونه لري خو د پاکستان پوځ يو ملک په اختيار لري. زياتې ځمکې، فابريکې، شتمنۍ او د هغه ملک ټول اصلي واک په خپل اختيار کې لري. د پاکستان پوځ د حکومت کولو، د ټولټاکنو د مهندسي کولو او سياست زياته تجربه لري او ښه پوهېږي چې کله مشهور او پاخه سياستوال له مخې ليرې، نوي، بې تجربې، معامله ګر او يا خپل انډيوالان رامخته او خپل قدرت لا نور هم غښتلی کړي. 

کيدای شي د پاکستاني واکدارو بنسټونو يوه موخه دا هم وي چې د ځينو په اند خپل ملګری عمران خان پښتنو ته يو اتل جوړول غواړي، تر څو په پښتونخواکې د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون تحفظ خورځنګ ورځ تربلې غښتلی ملاتړ او د پښتنو د ملتپالنې اغيزې راکمې کړي. 

د پاکستان زيات ګوندونه تر افغاني ګوندونو زيات عمر او تجربې لري، د مهاجرت په وخت او بيا اوس د نړيوالو او ټولنيزو خواله رسنيو او نړيوال جال په مرسته ښه ورسره بلد دي. هیله ده دا او ورته مقالې او تحلیلونه زموږ د عامو خلکو او یو شمېر هغو ګوندي سیاستوالو لپاره د سترګو خلاصوونکي وي. هیله ده افغانان زده کړي چې که سمه علمي برنامه، له وطن سره مینه، ملي ګټو ته تر خپلو ګټو لمړیتوب په سیاست کې د تلپاتې بریا راز دی. 

په دې هیله چې زموږ سیاستوال د هېواد او ملي ګټو په خلاف له خوبه راویښ شي او له معامله ګریو لاس واخلي. که نه نو اخر به له بدې او شرمناکې ماتې سره مخ وي.  

د یوه اباد او با ثباته افغانستان په لور