د مارچ په شپږمه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مهاجرت نوی قانون لاسليک کړ او د هغو شپږو هېوادونو پر وګړو يې امريکا ته په ورتلو د دريو مياشتو لپاره بنديز ولګاوه چې ډېری اوسېدونکي يې مسلمانان دي.

په دغو هېوادونو کې ايران، ليبیا، سوريه، سوماليا، سودان او يمن شامل دي.

په مخکيني فرمان کې عراق هم د بنديز لګېدليو هېوادونو په لست کې شامل و خو په نوي فرمان کې د دغه هیواد نوم ترې ايستل شوی دی.

د ټرمپ د دغه فرمان په اړه د استرالیا لمړي وزیر مالکم ټرنبل د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د مهاجرت دغه نوی لاسلیک شوې قانون به د استرالیا او متحده ایالاتو ترمنځ د کډوالو د تبادله کولو پر پخوانۍ معاملې کومه اغیزه ونلري.

نوموړي وویل ولسمشر ټرمپ د استرالیایي سمندري توقیف خونو څخه امریکا ته د کډوالو د انتقالولو تړون درناوی کوي او د عملي کیدو موافقه یی کړې ده.

ښاغلي ټرنبل په دغه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ټرمپ د نوي فرمان او د اندونیزیا د غبرګون په اړه وه داسې وویل، "مسلمانان د نړۍ د نفوسو یو په څلورمه برخه تشکیلوي او اندونیزیا د یو مسلمان هیواد په توګه نړۍ ته څرګنده کړې چې دموکراسي، اسلام، اعتدال او زغم سره سمون لري."

نوموړي زیاته کړه، "استرالیا د مختلفو نژادونو او مذهبونو کوردی او د مسلمانانو په ګډون ټول وګړي یې د تروریزم او تاوتریخوالي مخالف دي. زمونږ د هیواد بریا په ټولنه کې د بیلا بیلو کولتورونو په ګډون او متقابل احترام کې نغښتې ده."