غزل
ارشد خلیل
ديدن د سرو وینو قلنګ غواړی
مینه ناموس غواړی او ننګ غواړی
د شمعې سترګې چې خونخوارې شولې
خود به ځوانی د خوار پتنګ غواړی
پښتونستان دې زنده باد واخله خو
لوې مېدان په وینو رنګ غواړی
تش د تسبو ټګار هم نه کېږی
ژوندون ټنګ غواړی ټکور غواړی
زما مازغه به ځائې له هله راځی
ستا د نازکو بنګړو شړنګ غواړی
ستا د محل په دېوال خیال غلط کړی
ارشد چې ځان دا ستا تر څنګ غواړی