د استرالیا حکومت د خوندي سرحدونو عملیاتو پنځه کلنۍ لاسته راوړنې د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته ښکاره کړې.

د خوندي سرحدونو عملیات د دغه هیواد د سرحدي امنیت لپاره او په ځانګړي توګه دغه هیواد ته د ناقانونه کډوالو له داخلیدو څخه د مخنیوي په خاطر په ۲۰۱۳ کال کې په لار واچول شول چې تراوسه جریان لري.

دغه عملیات تر ډیره مرموز او پوځي عملیاتو ته ورته دي.

د استرالیايي حکومت په وینا د خوندي سرحدونو عملیاتو په لړ کې چې لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې پیل شول تراوسه قابو ۶۰۰ د ناقانونه کډوالو قاچاق وړونکي نیول شوي.

یاد حکومت وايي، دغه قاچاقبرانو غوښتل زرګونه شمیر ناقانونه کډوالو له بیلابیلو هیوادونو څخه استرالیا ته قاچاق کړي.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر پيټر ډوټن په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې د خوندي سرحدونو عملیاتو په اساس د استرالیا خاورې ته د ۲۵۰۰ غیرقانوني کډوالو له راتګ څخه مخنیوی شوې او همدراز ۳۳ کښتۍ هم استرالیايی اوبو ته له راننوتلو وروسته بیرته ګرځول شوي.

د نوموړي په باور که چیرې د استرالیا حکومت د خوندي سرحدونو عملیات پای ته ورسوي او په پولو کې د سرحدي ځواک موجوده پیاوړی حضور راکم کړي، نو قاچاقبران به د دې موقع پیدا کړي چې استرالیا ته په کښتیو کې د کډوالو رالیږدول یو ځل بیا پيل کړي.

پیټر ډوټن چې د سه شنبې په ورځ یې د استرالیا په اډیلاډ ښار کې خبریالانو ته وینا کوله، وویل، «د شته معلوماتو په اساس اوس هم اندونیزیا کې قابو ۱۴ زره کډوال یوازې د دې چانس په انتظار دي چې په کښتیو کې استرالیا ته راشي.»

نوموړي وویل، «قاچاقبران خورا بد خلک دي او تل په دې هڅه کې دي ترڅو له بیګناه نارینه، ښځو او ماشومان څخه په بیلابیلو پلمو پیسې وشکوي. هغوی د دې پروا نلري چې په کښتیو کې سپاره خلک استرالیا ته رسیږي او که سمندر کې ډوبیږي.»

نوموړي د اندونیزیا، سریلانکا او مالیزیا حکومتونو له هغه همکاریو او مرستو هم مننه وکړه چې د تېرو پنځو کلونو په لړ کې یې د کډوالو د کښتیو او د قاچاقبرانو د نیولو په برخه کې له استرالیايي حکومت سره ترسره کړي.