دومره دا دنیا مه تنګوه ځان ته
یاره ! خوښي خپله ورکوه ځان ته
حال مې دومره بد دی ستا په مینه کې
کله کله خپله شم خفه ځان ته
هر چېرته چې ځې،بلا دې واخلمه !
ښه ډېر سپېلني لوګی کوه ځان ته
ماته په کې ستا تصویر ښکاریږي بس
کله چې هم اونیسم آینه ځان ته
ګډ که نه شې تلی د زمانې سره
بیا خو نو تابع کړه زمانه ځان ته
زړه مې غواړي ډېر چې ګوهر ووینم
پـــټه پټـــه ژاړم،یم غصه ځان ته
انعام الله ګوهر