غزل
د زړه په دښت کې مې پراته دي لور په لور غمونه
جانانه بس دی زیاتې مه راکوه نور غمونه
ستا له جفا نه پس مې هره طریقه وکړله
نه په ژړا باندې کمیږي نه په زور غمونه
خدای مې دې هیڅکله بې غمه نه کړي ستا له غمو
ما او زړګی خو مې ساتي یاره،سمسور،غمونه
لکه تالاب ته چې کړې کاڼی ورګوزار،دغسې
د زړه په غلې دنیاګۍ کې مې کړي شور،غمونه
له (ګاونډي) سره به وروسته کړو حساب و کتاب
ښه خبر دا ده چې اول حل کړو د (کور) غمونه
په دې بې غمه زړه اشنا شعرونه نه شې لیکی
که شعر لیکې نو له ګوهره واخله پور غمونه
انعام الله ګوهر
03.11.2012
- انعام الله ګوهر
غزلد ژوندانه په هره لار او هر سفر ملګريخدایه ژوندي لرې زما ټول مسافر ملګريچې کله ورک شمه د غم په تکه توره شپه کېله یوې خوا خدای راپيدا کړي لکه لمر ملګريپه پردیسۍ کې راته درې شیان ډېر زیات یادیږيهغه ساده غوندې جینۍ،د چم ګودر،ملګريد خپل قاتل او خپل دښمن سره هم مینه کومپه دې خبره وي له مانه مرور ملګريژوند به زما و ډېر بې مالګې او بې خونده غوندېکه چېرته نه...
08.11.2012
- انعام الله ګوهر
غزل
جانانه راشه ستا راتګ ته په سلګو دی ارمان
زما په زړه کې زیاتې نور په ختمېدو دی ارمان
یو خو زما والله د ستا ښکلې مسکا خوښه ده...