خـــــــدايـــــــه لـــــه ډيــــرې بــيـــوســـــۍ نـــه زمـــا زړه خـــوګـيــږي
د خـــــپـــلــــــې ســخـــتـــــې زنــــدګــــۍ نــه زمــا زړه خـــوګــيـــــږي
طــبــيـــبـــــــه پــريـــــږده لاس مـــې مـــه نــيــســـه نــاروغ نــه يــمـــه
لــه جــــدايـــــۍ او تــنـــهـــــايــــــۍ نـــــه زمـــــا زړه خــــوګـــيـــــږي
جـــــانـــــانـــــه ســتـــــا د آداګـــانـــو طـــاقــــــت نــــــه لــــــرمــــــــــه
لــــــه ډيـــــرې ســخـــتـــــې کــمـــــزورۍ نـــه زمــا زړه خــوګـــيــږي
ســتــــا پـــــه نــاڅـــاپـــه بـــيــــلــــيــــدو مــــې دومــــره ډيــــــر وژړل
اوس د فــــــريــــاد او لـــــه ســلـــــګــــۍ نــــه زمــــا زړه خـــوګــيـږي
خــلــــک اکــثــــر د لــيـــــوانـــيـــانـــــــو ســـــــره لـــوبـــــې کـــــــوي
زمـــــونـــــــږ د کــلــــي لـــيـــــوانــــۍ نــــه زمـــا زړه خـــوګـــــيــږي
خــــوب رانــــــه ورک دى تـــرســــهــــاره پـــورې شــپـــه تـــيــــــروم
لـــه شــــوګـــيــــرو او بـــې خــوبـــــۍ نــــه زمــــا زړه خــوګــيــــــږي
زمــــــــا د ســـــر ويــنــــې تــــر خــپــــو پـــورې راورســــــــيــــــــدې
ګـــــوهـــــره بــــــس لــــــدې جــيـــنــــې نــــه زمـــا زړه خــوګــيـــږي
نورالدين ګوهر خوست
شعرونه