ولسمشره علومو اکاډمي وژغوره

قدرت الله کریمي ــ کابل
نړۍ کې اکاډمیک مرکزونه دسیاسي ، قومي ، ژبني او سمتي کشمکشونو پاک او مبرا وي ، کله چې هیواد کې ځانغواړي سیاسي او اجتماعي حرکتونه تاوجن کیږي اکاډمیک مرکزونه ورته له ملي اوعقلي زاویې ګوري او عادلانه قضاوت کوي ، ولس هم پرې باور کوي ، خو که دا علمي هسته ګمراه کیږي او یا په سیاسي ، قومي او ژبني امراضو اخته کیږي حتمي ده چې د هیواد ګټلی حیثیت بایلل کیږي چې بیاځلي اعاده يې ناشونې ده.په خواشینی چې دافغانستان علومو اکاډمي د سیاسي ، قومي او ژبني تعصبونو ښکار شوې ده ، خطرناکه يې لا دا چې یاد مرکز چې د هیواد کې د زړه حیثیت لري د پردیو هیوادنو د مضرانه څارنې او لاسوهنې لاندي دي ، ګاونډیو هیوادنو کې ایران چې تر بل هر هیواد په علمي برخو کې د لاسوهنې سراښ اهداف لري غواړي خپل شعوري منافع په اکاډمیکو مرکزونو کې پلې کړې ، له بل لورې افغانستان کې دځینو سیاسي ډلو د جابرانه لاسوهنې او خصوصي افرادو لخوا په علومو اکاډمۍ کې د پردیو د ګټو لپاره د مادیاتو په بدل کې زهرجنې لاسوهنې کیږي په دې توګه د افغانستان دعلومو اکاډمۍ پخوانی علمي ارزښت او درنښت نن تر سوال لاندې دی ، اکاډمۍ کې د علامه حبیبي ، استاد کهزاد ، پوهاند رښتین رښتینولي صداقت او ملي خواخوږۍ روحیه قتل شوې ده . تر دا مهاله په څرګند ډول د اکاډمۍ د پرمختګ او تکامل موخه د دریو کسانو رئیسه ، علمي منشي او ادارې معاون چې اکاډمۍ کې یې دتعصب کروندګرو القاب خپل کړي دي ، نیول شوې ده.
اکاډمې په دننه کې کشمکشونه داوج پړسېدلي حالت ته رسېدلي دي هرڅوک هڅه کوي چې د خپلو مفاداتو لپاره د خپل ګوند ، سمت ، ژبې او ټیم کسان اکاډمۍ ته دننه کړي ، دې کار اکاډمۍ ته دمستعدو ځوانانو د ننوتو مخه ډب کړې ده ، ښه مثال يې د روان ۱۳۹۵ لمریز کال د جدي پر اتمه او حوت پر یوو لسمه د علمي غړیتوب لپاره د مسلک او ژبې ازموینې دي چې د یوه پلان شوې دسیسې له مخي شپیتو تنو کاندیدانو کې چې اتلس تنه يې دپښتو ادبیاتو لپاره کاندید وه ټول اتلس کدري کسان په یو او بل چل ناکام کړل شوه ، چې اوس يې هم شخړه د معترضانو لخوا تر پارلمان او ارګ پورې تلونکې ده دې بې باورې ، نا انډولۍ ، بې عدالتۍ او توطئو افغانستان کې یو شمېر سیاسي ، قومي او مدني عکس العملونه راپارولي دي . ولسمشر محمد اشرف غني څخه موغوښتنه داده چې د افغانستان علومو اکاډمي چې د ټول ملت مشترک کور دی جدي پاملرنه وکړي او د متعصبو او زهرجنو کړیو لاسونه تر لنډ کړي.