زمامينه شهيده شوه ناول ديارلسمه برخه
ليکوال شکورالرحمن حميدي


وړانګه مې ډېره سترګو سترګو ته کيده موبايل مې راواخيست او د وړانګې نمبر مې په کې ډايل کړ د لږ انتظار څخه وروسته اواز راغى کومه شميره چې تاسو ډايله کړې داوس لپاره لاس رسی نه ورته کيږي او يا له ساحې څخه بهر ده زړه مې له دې خبرې سره نور هم بې صبره شو.
ماويل راځه لومړى به د وړانګې ديدن وکړم بيا به کورته لاړشم ما له فيصله نه وه کړې چې دموټر سايکل اواز مې تر غوږ شو چې مخ مې واړاوه په ورور مې سترګې ولږېدې د لرې نه يې راته خندل ورور مې موټر سايکل دسړک په پورې غاړه ودراوو ماته يې لاس وخوځاوه چې دسړک نه راپورې شه ماهم په سړک کې دواړو خواووته سترګې واړولى چې په سړک کې به موټر نه وي بيا په سړک پورې وتم ورور رانه کلکه غيږه تاوکړه له ستړي مشي او جوړتازه څخه وروسته دواړه دکور په لور روان شو .
په لاره کې ما او ورور مې ډېرې خبرې وکړې کله چې کورته ورسېدو انګړ په لويه دروازه کې چې مور کوچنى خور او د کور نور غړي ولاړ وو کله چې له موټر سايکل ښکته شوم دمور مې صبر ونه شو له دروازې نه د باندې راووته کلک يې په سينه پورې ونيوم په مخ او تندي يې ښکل کړم له دروازې دننه مې کوچنۍ خور ولاړه وه خور مې دخوشاله ورځې راباندې خواږه پلي او داسې نور څه وشيندل د خور په سترګو کې مې دخوشالې ورځې ډنډ اوښکې ولاړې وې ما چې کوچنۍ خور او د کور نورو غړو سره ستړي مشي وکړه زه دکور په کتلو بوخت وم مور مې راباندې غږ کړ حميده زويه راځه کور به بيا پسې ګورې ډوډۍ اوخوره وږی شوى به يې دادى ساعت1:30بجې ته نيږدې شوى ريښتيا چې زه سخت وږى شوى وم .
خو د خپل کور ورڼو خويندو او د مور په ليدو رانه تنده اولوږه هيره شوه ما ووي مورې دادى دراغلم خو مبارکي له همدې ځايه درکوم مور مې وويل زويه خوشاله شى خداى د عمر په كې اوږد کړه کله چې ډوډۍ تياره شوه کوچنۍ خور مې چې چاينک چلمچي او لاس پاک يې په مټ اچولي وو راغله لاسونو ته يې اوبه راواچولې ډوډۍ ته کښېناستو لومړۍ زه يواځې وم خو وروسته زما په ټينګار مور کوچنۍ خور او ورور هم راسره کښېناستل ټولو يو ځاى ډوډۍ وخوړه.
ماله ډېرې مودې وروسته په ارامه توګه په ارام زړه ډوډۍ وخوړه ما دخپل کور د ډوډۍ ډېر ارمان کړى وو زه په اتم ټولګي کې وم چې په پټه په ډک زړه اوخفه له کوره وتلى وم
ما نن ورځ خپل ټول وروڼه همداشان
د بآندې مې ميرانه وروڼه هم وليدل خو زما په خپلو وروڼو کې يو ورورکى وو هغه مې تر ماخوستنه پورې تر سترګو نه شو ما يې هم پوښتنه ونه کړه ما وويل يا بۀ دې ماماګانو کره تللى وي يا بۀ يې دکوم انډيوال کره شپه کړې وي.

يوولسم څپرکی
شپه تېره شوه سهار شو دسهار د چاى څښلو څخه وروسته مې له ځانه سره کلک هوډ وکړ چې نن بۀ خامخا وړانګه ګورم زړه مې صبر نه کاوه زړه مې ويل نن چې په هرڅومره قيمت کيږئ هم بايد وړانګې ديدن رابآندې وکړې دمور ورور او همداشان زما په زړه کې بلا خبرې وې چې په خپلو کې مو سره شريکې کړې وې په لومړى شپه خو راته ورور او مور ټولې خبرې ونه شوې کړاى ځکه چې زه ډېر ستړى وم ما چې د ماخوستن ډوډۍ وخوړه لمونځ مې وکړ او څملاستم ټوله شپه په ځان نه يم پوه شوى چې شپه څنګه تېره شوه سهار چې راباڅيدم د زړه زور راباندې بر وو ويل يې چې نن بايد خامخا د وړانګې ديدن وکړم .
سهار مو چاى وڅښه اته يا اته نيمې بجې به وې چې د بآندې راووتم د وړنګې نمبر مې اوکې کړ له دريم زنګ څخه وروسته مبايل پورته شو دمبايل دپورته کيدو سره مې زړه لړزونکى غږ راغى سلام عليکم ته څوک ما په بنده ژبه وويل و – آ – وعليکم السلام وړانګې ګرانې زه – زه يم حميد وړانګې وويل جانه نمبر خو دې داخل د افغانستان دى څنګه راغلى خو بۀ نه يې ما ورته وويل ولى نه وړانګې راغلى يم خو- خو غواړم چې نن ورځ له تاسره ووينم څنګه دخوښۀ ده وړانګې وويل جانه زه – زه دې په ددين پسې ړنديږم او ته وايې چې څنګه دخوښۀ ده.
ما بيا په بنده ژبه وويل زاهد او اغه- اغه بل ورور دې داسې ښه- ښه نوم يې دى رانه هير شو اغه – اغه مشر ورور په کور کې بۀ نه وي وړانګې د خپل مشر ورور نوم واخيست او ويې ويل چې فلانی يادوې ما وويل هو اغه شته که نشته وړانګې کټ ، کټ وخندل او ويې ويل جانه نه شته بېغمه راځه وړانګې نور څه هم ويل خو لکه چې مور يې پرې راغله په لنډو يې وويل جانه نورې خبرې به بيا وروسته کوو مور- مور مې راغله د خداى په امان کله يې چې اړيکه پرې کړه ما وويل که له اوږومې غر کوز کړې يوه شيبۀ له ځانه سره غلى کښېناستم ما ويل که مور يې لاړه شي ګوندې بيا تليفون راته وکړي .
څودقيقې وروسته ته مې مبايل ته بيا زنګ راغى چې ومې کتل د وړانګې نمبر وو زما اټکل سم وو د اوکې تڼۍ مې کيکاږله وړانګې دسلام نه وروسته په لنډو ، لنډو ټکو کې وويل جانه مور پسې ورور راغلى خپل کور ته يې بيائي دڅو شپو لپاره پلار مې دا څو ورځې کيږي چې کابل ته تللى په کورکې يواځې زاهد و مشر ورور مې پاتې دي هغوى هم چې سهار له کوره ووځي ماښام بيرته راځي زه به دې حجرې کوچنۍ دروازه درته خلاصه کړم حجرې ته راشه زه ستا انتظار کوم جانه زه مې اوس مورته جامې برابروم ستا دليدو په هيله د خداى په امان .
وړانګې چې اړيکه پرې کړه ماويل اوس چې مې وزرونه پيدا شوي وى په هوا مې هلته ځانه رسلوى واى په دې يواځې خداى او زه پوهيږم چې زما په زړه کې څه تيريږي يو ځلې مې فکر وکړ چې له ورور نه موټر سايکل واخله په موټر سايکل به لاړ شم که بيا مې وويل که په موټر سايکل لاړ شم کيداى شي هلته راته مزاحمت وکړي.
کيداى شي چې خپل موټرسايکل راته غمازګر شي دموټر سايکل نه په پښو روغ يم داړه کلي لاره مې ونيوه پوره يوساعت مزل بۀ مې کړى وي چې وړانګې کلي ته ورسېدم. ښائسته په زړه پورې هوا چلېده ټول وجود مې په ترنم کې وو بندونه مې سست سست کيدل او ځان مې دجنت په هوا کې ليده دحجرې دروازې ته چې نيږدې شوم دروازه مې غلى خلاصه کړه لکه غل په قراره مې سر حجرې ته دننه کړ لومړى مې ښي خوا ته نظر واچوه څوک نه تر سترګوکيدل، بيا مې کيڼې خواته سترګې واړولې، په وړانګه مې سترګې ولږيدې د ګلونو په منځ کې ولاړه وه ،کله يو ګل ته لاس ورتېر کړي غواړي چې له ډنډره يې راپرې کړي خو خوند ورنه کړي بيرته لاس راټول کړي د بل ګل په لور ورشي وړانګه د ګلونو يوه ګيډۍ جوړه کړي،
د حجرې په برنډې کيني او پښې لاندې وغزوي ما نور انتظار ونه شو کړاى، د پښو څخه مې چپل لرې کړل قرار ، قرار چې دپښو اواز مې نه اوريدل کيده خواته ورغلم د برنډې په ستنه مې ځان پناه کړ وړانګه راپاڅيده د دروازې په لورې لاړه سر يې له دروازې څخه بهر کړ ايخوا ديخوا يې سترګې واړولې څوک يې ترسترګو نه شول بيرته را راوانه شوه پۀ بيرته راتلو کې يې دا لنډۍ له ځانه سره ويلې
.
جانه د ستاخاطر لپاره
تلي مې سوزي په غرمو ولاړه يـــــــــــــــــــــــــــــمه

خداى دزما په شان مين کړه
چې ناسته پاسته دې له غمه سره وينه

مبارکي راکړۍ علمه
چې پرې مينه يم هغه کلي ته راځــــــينه
. وړانګه بيرته خپل ځاى ته راغله کښېناسته له ځان سره يې څه ويل خوزه نه پرې پوهيدم نوره مې د صبر کاسه ډکه شوه د برانډې ستنې نه غلى رادېخوا شوم اوس زه د وړانګې شاته ولاړ وم وړانګې دڅنګ جيب ته لاس کړ مبايل يې راواخيست زما نمبر يې په کې ډايل کړ وړانګې چې مبايل غوږ ته ونيوه زما هم نور وار خطا شو ما ويل اوس خپل موبايل حال درپسې وايي ماهم زړه د زمري کړ په وړانګه مې سترګې پټې کړې دهغې لاس نه مبايل لاندې ځمكې ته ګوزار شو د مبايل تخته په يوې لاړه او بيټري يې په بله وړانګه تر ډېره غلې وه زما نوم خويې نه شو اخيستى ځکه ويرېده د خپلې خور سيمه نوم يې واخيست داسې نور څو نومونه يې واخيستل خو زه همغسې غلى وم کله مې چې سترګې ورخلاصې کړې زه يې وليدم بې اختياره يې له خولې ووتل لکه خوله چې دوړانګې په واک کې نه وي.
آه – جانه ته! له همدې ويلو سره يې ځان زما غيږې ته تسليم کړ تر ډيره يې سر زما په مټ رايښى وو له ستړي مشي او پوښتنې څخه وروسته يې وويل چې زه خودې دومره وويرولم چې د سر وينې مې پښو ته او د پښو وينې مې سر ته لاړې،. وړانګې وويل جانه ښه شوه چې راغلې زه ويردم ما ويل هسې نه چې رانشي ما وويل ګرانې څنګه چې ستا په زړه کې يم همداشان زما په زړه کې هم يې نو په همدې اساس يوه دقيقه هم له ماڅخه نه يې لرې شوې که څه هم په زړګي کې د بيلتون چنجي چيچلم بيا هم له خدايه راضي يم چې دا دى بيا يې هم تاته راورسولم او ته مې مخ ته ولاړه يې وړانګې وويل جانه زړه مې ډير خفه وو ښۀ شوه چې راغلى جانه ستا زړه خفه کوى هم نه شم خو بيا هم که پټه يې وساتم کيداى شي چې زما او ستا لپاره تاوان ولري .
ما وويل ولې ګرانې زما او ستا په مينځ کې خو يوه خبره هم پټه نه ده وړانګې ګرانې ته بايد يوه خبره هم له ما نه پټه نه کړې خبره څه ده وړانګې وويل جانه ته چې په پيښاور کې وې تليفون مې درته وکړ هلته مې نه شول درته ويلى چې پلار مې په بن ورکوي ما ويل هسې نه په تاڅه ونه شي پلار مې نيت کړى چې ما د رحيم ګل اکا ته ورکړي د رحيم ګل د نوم په اوريدو مې زړه پښو ته وښوئيده په بنده ، بنده ژبۀ مې وويل وړانګې ګرانې اغه - اغه دوه ودونه يې چې دي اغه رحيم ګل اکا يادوې وړانګې په سترګو کې اوښکې راغلى جانه همغه بدبخته يادوم دوه ودونه يې کړي خو ، خو خداى پرې يو لور او ځوى هم نه دى لورولى .
دا څو اونۍ کيږي چې له پلار سره مې حجرې ته راځي خداى خبر چې پلار ته به يې د څومره پيسو د ورکړې ويلي وي پلار مې د پيسو ډېر شوقي دى هغه ته پيسې ډېرې خوند ورکوي جانه ته مې ځکه مخکې خبر کړې چې يو ځل اوبه له ورخه تېرې شي بيا بيرته نه راګرځي، جانه بيا بۀ ته راته وايې چې زه به دې مخکې خبر کړى واى،
ما وويل وړانګې د پلار سره د مور اووروڼه هم مني، وړانګې وويل جانه هغوى خو تراوسه نه ده منلې خو پلار مې چې يو ځلې کومه خبره وکړي په هغې ډېر ټينګ ولاړ وي بيا يې نه بدلوي، جانه يو ځل بيا وايم چې د دنيا په مخ ټول انسانان زما وروڼه دي يو به هم زما د خاوند په نوم ياد نشي بغير له تانه ،کله چې وړانګې خبرې پاى ته ورسولې زه په خيالونو او فکرونو ډېر ژور تللى وم په هيڅ نه پوهيدم د وړانګې خبرو ډېر سربدله کړى وم د وړانګې هرې خبرې په زړه بيل بيل تاثير کاوه،
له سترګو مې مړې اوښکې راتوى شوې وړانګې ته مې وويل چې وړانګې ګرانې ته فکر مه کوه تر هغو چې ستا پلار بيرته له کابله راځي زه به يوڅه وکړم وړانګې هم زما خبره وکړه جانه تر هغې چې مې پلار له کابله راځي ته بايد ډېر څه وکړې ما او وړانګې په خپلو کې ډېرې خبرې وکړې ما د راتلونکي خبرې لپاره لاړې تيرې کړې خو له مانه وړانګه مخکې شوه ويې ويل جانه !
زه به نوره لاړه شم کورته هسې نه چې سيما يا کوم بل څوک راباندې راشي ماوويل سمه ده وړانګې ته مې رخصت ورکړ زه په ناهيلي قدمونو له حجرې راووتم دوړانګې د پلار خبرو چې وړانګې ماته وکړې بيخي سربدله کړى وم د زاړه کلي نه تر نوي کلي پورې هيڅ په لاره نه يم پوه شوى چې ما څومره مزل وکړ.
کور ته چې ورسېدم مور مې راته وويل زويه رنګ دولې داسې زيړ اوښتی او دا دومره ورځ چيرته وې دا دومره ورځ دې چيرته تېره کړه؟ ما وويل مورې رنګ به مې هيسې زيړ وي ډېر وخت کيږئ چې په پښو مزل مې نه دى کړى ما دمور ديوې پوښنې ځواب پريښود ورته مې ونه ويل چې مې ورځ چيرته تېره کړه مور مې بيا وويل زويه راته ودې نه ويې چې ورځ د چيرته تېره کړه چيرې تللى وې؟ ورته مې وويل مورې دزاهد دوى کره تللى وم او ټوله ورځ مې هم هلته تېره کړه .
مور مې راته وويل څنګه زاهدد وليده کنه څنګه وو ،ماورته وويل نه مورې زاهد خو مې وه نه ليده خو..... مور مې وويل خو څه، ما ددې لپاره چې مور مې راباندې پوه نه شي په بنده بنده ژبۀ مې وويل مورې زاهد چيرې تللې وه خواغه ، اغه دزاهددخور څه نوم دى ،خدايه رانه هير شو داسې ښۀ نوم يې دى ودريږه .مور مې خبره راپرې کړه راته يې وويل حميده زويه له تانه د زاهد دخور نوم هم هير شوى دى دزاهد خور وړانګه نوميږي ماوويل او همدغه يادوم وړانګه له وړانګې سره مې وليدل،
مور مې راته وويل ښۀ نو څه يې ويل زه دمور دې پوښتنې لږ ورخطا کړم ما ويل اوس څنګه ځواب ورکړم چې وړانګې څه ويل . ما وويل هيڅ نه د خپلې ناروغۍ نه يې سر شکوو چې ډېره سخته ناروغي راباندې تېره شوه چې دلته مې چا علاج نه شو کوى بالاخره مجبور شول چې پيښور ته مې يوسي ما له مور نه خبره بدله کړه په دروغو مې ورته وويل چې وړانګې ماته دخپلې ناروغۍ په اړه وويل مور مې هم خبره تائيد کړه راته يې وويل زويه ريښتيا ده وړانګه ډېره سخته ناروغه وه د ټول کور يې ورته زړه خفه وو هسې نه چې ځوانه وړانګه رانه مرګى واخلي خو اوس د پخوا په پرتله ډېره ښۀ شوې ده ما او مور مې خبرې کولى چې دماښام اذان وشو ما مې مورته وويل مورې زه به لمانځه لپاره لاړشم جوماته مور مې هم وويل سمه ده زويه لاړه شه خو چې څنګه لمونځ وکړې ژر بيرته راځه وخت ډېر خراب دى .