افغان ادبي بهیر که څپاند ادبي بهیر ؟ انعام الله ګوهر

 

شیخ سعدي رحمه الله علیه وایي،د طالبۍ په دوره کي مي د قوالو او سماع د بانډارانو سره ډیر شوق وه،محترم استاد قیم ابن جوزي به هر وخت منع کولم خو زه به بیا هم د هري جمعي په شپه دې بانډار ته تلم.یوه شپه یو بد اواز قوال ستیج ته وخوت او تر سهاره یې په خپل بدرنګ اواز زما مازغه راخراب کړل، د دې قوال د بد اواز له برکته مي د ټول عمر لپاره د سماع او قوالو له بانډارانو نه توبه وکړه.

د لیکني په اخر کي به لوستونکي پوی شي چي دا خبر مي تر څه پوري وکړه.راځم د افغان ادبي بهیر غونډو ته.زه چي هر وخت کابل ته لاړ شم د جمعي په ورځ ځان خامخا د بهیر غونډي ته ور رسوم.دا هغه غونډي دي چي د شعر مینه وال او د ادب شاګردان په کي خپله ادبي تنده ماتوي.په دې کي شک نشته چي دا ادبي بهیرونه د یوه پوهنتون ځای لري او د دې ادبي بانډارونو په برکت پټ استعدادونه رابرسیره کیږي.همدا ادبي غونډي وې چي مونږ ته یې د څه لیکلو توان راوبخښه او نن د یو څو کسانو تر مخ پرته له کوم فیشاره خبري کولی شو.بیا د کابل افغان ادبي بهیر چي هلته استاداسدالله غضنفر،نثار صیب،کاروان صیب ،تحریک صیب او داسي نور ګران استاذان ناست وي چي له هغوۍ سره یوه ناسته د څو ورځو ژوري مطالعې ځای نیسي.الله دي دوۍ ته له برکته ډک اوږد ژوند ورکړي.

له بده مرغه یو شی چي ما په دا څو غونډو کي نوټ کړی دا دی چي څو کسان چي ځان د بهیر مشران بولي او ځان د بهیر چلوونکي بولي مګر د بهیر د غونډي ټول نظم او فضا دې دریو،څلورو کسانو خرابه کړې او پرته له کوم نوبته او اجازې اوږدې او بې مانا خبري کوي.دا کسان ما تر ننه نه دي لیدلي چي دوۍ دي کوم شعر ویلی وي مګر په خپلو هجوه خبرو نور کسان هم شعر ویلو او ښه نظر ورکولو ته نه پریږدي.دا په شمار دوه ،درې کسان په ډیره سپین سترګۍ د ګرانو استاذانو تر مخ ډیره په زوره خبري کوي او په ډیر جرات د دوۍ خبري ورپرې کوي.

تیره غونډه ګران ډاکټر زاخیلوال صیب د ماشومانو په روان شناسي ګټور بحث وکړو.ورپسې د تیري غونډي راپور هم خدای شته ډير په زړه پوری وه خو د راپور په یوه وړه تیروتنه رودوال صیب تقریبا نیم ساعت خبري وکړې.ورپسې د مشاعري نوبت راغی او د تل په څير دې څو کسانو په غیر ارادي اوشعوري توګه د مشاعري فضا خرابوله او هر ملګری چي به د ستیج مخي ته راغی دوۍ به په اول او اخر کي یوه خندونکي خبر ورته کوله،له دې سره به دلوستونکي شعر د بهیروالو په خوږه خندا کي ورک شو.خبري رانه اوږدیږي یوازي دا ویل غواړم چي بهیر یوه ازاده غونډه ده او د ادب غونډه ده باید هیڅوک په کي ځان مشر مشر ونه بولي او د استاذانو تر مخ نیغ نیغ نه شي هسي نه چي د دوۍ د بې مانا خبرو له وجي ملګري د شیخ سعدي غوندي له دې بانډارونو نه توبه وکړي.