په زړګي غمونه نه وای او جانان وای
چې د ژمي اوږده شپه وای او جانان وای
د کوم لوی سیند کناره وای او جانان وای
په اسمان شنه زرغونه وای او جانان وای
چې تر مرګه پوري مست وای او نشه وای
دا دنیا یوه میکده وای او جانان وای
د ځواني رباب مو غیږ کې وای نیولی
د ژوندون خوږه نغمه وای او جانان وای
کاشکي یو ځل داسي شوي وای ګوهره
د ژوندون شیبه شیبه وای او جانان وای
08.10.2011
- انعام الله ګوهر
غزل
مـــــــا ویل بیا به مینه نه کوم خو بیـــــــــــــــــــا مې وکړهبس دومره پوه شومه جـــــــــــــانانه چې خــطا مې وکړه
خدایه هغه کس رانصیب کړې چې په زړه...
15.10.2011
- انعام الله ګوهر
غزل
لـــــــــــــــــکه غزل لـــــــــــــکه نغمې خوږې خوږې خــــــبريپه زړه مې اوري یــــــــــــــاره ستــــــــا پستې پستې خبري...