غفلت په خوب ویده دې لکه مړي
ځیني ځیني پښتانه دي لکه مړي
دا زمونږ د پاک وطن پاک شهیدان ټول
دا ژوندي دي، داسي نه دي لکه مړي
ځیني خلک په عزت کې څومره سپک دي
بس په وزن کې درانه دي لکه مړي
لږ د خپلو عاشقانو احوال واخله
په کوڅه کې دې پراته دي لکه مړي
له ګوهره چې ته لاړې نازولې
ارمانونه یې اوس مړه دي لکه مړي
13.09.2011
- انعام الله ګوهر
شمارلي یې په تا د اسمان ستوري او که نه !
زړه ووایه چې ښکلي دي سر زوري او که نه !
په ما خو ساډوبي راځي چې یار ته مخامخ شم
ستا څه حال وي ملګریه زړه دي شوري او که نه ؟
بیا به د خاطر غوندې جانان په لاس کې راشي
ته صبر چې په شا باندې راګوري او که نه
که دلته حالات داسي وه یوه ورځ به ته ګورې
چې کاڼي په وطن باندې را اوري او که نه
زه چې له کلونو کوم سړي ته غزل لیکم
ګوهره خدای خبر هغه یې ګوري او که نه !؟...
04.10.2011
- انعام الله ګوهر
په دار ځړیږي هره ورځ یو سر په ښاریه کې
غوغا وي هرې خوا ته جوړ و ي شر په ښاریه کې
کمزوري په کې نه اوسي ،کمزوري ترې نه تښتي
اوسیږي اوس یوازي زورور په ښاریه کې
خدای خبر د کوم غم دروند څادر یې در اغوستی...