لیکوال: عبدالکریم رحیم
نن سبا د امریکاییانو او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو انګازی هره خوا اوریدل کیږی. خو دلته د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر میاشتې ته ګرځیدل په کار دی . په دی میاشت کې چی پر افغانستان د امریکا د یرغل نه دری میاشتی تیرې شوې وې طالبانو اعلان وکړ چی د دوی خبره نوره ختمه ده او غواړی چې بیرته خپلو کلیو او جوماتونو ته لاړ شي. خو د دوی د سولی پیشنهاد و نه منل شو او د امریکا د هغه وخت د دفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ وویل چی جګړی ته دوام ورکوی. ده همدا راز وویل: «دا مسأله د مذاکراتو د لاری نه شي حل کیدلی، دا کار [مذاکرات] د امریکا د پاره د منلو نه دی».
دلته ددی موضوع د روښانولو په مطلب د امریکا او بریتانیا د چاپی او سمعی او بصری رسنیو ځینی راپورونه چې د طالبانو د تسلیمدو په هکله یی هغه وخت خپاره کړي وو را اخلم .
سی ان ان د ۲۰۰۱ کال د ډسامبر د میاشتې په شپږمه نیټه داسې ولیکل:
«د طالبانو مشر ملا محمد عمر تیار دی چې د طالبانو د ځواک مرکز کندهار د پنجشنبی په ورځ تسلیم کړی ....
«د تسلیمی موافقه د طالبانو د چارواکو او د موقتي حکومت د مشر حامد کرزی ترمنځ د خبرو وروسته وشوه .
«په پاکستان کی د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وویل چی ملا عمر به د جمعی په ورځ دا ښار خپلو قوماندانانو ته وسپاری او هغوی به بیا وسلی او مهمات قومی مشرانو ته تسلیم کړی.
«ضعیف سی ان ان ته وویل : د ملا عمر په ګډون د طالبانو د مشرانو د امنیت ژمنه شوی او دوی به بیا ددی موافقی په اساس خپلو کورونو ته لاړ شي. د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې ډونالډ رمزفیلډ د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزیر دا خبره تکرار کړه چی دی به د هر هغه موافقت لیک سره مخالفت وکړی په کوم کې به چې د ملا عمر بخښنه شامله وي.»
په همدی نیټه د برتانیی مشهورې ورځپاڼی دی ګارډین کې مشابه خبر په دی الفاظو کې راغی:
«نن ماسپښین موده په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیرملا عبدالسلام ضعیف وویل چې د دې تحریک سترمشر ملا محمد عمر موافقه کړې چې کندهار او د طالبانو وسلی سباته قومی مشرانو ته وسپارې. دا خبره څرګنده نه ده چې په ملا محمد عمر به څه کیږی. ملا ضعیف وویل چې هغه ته به اجازه ورکړل شي چې د قومی مشرانو تر نظارت لاندې په دې ښار کې پاتې شي. پنټاګون [د امریکا ددفاع وزارت مقر] دا خبره تائید کړې چې د کندهار د تسلیمیدو په باره کې مذاکرات روان دي.
«ملا ضعیف وویل: ما سره د تضمینونو په باره کې معلومات نه شته، خو حامد کرزي او قومی مشرانو هغه [ملا عمر] ته د مصئونیت وعده ورکړې ده.
«ده [ضعیف] وویل چې په کندهار کې طالبان به ملا نقیب الله ته تسلیم شي....
«ده ادعا وکړه چې ښاغلي کرزی دا منلې چې ملا نقیب الله به د کندهار نوی والي وټاکل شي.»
په داسې حال کی چې د کرزی او طالبانو تر منځ خبرې روانې وې او طالبانو ځانونه تسلیمیدلو ته تیارول د امریکا د سپینې ماڼۍ او د د فاع د وزارت نه د طالبانو پر ضد د جګړې د دوام خبرې کیدلې. د ۲۰۰۱ کال د ډسامبر په ۷ نیټه نیویارک ټایمز د سپینې ماڼۍ د نطاق اری فیشر د خولی ولیکل چې واشنګټن په دې عقیده دی چې ملا عمر اوس هم د امریکا د متحده ایالتونو او نورو ملتونو خلاف «جګړه مار» دی.
دی ورځپاڼی همدا راز ولیکل:
«خو د دفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ فورا [د حامد کرزی او ملا محمد عمر تر منځ] د روغی جوړی په هغه برخه اعتراض وکړ چی د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته به اجازه ورکول شی چې په کندهار کې د خپلو مخالفینو تر نظارت لاندی "ابرومند ژوند" وکړی. خو په دی شرط چې د جګړی نه لاس واخلی». ورځپاڼی ولیکل چې رمزفیلډ د دی پیشنهاد په مقابل کې وویل: «[د دی خبری] ځواب منفي دی. دا به د هغه څه خلاف وی کوم چې ما پخوا ویلی».
بی بی سی هم په همدې نیټه دا خبره په صفا ټکو کې داسې وکړه چی د امریکا د دفاع وزیر وایی داسې روغه جوړه مونږ ته د منلو نه ده.
ددې راپورونو څخه خو دا بیخپوره څرګنده ده چې طالبان او تحریک یی ختم و او دوی بی له کوم شکه خپلو کورونو ته تلل. نو بیا ولی ددوی تسلیمیدل و نه منل شو. یوه بله پوښتنه داده چې ایا دداسې ځواک په مقابل کې چې هغه غواړي چې تسلیم شي جګړی ته دوام ورکول په بین الدول حقوقو جواز لري؟
د هغی نیټی نه را په دیخوا ۲۵۰۰ امریکایی، ۴۵۰ بریتانوی او ۲۰۰۰ تنه د ناټو د نورو غړو هیوادونو عسکر وژل شوی. تقریبا د دې ټولو عسکرو سن د ۱۸ او ۲۲ کلنو تر منځ و. دوی د چا زامن او ورونه او یا مړونه او پلرونه وو. ددی ترڅنګ ۱۱۱۰۰۰ افغان ملکي خلکو او نظامیانو او همدا راز طالبانو په دې جګړه کې ژوند د لاسه ورکړی. د کاسټ اف وار پراجیکټ (The Cost of War Project) په تخمین د جګړی د غیر مستقیمو عواملو په نتیجه کې ۳۶۰۰۰۰ تنه افغانان مړه شوي دي.
اوس افغانانو ته ددې خبری معلومول په کار دي چې ولی جکړی ته دوام ورکول شو. د چا په مرسته طالبان په ۲۰۰۳ کال کې بیرته را ژوندی شو او جګړه بیا پیل شوه. جګړه خو په وسلو او پیسو کیږی نو دی بیا را ژوندی شوی تحریک ته دا امکانات چا ورکول. د ټروریزم سره د مقابلی د پاره امریکا پاکستان ته په ۵۰۰ ملیون ډالره مرسته ورکوله. ممکن په همدی پیسو پاکستان طالبان تمویل او تسلیح کول او امریکا ددې مخه نه نیوله.
برسیره پر دی د ۲۰۰۷ کال نه تر اوسه پورې چې ۲۰۱۸ کال دی ایساف او اوسنی مصمم ملاتړ همدا خبره کوی چی دا کال به جګړه زیاتیږی. په دی موده کې ۱۶۰۰۰۰ بین المللي ځواکونه افغانستان کې پراته وو. دوی د څه پاره افغانستان ته راغلي وو چې ددوی په شتون کې جګړه هر کال زیاتیدله.
لکه څرنګه چې پورته وویل شو په دی جګړه کې خو یوازی افغان نه مړ کیده، امریکايیان او متحدین یی هم له منځه تلل. د هالند د دفاع د وزیر زوی هم په اوروزګان کی د طالبانو سره په جکړه کې ووژل شو.
که په ۲۰۰۱ کې د ملا محمد عمر پیشنهاد منل شوی وی نو نه به دومره اوږده موده جنګ روان و او نه به دومره خلک وژل کیدل او زخمیانیدل. ددې ټول غیر لازم وراني او قتل او قتال مسئولیت د امریکا د هغه وخت ددفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ او د جمهور رئیس جورج بوش په غاړه دی او ددی خلکو نه هم افغانان او هم د ناټو د غړو هیوادونو خلک د چا زامن چې په دی بیهوده جګړه کې وژل شوی د پوښتنی کولو حق لری. پای