ســـتاصداسرورلري بــــاوردي شــــي ؟
کــــله چي ندادي ځماپه لـــوري شــــي

ښکـــــلې ! تقدس دي په لـــېمو کي دی
مه کوه کــــاته کيسې به نــوري شــــي

ســــتادښکلي مخ کــــــــتاب چي ولولم
ټولي خاطرې راته انځــــوري شــــي

زه چــــي مي دزړه درد درته وايـــمه
هــاغه وخت قاصردژبي توري شــــي

پـــــــام کوه ساقي اخله په وروقـــــدم
هسي نه پيالې دعـشق نسکوري شــــي

بری خروټی_زابل١٣٨٨/٨/٧