غزل

 

څوک به کړي دعشق کیسه زه بـه در یاد شم
لاس به ږدې ورته په خوله زه بـه در یـاد شم

 په تصویرمې که دوخت دوړې خورې شوې
مخ ته ونیسه ائینه زه به در یـــــــــــــــــــاد شم

 په غمونو به دورځې ځـــــــــــــــــان غلط کړې
خو تیاره چې شي خوره زه بـــــــــه در یاد شم

مورکۍ به دې علت داوښــــــــــــکو پوښتي
ورته پیاز به کړې پلمه زه به در یــــــــاد شم

 نـــــــــــــــــا څاپي به له همځولو شې اوچته
لاس بــــــه ونیسې په زړه زه به در یاد شم

٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪٪ 

ډاکتر حسن-لندن