د یو چــــــــــــــــــــا په انتظار ،تر ډېره وخته
یم تر اوسه نــــــــــــــــــــــاقرار،تر ډېره وخته
په اوږدو او پــــــــه ترخو شپو دهجران کي
پــــــــــــــــــــاتي شوی یم بیدار تر ډېره وخته
هسي یو ځل تـــــــــــــــــــــا په شا وه،راکتلي
مــــــــــــــــــــــــا دي وڅارله لار،تر ډېره وخته
اې واعظه لږ ددې وضـــــــــــــــــــاحت اوکړه
ښکلي نـــــــــــــــــــه کوي اقرار تر ډېره وخته
ګرانې ستــــــــــــــــــاهغه ترخې ترخې خبري
دا به ساتمه یــــــــــــــــــادګار تر ،ډېره وخته
ډېر پخوا مي وه د توري خــــــــــرپ ورکړی
بیــــــــــــــا مي ونه لید اغیار،تر ډېره وخته
چي مي یو ځل ستـا دميني شراب اوڅکل
زه ګوهر ومه خمــــــــــــــــــــــار،تر ډېره وخته