خوب ،ارام،سکون دي نه وای،خو چي تــــــــــــــــــــــه وای
لوږه،تنده بس چي څه وای،خو چي تـــــــــــــــــــــــــــــــه وای

چي ته غوږ وای ،ماپه مینه درتــــــــــــــــــــــــــــــــــه کړالی
څه قیصې چي مې پــــــــــــــــــــه زړه وای،خوچي ته وای

روڼه شپه وای،زما لاس وای ستـــــــــــــــــا په لاس کي
او یو بل ته په کاته وای،خو چي تـــــــــــــــــــــــــــــــــــه وای

دا د شپــو ورځو له قیــــــــــــــــــــــــــــــــــده وای وتــــــــــلي
بس ټول عمر په مزلـــــــــــــــــــــــــــــه وای،خو چي ته وای

هـــــــــــــــــــــــا ګـــــــــــــــــوهر هــــــــم اخر لاړو چي ویل یې
څه به ښــــــــــــــــــــه وای،څه به ښـه وای ،خو چي ته وای