خپلې پښتونــــــــــــــه يم مجبوره درمعلومه به شم
پام کوه پــــــــــــام چيرې غلط نظر په ماونه کړې
په پښتانه نظر راګوره درمعلومه بـــــــــــــــه شم
دماشومتوب ځينې خبرې بــــــــه مې هيري نشي
چې به دي وويل بي وروره درمعلومه بـــــه شم
کـــــــه لټوې مې بل وطن کې نولباس مې ګوره
زمارواج زمـــــــــــــــاکلتوره درمعلومه به شم
ډيموکراسي که راغله خيرده زه دغره جينۍ وم
چېرې به نــــــه شمه سرتوره درمعلومه به شم
زړې خبرې درنــه هېرې شوې هيرجن يم وايې
که در په ياد يې کړم په زوره درمعلومه به شم
پلارجانه لوردي يم،په هريوه جنجــال پوهيږم
عزت دي ساتم ترتربوره درمعلومه بــــــه شم
خير داکه نه ومه ملاله،شم ګلالۍ بــــــــــه پاتې
که يو ځل واخلم لاس کې توره درمعلومه به شم