زه چې وخنــدمـــــــــــــــه ویر راپسې راشي
بوږنیدلي خـــــــــــوب تعبیرراپسې راشي

پـــــه رښتیاچې دې یادونـــــــــه زورور دي
خامـوشۍ کې دې تصـــویرراپسې راشي

چې لـــه چاسره مې رخـــــــــــه په څـه راشي
شخصیتـــــــــــه ستــاتعمیرراپسې راشي

شم ناهیلی دخپــل سرخیرمې غــــــــــواړم
خـــــودغرضي چې د ضمیرراپسې راشي

له زړګي چې وسواسې دبختیــــارتاؤشي
شـــــــکرغږدخـــــــوږتکبیر راپسې راشي