ولسمشره تا ته وايم


دا ماشوم چې تا په غېږه کې اخيستی
دا ماشوم چې نه در ګوري نه موسکی دی
په غوټۍ زړه کې يې ښخ د جنګ اغزی دی
دا ماشوم چې د باروتو په سېلۍ يې
ښايستوکي ګلابي غومبوري وچ دي
...دا ماشوم چې د جګړې تر خو لاسو يې
پر تندي شيندلي مرچ دي
دا ماشوم چې يوه پښه يې
امريکې په غاښورې ارې غوڅه
جنګ ځپلی دی د امن په ارمان دی
دا ماشوم تصوير د درست افغانستان دی


كاروان