د شهید احمد یاسین په یاد کې
لیکوال: زاهد جلالي
شیخ احمد یاسین شهید د فلسطین د اسلامي، جهادي، اخواني حرکت (حماس) موسس او روحي مشر او د فلسطین د آزادولو د ریښتیني مقاومت پیلوونکې و، چې تر ننه او د فلسطین د آزادولو تر ورځې به فلسطینیان او ټوله اسلامي نړۍ د ده، د دې لویې پېرزوېنې پور وړي وي، هغه په داسې حال کې چې په پښو او لاسونو شل و، خو ایماني قوت یې له ډېرو ځلمیانو هم پیاوړی و. شل احمد یاسین په داسې حال
کې چې د شپې تلاوت یې وکړ، خپلو شاګردانو ته یې درس ورکړ او د ځوانانو پوښتنې یې ځواب کړې، هغه د دوشنبې او پنجشنبې په روزه نیولو عادت و، داځل یې هم د روژې نیولو لپاره څخه وخوړل ، سهار لمونځ یې د مجمع الاسلامي په جومات کې چې د اسلام د خپرولو لپاره یې تاسیس کړی و، ادا کړ، کله چې له جومات څخه له خپلو شاګردانو سره یوځای راووت، د قاتل شارون د الوتکو له خوا په شهادت ورسول شو او د ده ورستۍ هیله ترلاسه شوه.
اوس نو د شهید احمد یاسین شهید د شهادت شپږم کال پوره شو، ځکه مې وغوښتل د داسې یو انسان په اړه چې حتی خپله یې په خپل لاس یې څه خوړی هم نه شو، یو څه ولیکم، انسانان ډېر مړه کیږي، خو ځنې انسانان داسې وي چې د هغوی په مړینه یوه ټولنه مړه کیږي او ډېرې هیلې یې ورسره خاورې کیږي، دا چې د یو شل انسان د وژلو لپاره څو څو وارې هڅې شوې وې او دا ځل دا شومه هڅه کامیابه شوه، حتما په دې شل انسان کې داسې څه شته، چې ځوانان بیا په ځانګړې ډول زموږ د ټولنې ځوانان د داسې یو شخصیت په ژوند باندې پوهې ته کلکه اړتیا لري او ډېره ګټه ترېنه پورته کولی شي.
ابتدایي ژوند:
شیخ احمد اسماعیل یاسین د ۱۹۳۶ز د جون په میاشت کې د جوره عسقلان په کلي کې زېږېدلی، د ۱۹۴۸ز کال له خیانت څخه وروسته په دولس کلنۍ کې یې کورنۍ د اشغالګرو صهیونستانو له لورې غزې ته د زرګونو فلسطینیانو په څېر وشړل شوه. دغې لویې ماتې د شهید احمد یاسین په فکري اړخ باندې کلکه اغېزه وکړه او په دې مطمين شوی و چې د فلسطین د آزادولو بیرق باید له فلسطین څخه پورته شي، داسې نه چې د خپلې خاورې د آزادولو لپاره د نورو لپاره انتظار وکړو او یا دا له نړیوالې ټولنې څخه وغواړو. لا پینځه کلن شوی نه و چې د پلار له سیوري نه محروم شو.
مخکې تردې چې یې کورنۍ له خپل کور او کلي څخه ووېستل شي، د جوره په کلي کې یې ابتدايی زده کړې وکړې، کله چې غزې ته مهاجر شول، د لوږې سختې شپې او ورځې یې تېرې کړې، شهید احمد یاسین به له خپلو نورو خپلوانو سره مصري پوځ ته ورته ترڅو له هغوی څخه د هغوی له خوراک څخه پاتې خوراکي توکي را واخلي او خپل کورته یې د خوړو لپاره راوړي. شیخ احمد یاسین د ۱۹۴۹ز او ۱۹۵۰ز کلونو کې د مکتب زده کړې هم د کورنیو اقتصادي مشکلاتو له امله وځنډولې، ده په دغه وخت کې په غزه کې یوه هوټل کې کار کاوه او د دې په بدل کې یې خپلې کورنۍ ته د خوړو لپاره یو څه ترلاسه کول.
شیخ احمد یاسین په کال ۱۹۵۲ز کې په دا
سې حال کې چې شپاړس کلن و د سپورت په وخت کې له داسې یوه مشکل سره مخ شو چې دی یې په ټول له ګرځېدو منع کړ. د احمد یاسین شهید د غاړې موړې له عبدالله الخطیب سره د لوبو په حال کې ماتې شوې، هغه د دې لپاره چې د ده او د خطیب د کورنیو ترمنځ څه مشکل رامنځ ته نه شي، چاته هم نه و ویلي چې غاړې یې له عبدالله خطیب سره د لوبو په حال کې ماته شوې. همدا وه چې د شهید احمد یاسین لاسونه او پښې هم ورسره شلې شوې او د عمر ترپایه له ګرځېدو څخه پاتې شو.
شهید احمد یاسین شل شو، خو د ده شلتوب د ده په عزم کومه اغېزه ونه کړه او د مشکلاتو له تحمل کولو سره یې په کال ۱۹۵۸ز کې لېسه پای ته ورسوله، څرنګه چې شهید احمد یاسین شل و، چا ورته وظیفه نه ورکوله خو بیا هم ده، په غزه کې د الکرمل په مکتب کې استاذي شروع کړه او خلکو ته یې دا وښودله چې له مرض سره کار هم کولی شي. احمد یاسین به په مکتب کې د عربي ژبې او اسلامي روزنې استاذي کوله هغه به په استاذۍ باندې د خپل کور اقتصادي مشکلات حلول او د نورو فعالیتونو لپاره یې هم وخت مونده.
شهید احمد یاسین له شلېدو سره ځنې نورې ناروغۍ هم لرلې، مثلا د هغه یوه سترګه د صهیونستي ځواکونو د تحقیق پرمهال د وهلو په اثر کې کار پرې ایښې و، معده یې هم جوړه نه او ځنې نورې ناروغۍ یې هم لرلې خو شیخ احمد یاسین په دې ټولو ناروغیو صبر کاوه او دا هرڅه یې د الله د رضا لپاره پرځان تحمل کول.
شهید احمد یاسین د استاذۍ ترڅنګ په جوماتونو کې خطبې هم ورکولې، دی د حق په ښکاره کولو باندې پېژندل شوی و.
د سیاسي فعالیتونو شروع کول:
شیخ احمد یاسین شهید د خپلو خلکو او مسلمانانو په وړاندې د یو لوی خیانت او ظلم شاهد و، هغه کله هم نه شو کولی چې د داسې ظلمونو او خیانتونو په مقابل کې غلی کیني او خپل وطنه او مسلمانه خاوره د ناپاکو یهودانو لاسونو کې اسیره پرېږدي، په داسې حال کې چې په هغه وخت کې د اسراﺉیلو په مقابل کې ولاړېدل او مقاومت یو خوب و، داسې خوب چې د حقیقت په جامه کې یې لیدل ناممکن ښکارېدل، مګر شیخ یاسین د غره په څېر لوی عزم درلود، د هغه سیاسي ژوند له شل کلنۍ څخه شروع کیږي، دا هغه وخت و، چې شیخ یاسین به د اسرايیلو په ضد مظاهرې کولې، همدلته شیخ احمد یاسین شهید د خبرو او وینا طریقه ښه زده کړه، هغه خپل ټول ملګري په دې پوهولي ول چې د فلسطین په وړاندې د ملګرو ملتونو غندنې هېڅ فایدې نلري.
څرنګه چې شیخ یاسین په مظاهرو او د اسراييل ضد فعالیتونو کې پېژندل شوې و او اسرايیل له داسې کسانو څخه ډېره وېره کوله، نو په کال ۱۹۶۵ز کې یې شیخ احمد یاسین له اخوان المسلمین سره په اړیکو تورن او بندي کړ، چې په دغه وخت کې دی یوه میاشت د صهیونستانو په زندان کې تېره کړه او له یوې میاشتې زندان تېرولو څخه وروسته هغه وخت خوشې شو، کله چې صهیونست حکومت د ده او د اخوان المسلمین د حرکت ترمنځ د اړیکو په نه لرلو باوري شو دی یې له زندانه خوشې کړ.
بیا په کال ۱۹۸۳ز کې د صهیونست حکومت له لورې د عسکري ټولیو د جوړولو او د دوی په ضد د مقاومت په تور بندي شو او محکمې پرې دیارلس کاله بند اعلان کړ، چې په کال ۱۹۸۵ز کې د بندیانو په تبادله کې شیخ احمد یاسین هم له زندان څخه خلاص شو.
د شهید صلاح شحاده پلار وایي چې ځوی به مې جهادي فعالیتونه کول، زه وېرېدم چې بله ورځ د اسرايیلو زندان ته ونه غورځول شي، همدې وخت کې ما د جومات په یوه کونج کې یو بوډا سړی ولیده چې خلکو ته به یې درس ورکاوه، ما له ځان سره وویلې چې که همدې سپین ږیري ته مې ځوی وسپارم او د درس لپاره یې ورلېږم دا به له جهادي فعالیتونو څخه وژغوري، همدا وه چې ځوی مې نور ده ته ورلېږه، خو وروسته له دې چې ده ته ورته لاهم جهادي شو او دا عزم یې لاهم قوي شو!
د حماس د خوځښت بنسټ اېښودل:
شیخ احمد یاسین او ملګري یې په دې فکر ښه پوه ول چې د فلسطین د آزادولو لپاره یواځینۍ لاره جهاد او مسلح مقاومت دی، هغوی په دې هم پوهېدلي ول چې، د دښمن په مقابل کې انفرادۍ مقاومت ډېر اغېزمن نه دی، دوی لمړی د شهید صلاح شهاده په لاس د المجاهدون الفلسطینیون په نامه یوه جهادي ډلګۍ جوړه کړه، بیا دوی خپل فعالیت د سنګر او مقاومت له حدودو اوږد کړ او په کال ۱۹۸۷ز کې یې له خپلو اوو همفکرانو وروڼو سره (چې هغوی شيخ شهيد أحمد ياسين ، عبد الفتاح دخان ، استاذ محمد شمعة ، إبراهيم اليازوري ، شيخ شه
يد صلاح شحادة ،عيسى النشار او دكتور شهيد عبد العزيز الرنتيسي دی) د حرکه المقاومه الاسلامیه (حمس) په نامه یو خوځښت جوړ کړ، چې وروسته بیا حمس په حماس بدل شو.
دا ځکه چې مقاومت د فلسطیني ملت لپاره د اکسیجن حیثیت لري، خو فلسطیني ملت له دې سره نورې اړتیاوې هم لرلې چې حماس دا اړتیا وې هم نه هېرولې، دوی غوښتل حماس یو سیاسی، عسکري او اجتماعي حرکت وي ترڅو فلسطینیانو سره هرډول مرسته وکړی شي، د حماس غړي وايي چې د حماس په څېر اسلامي حرکت په ټوله نړۍ کې نشته، ځکه حماس د جهادي فعالیتونو لپاره تاسیس شوی، خو له دې سره یې دعوت، تعلیمي او نور ټولنیز فعالیتونه هم لري چې دا خصوصیتونه په نورو اسلامي حرکتونو کې نه لیدل کیږي.
د حماس د حرکت مشرانو د فلسطیني ملت د اقتصادي مشکلاتو د حلولو لپاره له خلیجي هېوادونو څخه د دوی لپاره مرستې راټولولې او د دوی لپاره یې ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه او داسې نور هغه څه چې فلسطینیانو ورته اړتیا لرله جوړول. حماس د اخوان المسلمین د فکر په اساس جوړ شوی خوځښت دی چې ترننه د همغوی له فکر څخه روحي ترزیق کوي.
حماس د خپلو امکانیاتو مطابق اسرايیلي ځواکونو ته لویې او وړې ضربې رسولې، چې له هغو څخه په فلسطین کې د اسراییلو د جاسوسانو وژل او په کال ۱۹۸۹ز کې د دوو اسرايیلی ځواکونو اختطافول ول. له دغو عملیاتو څخه وروسته په همدغه کال صهیونست رژیم شیخ یاسی
ن او له ده سره د حماس په سلګونو نور غړي ونیول، په کال ۱۹۹۱ز کې یوې صهیونستې محمکې په شیخ یاسین باندې د ټول عمر د قید فیصله وکړه، د ده د عمر قید جرم دا و چې ده په فلسطین کې د اسرايیلو ځواکونو د وژلو لپاره حماس تاسیس کړی و او دوه اسراييلي ځواکونه یې اختطاف کړي ول.
په کال ۱۹۹۲ز کې د حماس د جهادي ډلګۍ (عز الدین قسام) د فدايی ځوانانو په خپلو عملیاتو کې یو اسراييلي سرتیری ونیو او د ده په تبادله کې یې شیخ احمد یاسین شهید او نور هغه فلسطینیان چې ناروغ ول وغوښتل چې اسراييلی حکومت دا غوښتنه ونه منله او شیخ له خپلو ملګرو سره په زندان کې په داسې حال کې چې روغتیایی حالت یې ډېر خراب و پاتې شو.
په کال ۱۹۹۷ز کې دوه یهودي جاسوسانو په عمان کې د حماس د سیاسی څانګې مشر خالد مشعل د وژلو ناکامه هڅه وکړه چې هغه دوه یهودان په اردن کې و
نیول شول او اردني حکومت د ده مقابل کې د شیخ یاسین خوشې کېدل وغوښتل، صهیونست حکومت مجبور شو شیخ احمد یاسین شهید یې له زندان څخه خوشې کړ. وروسته له دې چې شیخ احمد یاسین له زندان څخه خوشې شو، ځینو هېوادو ته د علاج لپاره ولاړ چې له هغو څخه سعودي، ایران سوریه او امارات دي.
کله چې شهید احمد یاسین له زندان څخه خوشې شو، یوځل بیا یې د حماس د مجاهدینو صفونه منظم کړل او د جهاد لپاره یې تیار کړل، د حماس په مقابل کې یواځې اسراييل نه و ولاړ، مګر دوی ته د فلسطین په داخل کې له اسرايیل څخه لوی مشکل و، هغه د فتح ګوند و چې څو څو وارې یې د حماس مشران بندیان او له خپلو ځایونو څخه شړلي ول، خو حماس به له دو سره له حکمت څخه کار اخیسته او نه یې غوښتل د اصلي دښمن پرځای له دوی سره ونښلي او خپل اصلي هدف چې د اقصی جومات آزادول ول ترېنه پاتې شي.
د شیخ احمد یاسین له تلپاتې او مشهورو ویناوو څخه دي چې وايی: دښمن له مونږ نه غواړي چې خپل مقاومت ودروو، خو مونږ سوال کوو: ولې نړۍ له اسراييل
ی اشغالګرو څخه نه غواړي چې زمونږ وژنه ودروي؟ او پکار څه دي چې وشي هغه څوک چې له ځان څخه دفاع کوي د ځان له دفاع نه منع شي او که هغه څوک چې د خلکو ځای اشغالوي او وژني یې خپل ترورېستي حملې ودروي؟
له شیخ یاسین څخه پوښتنه وشوه چې په ژوند کې څه هیله لري، شیخ احمد یاسین ورته په ځواب کې وویل: هیله مې دا ده چې خدای جل جلاله راڅخه راضي وي!
د شیخ احمد یاسین شهادت:
د ۲۰۰۳ز کال د سبتمبر د میاشتې په شپږمه د اسرایيلي ایف شپاړس الوتکو له لورې په غزه کې د شیخ یاسین په کور باندې چې استاذ اسماعیل هنیه هم ورسره و، برید وشو، په دغه برید کې شیخ احمد یاسین زخمي شو، بیا وروسته اسراييلي حکومت اعلان وکړ چې له دې برید څخه هدف د شیخ احمد یاسین وژل ول.
له دغو ناکامو عملیاتو څخه وروسته په کال ۲۰۰۴ز کې شیخ احمد یاسین د اسرايیلي اپاچيو په برید کې به داسې حال کې چې روژه و او د ده په لاس تاسیس شوي مجمع الاسلامي جومات څخه د سهار د لمونځ د ادا کولو نه وروسته د کور په لور روان و د درې راکټونو په واسطه په شهادت ورسول شو.
روح دې ښاد او هڅې دې ژوندۍ و
ي
د حماس د لاپیاوړتیا په هیله
ماخذونه:
۱- اخوان ویکي
۲- شهید صلاح شحاده-زما لیکنه
۳- رساله الاخوان
۴- اخوان اون لاین
۵- ملتقی عشاق الوحدات
۶- الجمعیه الدولیه للمترجمین و اللغویین العرب
۷- مرکز الفلسطیني للاعلام
۸- شبکه فلسطین للحوار
۹- یوټیوب