ځواب: زاهد جلالي
وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته
له حسن نظر نه مو یوه نړۍ مننه
ګرانه وروره!
دا ډېره مهمه پوښتنه ده، زموږ په ټولنو کې له داسې مسايلو سره ډېر سطحی او ساده چلند کیږی ، دلته د ماشوم د زده کړې عمر او په لږ عمر کې په مکتب کې داخلول خلکوته دومره مهمه نه ښکاري، په داسې حال کې چې په مناسب عمر کې ماشوم باندې درس شروع کول حتۍ د ماشوم په راتلونکي باندې اغیزې لري، له تانه مننه کوم چې داسې موضوع ته مو د خلکو پام راواړاوه.
زما له نظره دا په ماشوم پورې اړه لري چې په څو کلنۍ کې مکتب کې داخل شي، ځینې ماشومان داسې وي چې ایله په شپږ کلنۍ کې د مکتب د تلو شي، خو ځینې بیا داسې هم وي چې په څلور کلنۍ او یا له دې څخه مخکې هم مکتب ته د تلو قابلیت لري.
مکتب ته د تلو راتلو او د درس د شروع کولو مقیاس د ماشوم ګرځېدل او یا کوم بل څه نه شي کېدی. که ماشوم ځیرک وي په یوه خبره یې سر ښه خلاصیږي، حتی له څلور کلنۍ مخکې باید مکتب ته ولېږل شي، طبیعي ده چې دومره ماشوم مکتب ته د تلو راتلو توان نه لري، مګر دا مشکل د هغه پلار او یا کوم بل مشر حلوی شي، هغه دې ورسره مکتب ته ځي او د رخصتۍ په وخت کې دې بېرته کور ته راولي. ډېر لږ ماشومان شته چې په دومره کوچنیوالي کې د مکتب ته تلو او درس ویلو توانايي لرلی شي او دا اکثره استثنايي وختونه وي.
عموما ماشومان په څلور او یا په پینځه کلنۍ کې باید مکتب ته ولېږل شي، اکثره ماشومان په دغه عمر کې مکتب ته د تلو او زده کړې لپاره برابر وي، ممکن ځینو ته دغه عمر لږ ښکاره شي، خو عموما ماشومان په دغه عمر کې کولی شي زده کړې پیل کړي.
په پای کې په یوه شي باندې غواړم ډېر ټینګار وکړم، هغه دا چې د ماشوم په زده کړو کې باید د کورنۍ له لورې غفلت ونه شي، ډېری پلارانو ته دا ډېره عادي موضوع ښکاري، وایی که سږ کال نه وي بل کال ته به یې مکتب کې شامل کړ، چې دا کار د ماشوم له روزلو او هغوی ته له اهتمام نه بیخي لرې کار دی.
یوځل بیا له تاسو څخه مننه
زاهد جلالي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه:
پورتنۍ مشوره سیکالوژیکي څېړنه، نه مګر زما یو نظر و، که څوک کوم بل نظر لري هیله ده د تبصرو له لارې یې موږ سره شریک کړي. په درنښت