نجم الدین اربکان د ابدي ژوند پر لور



لیکوال: زاهد جلالي

http://www.subheomid.com/UserFiles/Arbakan.jpg


په ډېره خواشینۍ سره مو تېره ورځ د شپې څه کم لس بجې خبر ترلاسه کړ چې د ترکیې داسلامي سیاسي حرکت ځلانده ستوری او د ترکیې پخواني لومړی وزیر، د اسلامپال ګوند (سعادت) مشر، سیاستپوه او وتلی داعي د انقرې په ګوون روغتون کې د یکشنبې په ورځ د ۲۰۱۱ز کال د فبروری په ۲۷  ورځ په یوولس بجو او څلوېښت دقیقو، د ۸۵ کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ څخه د دار البقاء په لور مرخص شو او خپل له کړاوونو او اسلامي خدماتو ډک ژوند یې پای ته ورساوه.  انا لله و انا الیه راجعون (تغمده الله برحمته الواسعه و اسکنه فسیح جناته) ځينې خلک داسې وي، چې د هغوی مړینه او یا ژوندي پاتې کېدل د خلکو په ژوند دومره اغیزه نه لري، ځينې کسان بیا د دوی په مقابل کې داسې وي، چې که عمر یې له نوي او یا پینځه نوي کلونو څخه هم اوړي، ټولنه ورته کلکه اړتیا لری  او د هغوی د نشت په صورت کې د یوې ټولنې راتلونکی تر سوال لاندې راځي.
استاذ نجم الدین اربکان هم د هغو کسانو له جملې څخه و چې د هغه په نشت کې یو لوی حرکت یوه کلکه ضربه ولیده او نه یواځې د خپل د راتلونکي مګر د ټولې ترکیې په اړه یې ډېر داسې سوالونه رامنځ ته کړل، چې مخکې ورته د چا پام هم نه و.
استاذ نجم الدین اربکان په کال ۱۹۲۶ز کې د اکتوبر په نهه ویشتمه نېټه د ترکیې په (سینوپ) نومي ځای کې وزېږېده. پلار یې محمد صبری اربکان نوميده چې په ترکیه کې د جنایی محکمو رییس و، همدا علت و چې استاذ اربکان خپل ماشومتوب د ترکیې په مختلفو ښارونو کې تېر کړ. د استاذ اربکان مور قمر نومېده، دا کورنۍ د سینوپ له مشهورو کورنیو څخه وه. استاذ نجم الدین اربکان خپلې ابتدایی زده کړې د سینوپ په ښار کې په لومړي درجه پای ته ورسولې او د نورو زده کړو لپاره استانبول ته ولاړ، هلته یې په کال ۱۹۴۳ز کې لېسه په لومړۍ درجه پای ته ورسوله. په کال ۱۹۴۸ز کې په استانبول کې له انجینیرۍ څخه خلاص شو او تر ۱۹۵۱ز پورې په خپل مسلک کې په وظیفه بوخت و.
استاذ اربکان په کال ۱۹۵۶ز کې د جرمني د آخن له پوهنتون څخه دکتورا لاسته راوړه او همالته یې د زده کړو ترڅنګ دنده هم لرله چې دنده یې د څېړونکو انجینیرانو مشري وه، استاذ اربکان په خپله دنده کې ډېر بریالی و او څه نوښتونه یې هم له ځانه ښودلي وو. کله چې استاذ اربکان له جرمني څخه ترکیې ته راوګرځېده، هلته یې د موټرو یوه کمپنۍ جوړه کړه چې خلکو د دې کمپنۍ تولید ډېر خوښ کړ او لاهم دا کمپنۍ تولیدات لری.
په کال ۱۹۷۰ز کې د لومړي ځل لپاره استاذ اربکان اسلامی حرکی میدان ته  راننوت او د نورسي له حرکت سره په مرسته یې یو خوځښت د ملی نظام حزب په نامه تاسیس کړ، چې دغه خوځښت له اوو میاشتو څخه ډېر دوام ونه موند او د کودتاچیانو د فشارونو له امله یې دا حزب په کال ۱۹۷۱ز کې منحل اعلان کړ. له دېنه وروسته استاذ اربکان په کال ۱۹۷۲ز کې د ملی سلامت په نامه حرکت تاسیس کړ، چې دغه حرکت په پارلماني ټاکنو کې اته څلوېښت سیټه په ولسي جرگه کې او درې سیټه په مشرانو جرګه کې لاسته راوړل وروسته له دې چې په کال ۱۹۷۴ز کې حکومت منحل اعلان شو، استاذ اربکان د جمهوریت غوښتونکي تنظیم سره چې د اتاتورک تنظیم و، یو ایتلافي حکومت رامنځ ته کړ، چې استاذ اربکان په دغه حکومت کې د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصادی شورا رییس وټاکل شو. کله چې استاذ اربکان د لومړي وزیر مرستیال و، ډېر اسلام دښمنه هڅې یې شنډې کړې، هغه په پارلمان کې د ماسونیې د حرکت د مخنیوی دوسیه وړاندې کړه او له اسلامی او عربي نړۍ سره یې اړیکې ښې کړې، په دغه وخت کې استاذ اربکان له فلسطینیانو سره خواخوږي او له اسرايیلو سره یې د اړیکو د پرې کولو طرح وړاندې کړه.
ه ۱۹۸۰ م کال چې کله له حکومت نه ووت نو دغه مهال یې هم پارلمان ته یوه طرحه وړاندې کړه چې له اسرائیلو سره یې د اړیکو پریکولو غوښتنه کړې وه، او له پارلمان نه بهر یې هم د اسرائیلو لخوا د قدس ښار په خپلو نیول شویو ځمکو کې د شاملولو د پریکړې په غندلو کې ستره ولسي مظاهره وویسته، چې دا د ترکیې په معاصر تاریخ کې ترټولو ستره وه، او دا د سیاسي اسلام په پلوۍ یوه ټول پوښتنه وګڼل شوه هغه چې پوځ یې وارخطا کړ، نو په هیواد کې بیړنی حالت اعلان شو، ګوندونه وتړل شول او د استاد اربکان په شمول ډیر اسلامي فعالان زندان ته واچول شول.. نوموړي پدې هم بسنه ونکړه بلکې د اسلامي خوځښتونو د مشرانو یو نړیوال کنفرانس یې راوبللو او ددې لپاره یې نیټه هم وټاکله، د اسلامي نړۍ په بیلابیلو پیښو کې یی د مینځګړیتوب هڅې وکړې، په افغانستان کې یې د جهادي ډلو ترمینځ د جوړجاړي او سولې لپاره یو پلاوی راواستاوه ، خو ددې ترڅنګ هغه نه غوښتل چې فوځ راوپاریږي نو ځکه به یې په خپلو څرګندونو کې ویل چې نه غواړي د سیکولر نظام پرضد ګام پورته کړي، خو ددې سره بیا هم فوځ په ۱۹۹۸ م کال د رفاه اسلامي ګوند منحل او د استاد اربکان حکومت یې ړنګ کړ، پرده یې ګڼ تورونه ولګول او پنځه کاله یې له سیاسي فعالیت نه منع کړ په ۱۹۸۳ م کال چې له زندان نه بیرته راووت، د ملي رفاه  په نوم یې ګوند جوړ کړ، د همدغه کال په ټاکنو کې یې ګډون وکړ،  ایله یې ٪۱،۵ رایې وګټلې خو نوموړی نهیلی نه و استاذ اربکان د کال ۱۹۹۵ز په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو، دا ځل د ده ګوند په ټوله ترکیه کې ډېرې رایې چې ۲۱سلنه رایې وې او استاذ نجم الدین اربکان د اعتماد د رایې په ترلاسه کولو وکولی شول د ترکیې لومړی وزیر شی.. نوموړي د یو کال په ترڅ کې له اسلامي نړۍ سره ژورې اړیکې ټینګې کړې، تردې چې ډیرو محسوسه کړه چې ګواکې دی غواړي ترکیې ته بیرته اسلامي قیادي رول راوګرځوي، نو لیبیا او ایران ته یې سفرونه وکړل، او د ترکیې په ګډون یې د ایران، پاکستان، اندونیزیا، مصر، نیجیریا، بنګلدیش، او مالیزیا په شمول د اتواسلامي هیوادونو یو ګروپ  جوړ کړ. په کال ۱۹۹۸استاذ اربکان د پینځو کلونو لپاره له سیاسی فعالیت څخه منع کړی شو، چې په کال ۲۰۰۳ز کې د سعادت ګوند مشر وټاکل شو، مګر د ده سیکولرو دښمنانو ده ته د سیاسی فعالیت اجازه نه ورکوله، کله په یوه بهانه او کله په بله بهانه به یې دی له سیاسی فعالیتونو څخه منع کاوه، بلې خواته د استاذ اربکان عمر هم ډېر شوی و چې ده نه شو کولی په دومره عمر سیاسی فعالیتونه مخکې یوسی، په کال ۲۰۰۸ز کې د حکومت له لورې استاذ اربکان معاف اعلان شو. په دغه موده کې چې استاذ اربکان ناروغۍ عملی فعالیتونو ته نه پرېښوده، دی
د ترکیې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او جمهور رییس عبدالله ګل لپاره د یو روحاني مشر په صفت و، چې بالاخره په کال ۲۰۱۱ز کال د فبروری د میاشتې په اووه ویشتمه نېټه د ۸۵ کلونو په عمر وفات شو. الله تعالی دې ورته  جنتونه نصیب کړي. آمین