ماشومانو ته:

د دروغو پايله



زاهد جلالي

گلونو ماشومانو!
دروغ داسې څه دي چې انسان هم په دې دنیا شرموي او هم په هغه دنیا، کله چې څوک دروغ ووایي او نور پرې وپوهیږي چې دا دروغ دي، طبعا په ټولنه کې بد معرفي کیږي، هېڅ څوک په دروغجن سړي باور نه لري، ځکه چې ده مخکې په خپلو کړو کې غلطي کړې وه، د پښتو متل دی وایي د دروغو منزل لنډ وي، له دېنه موخه دا ده چې هرکله څوک دروغ وایي، هماغه وخت کې دا فکر کوي، چې څوک پرې نه دي پوهېدلی خو وروسته یا داسې څه کوي او یا څه وایي چې دروغ یې ښکاره کیږي.
موږ مسلمانان یو، موږ ته د دې دنیا ژوند ډېر اهمیت نه لري، ځکه موږ په دې باور یو چې دا دنیا د امتحان دنیا ده او دایمي ژوند له قیامت څخه وروسته پیلیږي چې د نېک سړي ځای جنت وي او د بد سړي ځای جهنم، نو کله چې موږ دروغ وایو، باید دا هېره نه کړو چې الله تعالی او د هغه رالېږل شوی نبی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم موږ له دروغو څخه منع کړي یو او راته یې وعده راکړې چې که څوک ځان له دروغو څخه ژغوري د هغه ځای جنت او څوک چې دروغ وایي ځای یې جهنم دی.
زموږ او ستاسو دین (اسلام) د ریښتینولۍ دین دى ، هېڅ کله موږ ته د دې اجازه نه راکوي، چې بې له ضرورته دروغ ووایو، ځکه چې اسلام د انسانی کرامت او د انسان د حیثیت د ساتلو لپاره راغلی، دا د اسلام موخه ده چې یو انسان هم په دې دنیا ښه ژوند ولري او هم په هغه دنیا، خو که څوک دروغ وایي او له خپل حیثیت او انساني کرامت څخه تېریږي، هغوی ته بیا د سختو عذابونو زیری ورکوي.
سره د دې چې الله تعالی ریښتیني انسان ته د جنت او نعمتونو وعده ورکړې، په دنیا کې یې هم بریالی کوي او د ده په مقابل کې هغه څوک چې له الهی حکم څخه سرغړونه کوي، هغوی ته د شدید عذاب ترڅنگ د دنیا ناکامي هم ورکوي. داسې ډېرې کیسې شته چې د رښتینو انسانانو بریا او د دروغجنو انسانانو ناکامي پکې ښکاره کیږي.
یوه له هغو کیسو څخه چې د دروغو او رښتیاو پایلې پکې ښکاره کوي لاندېنۍ کیسه ده:دا کیسه ډېره مشهوره ده، ویل کیږي چې یوه ماشوم د خپلو کلیوالو شپون و، هغه ډېر شوخ و، د خلکو په عذابېدل به یې ډېر خوښول، هرکله به چې تنگ شو، په دښته کې به د لویې ونې سرته وخوت او کلیوالو ته به یې نارې کړې: راځي چې لیوه راغلی او ستاسو پسونه خوري، کلیوالو به په وارخطایۍ سره تبرونه او نور څه له ځان سره اخستل او د ده لور ته به روان شول.
کله به چې کلیوالو په منډه منډه ځان ده ته راورساوه، کتل به یې چې دی د ونې پرسر ناست دی او خوله یې له خندا ډکه ده، کلیوال به له قهره بېرته تاو شول او خپلو کارونو پسې به تلل، دوه ځلې نوموړي شپون له خلکو سره دا ټوکه وکړه او ځان یې پکې دروغجن معرفي کړ، په دریېم ځلي، په رښتیا لیوه راغی، ده کلیوالو ته ډېرې نارې وکړې خو څرنگه چې دی کلیوالو ته دروغجن معرفي شوی و، هغوی فکر کاوه چې دا ځل هم دی له موږ سره ټوکې کوي، خو داځل داسې نه وه، لېوه راغی او شپون او پسونه یې وخوړل.
کله چې ماښام شو، شپون کلي ته رانغی، کلیوال هم تشویشي شول او له کلي څخه د شپون په لټه راووتل گوري چې شپون او پسونه دواړه لیوه خوړلي، خلکو له ځان سره ویلې چې دا زموږ گناه نه ستا خپله د دروغو پایله ده.