دکتور حسين حامد حسان |
ليکوال: زاهد جلالي |
|
استاذ دکتور حسين حامد حسان د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون موسس او لومړى رئيس دى چې په يوه وخت کې يې دوه پوهنڅۍ د حقوقو او شرعياتو ويلي. په وضعي قانون کې ماستري او په اصول الفقه کې يې له ازهر څخه دکتورا ترلاسه کړې. اوسمهال دى په عربي متحده اماراتو کې اوسيږي او د اسلامي مالياتو او په اسلامي بانک کارۍ کې خدمت کوي، چې په مالياتو او بانکدارۍ کې هم د نورو په څېر بريالى دى او ده ته د اسلامي مالياتو د پلار لقب ورکړل شوى. د استاذ حسان د هېواد يادولو ته اړتيا نشته ځکه د ده په څېر علمي او سياسي څېره په عربي نړۍ کې معمولا مصريان وي. |