يادونه: زموږ اسلامي تاريخ داسې ډېر شخصيتونه لري چې د هغوي له ژوند او افکارو څخه خبرېدل زموږ لپاره ډېر ضروري دي. موږ د دې شخصيتونو د ښه پېژندلو لپاره د دکتور محمد جلال (رحمه الله) د ماستري له رسالې څخه د ١٤٠ يو سل او څلوېښتو لويو شخصيتونو لنډ ژوند او کارنامې چې په عربي ژبه ليکل شوي را اخلو او هره چهارشنبه درې درې شخصيتونه خپلو ګلونو ماشومانو ته ژباړو او په مختصر ډول يې ورپېژنو، هيله ده ټول ماشومان دا سلسله تعقيب کړي او خپل لوي او موثر شخصيتونه وپېژني. ١-امام ابوحنيفه: د امام ابوحنيفه رحمه الله اصلي نوم نعمان بن ثابت دى. د نسب سلسله يې نعمان بن ثابت بن زوطي بن ماء ده. د اهل سنت يو له څلورو امامانو څخه دى او په خپل وخت کې د کوفې له مشهورو فقهاو څخه شمېرل کېده . امام ابوحنيفه رحمه الله د حنفي مذهب امام او مدقق مجتهد دى. د علماءو له لورې ورته د ډېر دقت او زيرکتيا لپاره د امام اعظم لقب ورکړل شوى دى. امام اعظم ابوحنيفه په کال ٨٠ هجري کې په کوفه کې زېږېدلى دى او همالته لوى شوى. ويل کيږي چې نيکه يې له کابل څخه کوفې ته تللى، ځنې وايي چې له بابل څخه و او له هغه ځايه کوفې ته تللى، ځنې وايي چې له انبار څخه تللى، ځنې نور وايي چې له نساء څخه و او ځنې بيا وايي چې له ترمذ څخه و، خو د ډېرو په دې اتفاق دى چې له کابل څخه چې د معاصر افغانستان پلازمينه ده و او له دې ځاى څخه کوفې ته تللى. له ډېرو تقوا داره مور او پلار څخه زېږېدلى (د مور او پلار د واده کيسه يې ډېره مشهور ده) همدا علت و چې دى هم تقوا داره او زاهد عالم شو، د علم ډېر شوقي و، وروسته له دې چې هغه خپله زده کړه سرته ورسوله، په استاذۍ يې شروع وکړه او د استاذۍ ترڅنګ يې افتاء هم پيل کړه. څرنګه چې امام اعظم ابوحنيفه ډېر لوى او مشهور فقيه او عالم و ، د وخت پاچا د ده په وخت کې ابن هبيره و، ابن هبيره له ده څخه وغوښتل چې د بغداد قاضي شي ، څرنګه امام اعظم رحمه الله ډېر تقوا داره او زاهد انسان و او دغو پاچايانو پر خلکو ظلمونه کول او د هغوى ځمکې به يې په ناحق ډول غصبولې او د دې سره بۀ يې د ځان په اړه د قاضيانو فيصلې نه منلى نو امام اعظم رحمه الله هم ددې لپاره چې ځان د الله (جل جلاله) په وړاندې ګناهگار نه کړي دا غوښتنه ونه منله. له ابن هبيره څخه وروسته منصور د پاچاهۍ په تخت کېناست او هغه هم له امام اعظم رحمه الله څخه وغوښتل چې د بغداد قاضي شي، لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه ده هم د خلکو ځمکې غصبولې او د قاضيانو فيصلې به يې نه منلې نو امام اعظم دده په وخت کې هم دا غوښتنه رد کړه، چې د دې ردولو او د حاکم د حکم د نه منلو په نتيجه کې امام اعظم د منصور له لورې د زندان تورو تيارو ته وروغورځول شو، تر هغې چې په هماغه زندان کې يې ساه ورکړه او په کال ١٥٠ هجري کې د خداى جل جلاله ملاقات ته ورغى. الله (جل جلاله) دې يې وبښي. ٢-امام مالک: د امام مالک رحمه الله اصلي نوم مالک بن انس بن مالک دى. د نسب سلسله يې : مالک بن انس بن مالک الاصبحي الحميري ابو عبدالله دى چې په کال ٩٣ هجري کې زېږېدلى. د هجرت د دار امام دى او د اهل سنت يو له څلورو امامانو څخه دى چې مالکي مذهب يې جوړ کړى. امام مالک رحمه الله په دين مين او له حکامو او پاچايانو څخه لېرې و. هارون الرشيد ورڅخه وغوښتل چې ده ته ورشي او ورسره د کومې موضوع په اړه خبرې وکړي خو امام مالک رحمه الله ورته په ځواب کې وويل چې عالم چاته نه ورځي او د هغه غوښتنه يې رد کړه همدا وه چې عباسي خليفه هارون الرشيد ده ته ورغى او ورسره يې خبرې وکړې. يو له هغو کتابونو څخه چې امام مالک رحمه الله ليکلي مؤطا ده او د دې ترڅنګ د وعظ ترنامه لاندې يوه رساله يې هم ليکلې، کتاب المسائل هم د امام مالک رحمه الله له کتابونو څخه دي، د رد القدوري په نامه يې هم يو کتاب ليکلى، د ( تفسير غرائب القرآن) ترنامه لاندې هم يو مشهور کتاب لري. د ده په اړه جلال الدين السيوطي يو کتاب ليکلى چې نوم يې ( نزية الممالک بمناقب الامام مالک) دى او يو بل کتاب مشهور عالم ابي زهره هم ليکلى چې نوم يې ( مالک بن انس: حياته، عصره...) دى. ٣-امام شافعي: د امام شافعي اصلي نوم محمد بن ادريس الشافعي دى. د نسب سلسله يې: ابو عبدالله محمد بن ادريس بن العباس بن عثمان بن شافع بن السائب ابن عبيدالله بن يزيد بن هاشم بن عبدالمطلب بن عبدمناف القرشي المطلبي الشافعي دى. له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يې د نسب سلسله (لکه څرنګه چې مو مخکې وليکله) په عبدمناف کې يوځاى کيږي. د اهل سنت يو له څلورو امامانو څخه دى. شافعي مذهب يې جوړ کړى دى. د اوسني فلسطين په موقتي پلازمېنه غزه کې زېږېدلى او په ماشومتوب کې له کورنۍ سره يوځاى مکې مکرمې ته راغلي دي. بغداد ته دوه ځلې تللى، لومړى په کال ١٩٥ هجري کې چې دوه کاله يې په بغداد کې تېر کړي دي او د دوهم ځل لپاره په کال ١٩٨ هجري کې بغداد ته تللى چې يوه له يوې مياشتې تېرولو څخه وروسته په کال ١٩٩ هجري کې مصر ته تللى او تر وفاته پورې همالته اوسېدلى. د وفات کال يې ٢٠٤ هجري کال دى. د امام شافعي رحمه الله يو له مشهورو ابتکاراتو څخه دا دي چې د لومړي ځل لپاره يې په اصول الفقه کې کتاب ليکلى، دا کتاب يې مشهور کتاب دى او الرساله نوميږي. همدارنګه ډېر نور کتابونه هم لري چې مشهور يې کتاب الام، المسند، احکام القرآن، اختلاف الحديث، فضائل قريش او ادب القاضي دى، همدارنګه نور ډېر کتابونه لري.