ماشومانو ته:

وحدت څه شى دى؟!

ليکوال: زاهد جلالي
وحدت يوه عربي کلمه ده. په پښتو کې موږ او تاسو ورته يووالى وايو. يو ساده مثال يې درته وايم، په يوه کور کې چې څو زامن له يوه پلار سره او سيږي او هر يو زوى ځانته ښځه او اولادونه لري، کله چې دا کورنۍ له کوم مشکل سره مخ شي دا ټول يو ځاى دا مشکل حلوي، دېته وحدت ويل کيږي، خو که د هريو زوى مشکل د هر يوه په خپلو اوږو پروت وي، بيا دا وحدت او يووالى نه دى، دا جدايي ده، ديته نفاق او بې اتفاقي ويل کيږي.
پام مو وي چې وحدت او يووالى په يوې کورنۍ پورې منحصر نده، ورور ورور مخکې ځو، همدارنګه که يوه کلي کې څو کورنۍ په اتفاق وي، څوک نه شي کولى هغوى ته څه ضرر ورورسوي. همدارنګه که مخکې ولاړ شو، يو هېواد کې که اتفاق وي او د هغه هېواد ټول وګړي خپل ټاټوبي ته وفاداره وي، هغه ځاى او هغه هېواد ته هېڅ څوک هم ضرر نه شي رسولى. د دې ښه مثال زموږ ګران هېواد افغانستان دى، دلته په افغانستان کې اتفاق له ډېرو کلونو راهيسې لمنځه تللى، همدا علت دى چې موږ په دې بدبختېو کې شپې سبا کوو او وطن مو در په در دى. که چېرته دې هېواد کې د دې هېواد بچيان په خپل منځ کې متفق شوي واى، نه به وطن اشغال شوى و او نه به دا بدبختېانې پرموږ راتلې.
همدارنګه اسلامي نړۍ، اسلامي نړۍ ډېره موده متفقه او متحده اوسېدلې، که موږ د اتحاد او د اتفاق درورونه مطالعه کړو، په هغه وخت کې اسلامي نړۍ باعزته او آرامه وه، خو کله چې زموږ هغه اتحاد لمنځه ولاړ، هر قوم او يا څو قومونو ځانته واړه واړه هېوادونه جوړ کړل، له هغې وروسته پر موږ د بدبختېو او ذلت دور پېل شو، له هغې وروسته پرموږ استعمار مسلط شو، زموږ ودان هېوادونه تباه شول، د اسلامي نړۍ بچيان شهيدان شول او داسې نورې ډېرې بدبختيانې رامنځ ته شوې، چې تر اوسه پورې موږ ورسره لاس او ګرېوان يو.

که زموږ هر يو د اتحاد او يووالي په فکر کې شي، او هرڅه له ځانه پېل کړي، نو انشاءالله زموږ دا مشکلات به حل کيږي، له کورنۍ نېولې تر امپراتورۍ او خلافته پورې به د برياوو دور پيليږي، که زموږ هر يو دا فکر وکړي چې دا هرڅه پر ما پورې تړلي دي او زما له نفاق څخه د امت نفاق شروع کيږي او زما له بې اتفاقۍ سره امت مفسديږي او د امت پر حال رحم وکړي او ځان له بې اتفاقۍ څخه وساتي بې له شکه چې موږ به د يو هوسا او متحد ژوند لرونکي شي.