د امت اصلاح له ازهر څخه پيليږي
ليکوال: زاهد جلالي
دا د هر ديکتاتور او ظالم پاچا خصوصيت دى چې هرکله د خپل ځان او د خپل حکومت د ساتلو لپاره هغه لارې چې دى ترېنه د وېرې او د حکومت د غورځولو احساس لري، يا يې ختموي او يا يې داسې ويده کوي چې د ظالمانو په مقابل کې خپل غږ پورته کړي. ازهر شريف د دې ښه مثال دى، اوسمهال چې هر ظالم حاکم د مصر حاکم جوړيږي له ازهر شريف څخه د وېرې احساس کوي او داسې څوک شيخ الازهر جوړوي چې د حکومت له ظلم څخه څه ونه وايي او له هغو سره مخالفت ونه کړي، خو اوس چې موږ وينو بيا داسې ښکاري چې ازهر راويښ شوى او خپله پخوانۍ او اصلي وظيفه چې د امت اصلاح ده په لاس کې يې نيولې او د دې لپاره هڅې کوي.
مخکې تر دې چې د ازهر په اوسني حالت څه وليکو د ازهر لنډ تاريخ ستاسو مخې ته ږدو: ازهر شريف په کال ٣٦١ هجري کال چې له ٩٧٥ هجري کال سره سمون خوري د جومات په شکل فاطمي حکومت د لمړي حاکم المعز لدين الله له لورې د دې لپاره چې شيعي مذهب خپور کړي د مصر په پلازمينه قاهر کې جوړ شوى و خو دا چې دلته سنيان اوسېدل ازهر هم د سني مذهب مدرسه جوړه شوه، تر اوسه پورې ازهر اسلامي نړۍ ته د اسلامي ثقافت او عربي فصيحې ژبې په ساتلو کې ډېر خدمت کړى.
په عثماني خلافت کې د ازهر د شيخ په نامه د ازهر له علماءو څخه يو لوى عالم ټاکل کېده ترڅو ازهر اداره کړي او د امت د مسائلو په اړه ټولو ته د منلو وړ فتوا ورکړي. تر دې مهاله ازهر ٤٨ شيخان لري چې نومونه يې په لاندې ډول دي:
محمد عبد الله الخرشي مالكي المتوفى سنة 1101هـ / 1690م
إبراهيم بن محمد بن شهاب الدين البرماوي شافعي (1101 هـ - 1106 هـ/ 1690م - 1694م)
محمد النشرتي مالكي (1106 هـ - 1120 هـ / 1694 م - 1708م)
عبد الباقي القليني مالكي (1120 هـ- ؟ / 1708م-؟)
محمد شنن مالكي (1133 هـ / 1721 م)
إبراهيم موسى الفيومي مالكي (1133هـ - 1137 هـ / 1721م - 1725م)
عبد الله الشبراوي شافعي (1137 هـ - 1171 هـ / 1725م - 1757م)
محمد سالم الحفني شافعي (1171 هـ - 1181 هـ / 1757م - 1767م)
عبد الرؤوف السجيني شافعي (1181 هـ - 1182 هـ / 1767م - 1768م)
أحمد الدمنهوري شافعي (1182 هـ -1190 هـ / 1767م - 1776م)
(د حنفيانو او شافعيانو ترمنځ د اختلافانو له امله د ازهر د شيخ ټاکل يوه موده وځنډول شوه)
أحمد بن موسى بن داود أبو الصلاح العروسى شافعي 1192 هـ - 1208 هـ / 1778م -1793م
عبد الله الشرقاوي شافعي 1208هـ - 1227 هـ / 1793م - 1812م
محمد الشنواني شافعي 1227 هـ - 1233 هـ / 1812م - 1818م
محمد بن أحمد العروسي أسرة العروسي شافعي 1233 هـ - 1245 هـ / 1818م - 1829م
أحمد بن علي الدمهوجي شافعي (1245 هـ - 1246 هـ / 1829م - 1830م)
حسن بن محمد العطار حنفي(1246 هـ - 1250 هـ / 1830م - 1834م)
حسن القويسني شافعي (1250 هـ - 1254 هـ / 1834م - 1838م)
أحمد عبد الجواد شافعي (1254 هـ -1263 هـ / 1838م - 1847م)
إبراهيم الباجوري شافعي (1263 هـ - 1277 هـ / 1847 - 1860م)
يوه موده د په ازهر کې د ځنو اختلافاتو له امله د شيخ ټاکل وځنډول شول
مصطفى العروسي أسرة العروسي حنفي(1281 هـ - 1287 هـ / 1864م - 1870م)
محمد المهدي العباسي حنفي (1287 هـ - 1299 هـ / 1870م - 1882م)
شمس الدين الإنبابي شافعي (1299 هـ - 1313 هـ / 1882م - 1896م)
حسونة النواوي حنفي (1313 هـ - 1317 هـ / 1896م - 1900م)
عبد الرحمن القطب حنفي (1317 هـ /1900م)
سليم البشري مالكي (1317 هـ - 1320 هـ / 1900م - 1904م)
علي بن محمد الببلاوي1323 هـ / 1905م
عبد الرحمان الشربيني 1327 هـ/ 1909م
حسونة بن عبد الله النواوي (1327 هـ - 1909م)
سليم البشري 1335 هـ/ 1916م
محمد أبو الفضل الجيزاوي (14 ذي الحجة 1325 هـ - 1348 هـ / 1907م-1928م)
محمد مصطفى المراغي حنفي: 1928 مة 1930م
محمد الأحمدي الظواهري (1930م - 1935م)
محمد مصطفى المراغي "د دوهم ځل لپاره" (1935م - 1945م)
مصطفى عبد الرازق (1945م - 1947م)
محمد مأمون الشناوي (1948م - 1950م)
عبد المجيد سليم البشري (1950م - 1951م)
إبراهيم حمروش (1951م - 1952م)
عبد المجيد سليم البشري "د دوهم ځل لپاره " (1952م - 1952م)
محمد الخضر حسين (1952م - 1954م)
عبد الرحمن تاج (1954م - 1958م)
محمود شلتوت (1958م - 1963م)
حسن مأمون (1963م - 1969م)
محمد الفحام (1969 - 1973)
عبد الحليم محمود (1973 - 1978)
محمد عبد الرحمن بيصار (1979 - 1982)
جاد الحق علي جاد الحق (1982 - 1996)
محمد سيد طنطاوي (1996- 2010 )
أحمد الطيب په کال ٢٠١٠ م کې د ازهر شيخ وټاکل شو چې تر اوسه پورې د ازهر شيخ دى.
له شيخ احمد الطيب څخه مخکې د ازهر شيخ محمد سيد طنطاوي و ، هغه ځنې داسې فتواوې يې ورکړې چې د اسلامي نړۍ ټولو علماءو ورسره مخالف وکړ، چې حتى ځنې فتواوو کې يې له فلسطين سره او په ځانګړې ډول د غزې له خلکو سره ښکاره جفا کړې وه، ده ويلي و چې مصر حق لري پر غزې (چې د اسرائيلو له لورې محاصره شوې ده) خپل لارې وتړي، چې دا په حقيقت کې له اسرائيلي دښمن سره يو ډول مرسته وه. همدارنګه د اديانو د حوار په نامه چې په واشنټن کې کومه غونډه شوې وه سيد طنطاوي له شيمون پيريز سره چې د اسرائيل لمړى وزير دى مصافحه کړې وه، ده بيا وروسته وويل چې زه نه پوهېدم چې دى د اسرائيلو لمړى وزير دى خو دا په اصل کې يوه بهانه وه، دغه او دېته ورته نورو کارونو هم په امت کې هغه رنګه بده کړه او ټول حقپاله علماء له هغه سره مخالف شول.
په دې وخت کې د ازهر له حقپالنې څخه د خلکو تمه شلېدلې وه، هيچا هم د ازهر فتوا نه منله او ټولو به ويلې چې ازهر يو حکومتي پوهنتون دى او داسې فتواوې ورکوي چې د حکومت سره کوم مخالفت پکې نه وي شوى.
په داسې حال کې چې ازهر د حقپالنې او جهادي مواقفو يو اوږد تاريخ لري، د ازهر ډېرو شيخانو جهاد کړى او د اسلام د دښمنانو مخه يې نيولې، نه يواځې دا چې دوي به د جهاد فتوا ورکوله مګر دوي به پخپله جهاد ته تلل، چې د داسې کسانو مثالونه ډېر زيات دي، لنډ مثال يې شيخ فرغلي دى. شهيد شيخ فرغلي هم په مصر کې جهاد کړى او هم په فلسطين کې، هغه استعمار ته دومره لوى لوى مشکلات جوړ کړى و چې هغه باندى انګرېزانو پينځه زره جنيه کېښودل چې که چا شخ فرغلي وواژه هغه ته به درې زره جنيه ورکوي.
هماغه وه چې شيخ فرغلي د مزدور حکومت له لورې د يهودو او نصاراو د خوښولو لپاره په کال 7 /12 / 1954م، کې له خپلو ملګرو سره شهيد کړل شو او د هغه مشهور خبر ژوندى پاتې شوه چې ويې ويل: "إننى مستعد للموت فمرحبًا بلقاء الله" زه مرګ ته تيار يم او د خداي ملاقات ته په خوښۍ وردرومم. شيخ فرغلي د خداي جل جلاله هغه وينا پرځان عملي کړه چې وايي: (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً).
اوس چې په کال ٢٠١٠ م کې شيخ احمد طيب د ازهر شيخ شو او دا هم خپل اسلامي مواقف خپل کړل، د ډېرې حيرانتيا خبره نده ځکه چې ازهر د داسې مواقفو تاريخ لري. شيخ الازهر له فلسطينيانو سره او په ځانګړې ډول د غزې له مظلوم ملت سره عميقه خواخوږي لري او د اسرائيل هر جنايت ته جنايت وايي.
کله چې شيخ احمد طيب د ازهر شيخ شو، ټولو دا فکر کاوه چې هغه به هم د پخواني شيخ الازهر په څېر مواقف لري، ځکه چې دى د حاکم ګوند غړى و او د هغوى له سياستونو سره موافق و خو اوس چې کتل کيږي شيخ الازهر ډېر ښه شوى او اصيل اسلامي مواقف يې خپل کړي او داسې ښکاري چې دکتور احمد طيب به د ازهر پخوانى مجد او عزت ترلاسه کړي.
هغه له يوسف قرضاوي سره بېرته اړيکې ټينګې کړې او د هغه فتواو ته يې په درنښت وکتل. چې د هغه داسې او دېته ورته نورو اسلامي مواقفو ډېر علماء دهغه د مواقفو ستاينه وکړه، د مثلا په توګه، شيخ قرضاوي، دکتور عبدالرحمن البر او داسې نورو ډېرو علماءو.
موږ هم شيخ الازهر ته د لا ډېر توفيق غوښتونکي يو او الله جل جلاله ته دعا کوو چې دکتور احمد طيب په خپلو اسلامي مواقفو کې لاهم کلک لري او الله دى ازهر ته چې منارة العلم ده خپل پخوانى حيثيت ورپه برخه کړي. آمين