د اسلامي تاريخ ځلانده ستوري:

محمد حسين فضل الله

ليکوال: زاهد جلالي

آية الله العظمى محمد حسين فضل الله د اسلامي نړۍ لوى مفکر او د شيعي (امامي) مذهب مطلق مجتهد و، دى هغه څوک و چې د شيعه او سنه ترمنځ د نيږدېوالي او د اختلافاتو د ختمولو په پروسه کې لکه يو ځلانده ستورى وځلېد او په خپلو حقپاله او له اختلاف څخه لرې فتواو کې يې د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ ډېر اوږده واټنونه رالنډ کړل او د خپل ژوند لويه برخه يې اسلام او اسلامي امت ته په خدمت کولو تېره کړه. دا هغه څوک و چې خپل اصلي دښمن يې پېژندلى و او د صهيوني-امريکي مشروع کلک مخالف و.http://www.bintjbeil.com/articles/2004/images/sayed_mohamed_hussein_fadlallah.jpg

د محمد حسين فضل الله د نسب سلسله نسب حضرت علي کرم الله وجهه ته رسيږي، چې دا سلسله يې موږ د ده له رسمي وېب پاڼې څخه را اخستي او دلته يې هماغسې ذکر کوو: محمّد حسين ابن السيد عبد الرؤوف ابن نجيب الدين ابن السيد محيي الدين ابن السيد نصر الله ابن محمد بن فضل الله ابن محمد بن محمد بن يوسف بن بدر الدين بن علي بن محمد بن جعفر بن يوسف بن محمد بن الحسن بن عيسى بن فاضل بن يحيى بن حوبان بن الحسن بن ذياب بن عبد الله بن محمد بن يحيى بن محمد بن داود بن ادريس بن داوود بن أحمد بن عبد الله بن موسى بن عبد الله بن الحسن المثنى ابن الحسن السبط ابن الإمام علي بن أبي طالب.

ژوند او زده کړې:

محمد حسين فضل الله په کال ١٩٣٥ زيږديز کې چې له ١٣٥٤ کال سره سمون خوري، د عراق په نجف ښار کې په يوه دينداره او غريبه کورنۍ کې وزېږېده. ابتدائي زده کړې يې له خپل پلار سيد عبدالرؤف فضل الله څخه چې د شيعي مذهب مرجع و، وکړې. ده له خپل پلار څخه صرف، نحوه، بيان، منطق او اصول الفقه ولوسته چې له دې څخه وروسته يې له شيخ مجتبى لنکراتي سره د کفاية الاصول دوهم جلد ولوسته. په همدې وخت کې يې په مکتب کې هم درس ويلې ترڅو ليک او لوست زده کړي او د دې ترڅنګ يې د اسلامي نړۍ له حالاتو څخه هم ځان خبراوه. حسين فضل الله په دغه وخت کې داسې زده کوونکى و چې خپل استاذان يې خپلې پوهې او لياقت ته حيران کړي و.

کله چې يې کفاية الاصول پاى ته ورساوه، له ځنو نورو مشهورو استاذانو څخه يې زده کړې پيل کړې چې له هغوى څخه سيد ابو القاسم خويي، سيد محسن حکيم، سيد محمود شاهرودي، شيخ حسن حلي او داسې نورو لوي علماء. تقريبا پينځه کاله يې له سيد محمد باقر الصدر څخه درس وويلې، سيد محمد باقر الصدر ده ته سپارښتنه کړې وه چې خپلو درسونه په جدي ډول وڅاري.

حسين فضل الله نه يواځې په رسمي زده کړو کفايت کاوه مګر د دې ترڅنګ به يې غوښتل هرکله له علماو سره کېناسته او د هغوي له پوهې څخه به يې ګټه پورته کوله، چې له داسې لويو علماو سره ناسته او له دوي څخه زده کړې په حسين فضل الله لويه اغېزه لرله. حسين فضل الله د خپل لمړني ژوند په اړه وايي چې زه په يوه غريبه کورنۍ کې زېږېدلى يم خو زموږ کلى او کورنى د پوهانو او علماو مرکز و.

کلتوري، ټولنيز، سياسي او تنظيمي کارونه:

کله چې حسين فضل الله په عراق کې اوسېده، له سني اسلامي حرکتونو سره يې ښې اړيکې لرلې او له هغوى سره به يې مرسته کوله چې له هغو حرکتونو څخه د اخوان المسلمين ټولنيز او سياسي اصلاح غوښتونکى خوځښت او همدارنګه حزب التحرير د اسلامي دولت غوښتونکي خوځښت و. محمد حسين فضل الله هم په دې وخت کې يو خوځښت د حزب الدعوة الاسلامية په نامه تاسيس کړ او د دې ترڅنګ يې په کال ١٩٦١ زيږديز چې له ١٣٨٠ قمري کال سره سمون خوري يوه مجله د جماعة العماء په نامه تاسيس کړه، چې حسين فضل الله سيد محمد باقر الصدر او شيخ محمد مهدي شمس الدين د هغې مجلې مسؤل مديران ول. حسين فضل الله په دغه وخت کې شپږ کاله ليکوالي وکړه او په دغه وخت کې يې د قضايا على ضوء الاسلام او اسلوب الدعوة في القرآن کتابونه هم وليکل.

د لمړي ځل  لپاره محمد حسين فضل الله په کال ١٩٥٢ زېږديز کې لبنان ته ولاړ او په همدې کال يې قصيده ويل هم پيل کړل. د حسين فضل الله قصيدې داسې بې احساسه او خرافاتي قصيدې نه وې، د هغه په قصيده کې د مسلمانانو د ويښولو لپاره ځنې بيتونه ليکل شوي و او همدارنګه فرانسي استعمار هم پکې ډېر بد ياد شوى و، چې دا قصيده (دهغه لمړۍ قصيده) په هغه وخت کې د لبنان په ډېرو ورځپاڼو کې خپره شوه او ډېرو خلکو دا قصيده خوښه کړه.

د لومړي ځل لپاره په کال ١٩٢٣ز کې حسين فضل الله لبنان ته ولاړ بيا هغه د دوهم ځل لپاره په کال ١٩٦٦ زېږديز کې لبنان ته ولاړ چې د اسرة التاخي مذهبي موسسې له لورې ورته بلنه ورکړل شوه چې د لبنان پلازمېنه بېروت کې ژوند وکړي، ده هم دا بلنه ومنله او د تل لپاره په خپل اصلي هېواد (لبنان) کې ميشت شو.

کله چې حسين فضل الله په کال ١٩٦٦ زېږديز کې لبنان ته لاړه، په لبنان کې يې ديني او کلتوري فعاليتونه پېل کړل. هغه په دې وخت کې د ديني او خلاقي درسونو سلسله پېل کړه او د دې ترڅنګ يې يو معهد د (معهد الشرعي الاسلامي) په نامه تاسيس کړ او د ښځينه زده کوونکو لپاره يې ځانګړى ځاى ورته برابر کړ چې له دې څخه د هغه موخه د ديني او کلتوري ځوانانو روزل و. هغه خپله په هغه معهد کې د اصول الفقه درس ورکاوه چې د اوسني حرکت المقاومت الاسلاميه حزب الله ډېرى ځوانان له دغې مدرسې څخه فارغ شوي و، د بېلګې په توګه د شهيد شيخ راغب حرب، چې د حزب الله له موسسينو څخه دى، هم د دې معهد له لورې روزل شوى.

لکه څرنګه چې مو مخکې يادونه وکړه، حسين فضل الله له ځوانۍ څخه له ليکوالۍ او ادب سره مينه وه او په دې برخه کې يې کار کاوه، نو هغه يواځې په مجلو کفايت نه دى کړى مګر ډېر کتابونه يې ليکلي چې شمېره يې له اوياو څخه پورته کيږي، د هغه کتابونه په لاندې ډول دي:

الف) په قرآني څېړنو کې:

١.  من وحى القرآن (په ٢٤ جلدو کې د قرآن تفسير)

٢.  الحوار فى القرآن

٣.  اسلوب الدعوه فى القرآن

٤.  من عرفان القرآن

٥. حركة النبوة فى مواجهه الانحراف

٦. دراسات و بحوث قرآنية

 

ب) فقهي کتابونه:

٧.       المسائل الفقهيه

٨.       الفتاوى الواضحه

٩.     فقه الحيا‌ة

١٠.   كتاب الجهاد

١١.   كتاب النكاح

١٢.   القرعة و الاستخارة

١٣.   اليمين و العهد و النذر

١٤.   الاجارة

١٥.   رسالة فى الرضاع

١٦.   فقه الشريعة

١٧.   الصيد و الذباحة

١٨.   دليل المناسك

١٩.   الشركة

٢٠.   الوصية

٢١.   المواريث

 

ج) د اسلامي فکر په اړه:

٢٢.   خطوات على طريق الاسلام

٢٣.   قضايانا على ضوء الاسلام

٢٤.   الاسلام و منطق القوة

٢٥.   الحركة الاسلامية، هموم و قضايا

٢٦.   من اجل الاسلام

٢٧.   مفاهيم اسلامية عامه (10 جلدو کې)

٢٨.   فى آفاق الحوار الاسلامى المسيحى

٢٩.   دنيا الشباب

٣٠.   دنيا المرأة

٣١.   تأملات اسلامية حول المرأة

٣٢.   قراءة جديدة لفقه المرأة الحقوقى

٣٣.   الوحدة الاسلامية بين الواقع و المثال

٣٤.   قضايا اسلامية معاصرة

٣٥.   اسئلة وردود من القلب

٣٦.   المرجعية و حركة الواقع

٣٧.   الاسلام و المسيحيه

٣٨.   الاسلام و فلسطين

٣٩.   الاسلاميون و التحديات المعاصرة

٤٠.   السلام و المشروع الحضارى

٤١.   خطاب الاسلاميين و المستقبل

٤٢.   مع الحكمة فى خط الاسلام

٤٣.   الندوة (20 جلدو کې)

٤٤.   الجمعة منبر ومحراب

٤٥.   صلاة الجمعة، الكلمة و الموقف

٤٦.   من وحى عاشورا

٤٧.   حديث عاشورا

٤٨.   على طريق كربلا

٤٩.   تأملات فى آفاق الامام موسى الكاظم

٥٠.   فى رحاب أهل البيت

٥١.   آفاق اسلاميه

٥٢.   فى رحاب الدعاء

٥٣.   الانسان و الحياة

٥٤.   حوارات فى الفكر و الاجتماع و السياسه

٥٥.   روى و مواقف (3 جلدو کې)

٥٦.   المعالم الجديدة للمرجعية الشيعية

٥٧.   تأملات فى الفكر السياسى الاسلامى

٥٨.   صراع الارادات

٥٩.   المقاومة الاسلامية

٦٠.   شرح خطبة الزهراء

٦١.   الفقيه و الامة

٦٣.   اراد‌ة القوه

٦٤.   بينات

٦٥.   الهجرة و الاغتراب

٦٦.   الزهراء القدوة

٦٧.   مطارحات فى قضايا قرآنية

٦٨.   تحديات المهجر

٦٩.   آفاق الروح (په درې جلدو کې)

 

٧٠.   شعري مجموعې:

٧١.   يا ظلال الاسلام (څلوريزې)

٧٢.   قصائد من اجل الاسلام و الحياة

٧٣.   على شاطى الوجدان

 

د دومره ډېرو کتابونو ليکل د اسلامي امت لپاره د حسين فضل الله يو لوى خدمت و، دغو کتابونو د ډېرو ځوانانو او علماو فکري اړخ په اسلام او معتدله اسلامي فکر خړوب کړ او لا يې خړوبوي.

په لبنان کې د اسرائيلي يرغل له امله ډېر يتيمان او کونډې وې چې د هغوى راتلونکى نامعلوم و، داسې کومه ځانګړې موسسه نه وه چې د هغوى ساتنه وکړي او نه داسې څوک ول چې له هغوى سره لازمه مرسته وکړي، په دې وخت کې حسين فضل الله پرځان لازمه وګڼله چې د دوي لپاره داسې موسسات او دار الايتامونه جوړ کړي چې د هغوى روزنه پکې په ښه ډول ترسه شي چې د هغو موسساتو له جملې نه د جمعية المبراة الخيرية ده، چې د دې موسسې مشري خپله حسين فضل الله په خپله غاړه اخستې وه. دې موسسې د يتيمانو او په ځانګړې ډول د شهداو د ځامنو د روزنې لپاره ډېر دار الايتامونه جوړ کړل، د ناروغانو او زحميانو لپاره يې روغتونونه جوړ کړل او همدارنګه ډېر جوماتونه يې هم جوړ کړل.

د يتيمانو لپاره د خيريه ځايونو نومونه په لاندې ډول دي:

١. مبرة الامام الخويى، بيروت کې

٢. مبر‌ة الامام زين العابدين، بقاع کې

٣. مبرة الامام على بن ابى طالب، جبل عامل کې

٤. مبرة السيده مريم(ع) ، جبل عامل، جويا کې

٥. مبرة السيدة خديجة الكبرى، بيروت (بئر حسن) کې

٦. مبرة الحورا زينب، البقاع الغربى، سحمر کې

٧. د ړندو او کڼو لپاره خيريه مراکز

٨. مدرسه النور (د ړندو لپاره)، بيروت کې

٩. مدرسه الرجاء (د کڼو لپاره)، بيروت کې

دغو دار الايتامونو او مدرسو له زرګونو مستحقو کسانو سره مرسته وکړه. د دغو مراکزو له امله په زرګونو ماشومان چې راتلونکى يې ښه نه برېښېده، په درس وويلې او په اسلامي تربيه سمبال شول. د داسې دار الايتامونو او د شهداو د ځامنو د روزلو د خدمتونو لپاره محمد حسين فضل الله ته د اب الايتام يعنې د يتيمانو د پلار لقب ورکړل شوى و.

 

د حسين فضل الله له لورې جوړ شوي روغتيايي مرکزونه:

١. مستشفى بهمن (د بهمن روغتون)، بيروت، حارة حريك کې.

٢. مستشفى السيدة زهرا (د زهرا روغتون)، جبل عامل، العباسيه کې.

٣. مستشفى الإمام الحسين الطبي (د امام حسين طبي روغتون) .

٤. مركز العباس الصحي الثقافي (د عباس صحي او کلتوري مرکز) .

 

نوموړو روغتونو ډېر زخميان او ناروغانو سره د هغوى په علاج کې ډېره مرسته وکړه، چې دا د حسين فضل الله د ټولنيزو فعاليتونو څخه شمېرل کيږي.

د محمد حسين فضل الله له لورې جوړ شوي کلتوري او ديني مرکزونه:

١. مكتبة السيد محمد حسين فضل الله العامة (د محمد حسين فضل الله عام کتابتون).

٢. مجمع الإمامين الحسنين (د حسنينو مجمع)

د حسين فضل الله له لورې جوړ شوي معهدونه:

١. معهد على الأكبر المهني والتقني.

٢. معهد دار الصادق للتربية والتعليم.

٣. معهد الرأفة للتمريض.

د حسين فضل الله له لورې جوړ شوي مدرسې او مکتبونه:

١. د الکوثر عالي لېسه

٢. د الابرار مکتب

٣. د الاشراق مکتب

٤. د االبشائر عالي لېسه

٥. د الرحمة عالي لېسه
٦. د امام جواد عالي لېسه

٧. د امام حسن عالي لېسه

٨. د عيسي ابن مريم عالي لېسه

٩. د المجتبى عالي لېسه

١٠. د امام باقر مکتب

کوم مرکزونه، مکتبونه، عالي لېسې، معهدونه، روغتونونه او عامه مراکز چې موږ پورته ذکر کړل د حسين فضل الله د خدماتو يوه برخه وه. د دغو سره سره هغه ډېر نور علمي او روغتيايي خدمتونو زمينه برابره کړې وه، چې ليکلو ته يې اړتيا نه ليدل کيږي.

جهادي مواقف:

 څرنګه چې مو مخکې يادونه وکړه، حسين فضل الله په عراق کې د اسلامي خوځښت تجربه لرله او له داسې حرکتونو سره آشنا او په پرمخ بوولو يې ښه پوهېده. کله چې حسين فضل الله له عراق څخه خپل اصلي ټاټوبي لبنان ته ولاړ او هلته د تل لپاره مېشت شو، ده هلته هم وغوښتل داسې يو خوځښت جوړ کړي، خو په لبنان کې د خوځښت جوړول له عراق سره پوره توپير لاره، ځکه چې په عراق کې دعوتي حرکت ته اړتيا وه، خو لبنان بيا داسې نه و، په هغه وخت کې اسرائيلي يرغل لبنان پوره ځپلى و، خلک يې شهيدانول، کورونه يې ورانول او هر څه چې به يې زړه غوښتل ترسره کول يې، ځکه خو حسين فضل الله د يو جهادي خوځښت د جوړولو ضرورت وليد. هغه په هغه وخت کې هغه ځوانان چې د ده فکر شاګردان و، راټول کړل او يو جهادي ټولګى يې ترې جوړ کړ چې دا جهادي ټولګى نننى حزب الله دى، په هغه وخت کې به خلکو ويلى چې محمد حسين فضل الله د حزب الله روحي مشر دى، خو ده به له هر حرکت سره خپل تړاو رداوه او يلې به يې : (دوى ځکه ماته د حزب الله روحي مشر وايي چې د حزب الله ډېرى ځوانان زما درسونو او ويناوو ته کيني، دوي زما د جمعې خطبې ته کيني او زما ترشا لمونځ اداء کوي).

که څه هم حسين فضل الله له حزب الله سره خپل تړاو رداوه خو حقيقت دا و چې دغو ځوانانو له هغه څخه دغه الهام اخستى و او د هغه د هرې وينا اطاعت به يې کاوه، ځکه خو يې روحي مشر دى، دا چې حسين فضل الله دا تړاو ردوي، ممکن دې کې سياسي اهداف نغښتي وي. و الله اعلم

حسين فضل الله يو انقلابي شخصيت و. هغه له صهيوني دښمن سره جګړه د حل يواځنى لاره ګڼله او د امريکا د سياستونو کلک مخالف و. دى د امريکا د تروېستانو په لېست کې په کال ١٩٩٥ز کې د کلنټن د رياست پرمهال ځکه داخل شوى و چې ده به خپل صهيونېست او امريکا ضد موقف په ډاګه ښکاره کاوه. د ده له مشهور وېناو څخه دي چې وايي: ترهغې پورې چې صهيونست دښمن ختم نه شي، زه به د آرامۍ احساس ونه کړم. هغه په نړيواله کچه د فلسطين د خلکو د مقاومت (حرکة المقاومة الاسلامية حماس) ملاتړ کاوه.

حسين فضل الله او سنيان:

محمد حسين فضل الله له شيعي مذهب څخه هغه مذهب جوړ کړى و، کوم ته چې د ازهر پخواني شيخ (شيخ شلتوت) د اهل سنت پينځم مذهب ويلې. ده د شيعه ګانو ټولې هغه عقيدې چې له اهل سنت سره سختې مخالفې وې، ردې کړې وې او د شيعه او سنه ترمنځ د نيږدېوالي پروسه کې يې ډېر لوى خدمات سرته رسولي و. ويلى شو چې په شيعه ګانو کې يواځنى آية الله (مطلق مجتهد) حسين فضل الله و، چې له سنيانو سره ډېر ښه و او د دوي ترمنځ يې د تقريب لپاره ډېرې هڅې کړې وې. همدا علت و چې ځنو افراطي شيعه ګانو ويلې چې دى آية الله (د شيعه ګانو مجتهد) نه دى او دى په اصل کې سني دى هسې ځان شيعه ښيي. ځنې شيعه ګان له ده سره تردې وران ول چې دده پر ضد يې يوه برېښنا پاڼه هم د ضلال ډاټ نټ په نامه جوړه کړې وه.

په لبنان کې داسې ډېر سنيان ول چې د حسين فضل الله جومات ته به هرکله ورتلل او هلته به يې د حسين فضل الله د جمعې خطبه په دوامدار ډول اورېده، دا ځکه چې هغه ډېر نرم سړى و او هغه ډېر نظريې له سنيانو سره موافقې وې.

آية الله العظمى محمد حسين فضل الله له اسلام اون لاين سره په مرکه کې ويلي و چې اصحابو ته ښکنځلې (سب الصحابة) او په ځانګړې توګه امهات المومنين ته ښکنځلې کول حرام دي او څوک چې دا کار کوي له اصيلې اسلامي کرښې څخه انحراف کوي. حسين فضل الله وايي چې زه ځکه اصحابو ته ښکنځلې کول حراموم، چې الله تعالى د اصحابو په اړه وايي:

 "(مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً)
کسر ضلع فاطمه هم يوه جنجالي موضوع ده. دغه کيسه کې ځنې شيعه ګان وايي چې عمر رضي الله عنه د فاطمه الزهرا رضي الله عنها کور ته په داسې حال کې چې علي رضي الله عنه هم په خپل کور کې و ورغلى او د دې په ګېډه کې يې جنين وواژه. د دې په اړه هم له حسين فضل الله څخه پوښتنه وشوه او همدارنګه په خپلو ځنو خطبو کې هم ده دا موضوع څېړلې. دى وايي چې لمړى خو د دې تاريخي حادثې روايتونه ډېر ضعيف دي او له کومو لارو چې نقله شوې د منلو وړ نه دي او بله دا چې په خپله کېسه کې هم زه ځنې سوالونه لرم، چې دا سوالونه ښيي چې دا کيسه حقيقت نه لري او هسې يوه جوړه شوې کيسه ده.

د حسين فضل الله له لورې چې کوم سوالونه د دې کيسې په اړه کيږي، يو يې دا دې چې په دغه وخت کې چې حضرت عمر رضي الله عنه د فاطمة الزهراء په ګېډه کې جنين  وواژه، حضرت علي هم په کور کې و، ولې حضرت علي کرم الله وجهه له هغې څخه دفاع ونه کړه، په داسې حال کې چې هغه يو زړه ور او شجاع سړى و او له ده سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم لور وه او ده ورڅخه دفاع ونه کړه؟!!
بله دا چې حضرت على کرم الله وجهه په کور و چې دا حادثه وشوه، پوښتنه دا ده چې ولې حضرت علي دروازې ته نه راته چې خپله ښځه يې رالېږله؟!!، همدارنګه بله پوښتنه دا ده چې حضرت فاطمه ولې له کېسې څخه څه نه دي ويلي او داسې نورې پوښتنې هم شته چې د دې حادثې دروغوالى ښکاره کوي.

د حسين فضل الله نرمي او له سنيانو سره د فکر د يووالي بل دليل دا دې چې په يوه ويډيو کې چې په يوټيوب او ځنو نورو ډېرو ويب پاڼو کې خپره شوې وايي: ابوبکر رضوان الله عليه.

ځنې شيعه ګان وايي چې زموږ امامان په غيبو پوهيږي. دوي وايي چې امام په دې پوهيږي چې په جنت کې څه تيريږي، په دوزخ کې څه دي او داسې نور معلومات چې د غيبو معلومات وي، چې له دې سره هم حسين فضل الله مخالف دى او هغه وايي چې غيب يواځې له الله سره ښايي او دا له بل کوم چا سره نشته او وايي چې پر دې د سورت الجن هغه آيت دليل دى چې الله پکې فرمايي: ﴿ عَالِمُ الغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَداً *إِلاَّ مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ ...﴾ (الجن:26، 27)

له حسين فضل الله څخه د الجزيرې په ټلوېزيوني شبکه کې وپوښتل شول چې د شيعه ګانو او سنيانو د اختلاف اصلي ريښه کومه ده. ده په ځواب کې وويل چې د اختلاف اصلي ريښه دا ده چې سنيان وايي چې څلور خلفاء د خلافت مستحقين ول، مګر شيعه ګان وايي چې امامت او خلافت د آل بيت حق دى او نور څوک د دې مستحقين نه دي او ځنې نور داسې لوى او واړه مسايل شته چې شيعه او سنه يې سره بېل کړي دي. حسين فضل الله د اختلاف په اصل پوه شوى او دا داسې اختلاف دى چې دومره لوى نه شمېرل کيږي او په حقيقت کې دا د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ د نيږدېوالي په پروسه کې يو لوى ګام دى.

کله چې امريکا پر عراق يرغل وکړ، هلته ډېرى شيعه ګان له امريکايې يرغل سره ودرېدل، داسې تقسيم بندي وشوه چې شيعه ګان له حکومت سره او سنيان له مقاومت سره خو په دې وخت کې محمد حسين فضل الله له امريکايي اشغال سره د مرستې د ممنوع کولو فتوا ورکړه. ده وويلې چې مسلمان ته په هېڅ حالت کې اجازه نه ورکول کيږي چې د کافر ترڅنګ ودريږي او د هغه مرسته وکړي.

شيعه ګان د محرم په مياشت کې ځانونه وهي، ځنې خو داسې کلک ځانونه وهي چې د مړه کېدو تر حالته پورې رسي، دا په حقيقت کې يو وحشيانه کار دى، حسين فضل الله د داسې وهلو د څخه د ځان ژغورلو او فتوا ورکړې وه او شيعيان يې له داسې وهلو څخه منع کړي و.

ډېرى شيعيان له محمد حسين فضل الله سره په دې کې مخالف دي چې امام مرتبه انبياو ته رسوي. دى وايي چې امام د انبياو مرتبې ته نه رسيږي او دين بې له امام نه پوره دى. دا نظر له ډېرو هغو شيعيانو سره مخالف دى چې وايي دين له امامه پرته پوره نه دى. ده ويلې چې دعا بايد يواځې او يوځې الله ته وشي، که څوک له الله نه غير له بل چانه څه غواړي دا له شيعه مذهب سره مخالف دى، مګر له قرآن او سنت سره مخالف دى. د ده له نظرياتو څخه دا و چې امام د چا شفاعت نه شي کولى.

سعودي جورنالست او د عکاظ د جريدې مسول مدير حسين فضل الله ته وويلې چې کله چې تاسې داسې معتدل نظريات ورکوئ موږ پر دې ډېر خوښېږو، مګر د اهل سنه ځنې علماء وايي چې دا ستاسو د تقية نظر يو جز دى، په دې اړه څه غواړئ ووايئ. د دې سوال په ځواب کې حسين فضل الله وايي چې سمه ده، چې زموږ په مذهب کې تقية شته مګر دا په سياسي مسائلو کې ده او يا په هغه حالاتو کې چې سړى پرځان وېريږي، نه په اجتهادي او فقهي مسائلو کې، هغه څوک چې زما فتواوو، اجتهادي مسائلو او فقهي موضوعاتو کې د تقية شک کوي هغه اصلا نه غواړي شيعه او سنه سره نيږدې شي او دا خلک بيځايه تهمتونه کوي.

بله موضوع چې د امام خميني اجتهاد دى هغه د ولاية الفقيه موضوع ده. امام خميني وايي چې فقيه بايد مشر وي حتى فقيه د معصوميت تر حده رسوي. خو حسين فضل الله له دې نظريې سره مخالف دى، هغه وايي چې نه يواځې زه مګر ډېر شيعيان له دې فکر سره مخالف دي. دى وايي چې هغه وخت کې چې حاکم ظلم کاوه هرڅوک د هغه مقابل کې پورته کېدى شي او د مخالفت حق لري.

د ده وروستى وصيت دا و چې د شيعيانو او سنيانو ترمنځ اختلاف حرام دى، د ده په خوله: «الفتنة السنية - الشيعية حرام ثم حرام ثم حرام» سني-شيعي فتنه حرامه ده بيا حرامه ده بيا حرامه ده. ده به ويلې چې د شيعيانو او سنيانو ترمنځ داسې کوم اصلي اختلاف نشته. ده به هېڅ کله داسې خبره نه کوله چې د شيعيانو او سنيانو ترمنځ پرې اختلاف رامنځ ته شي.

د حسين فضل الله مړينه:

پر آية الله العظمى محمد حسين فضل الله څو څو وارې مرګونې حملې وشوې، چې په سلګونو کسان پکې شهيدان شول او په سلګونو جنينونه د مورګانو په ګېډو کې لمنځه ولاړل خو د خداي تعالى غوښتنه دا وه چې دى ژوندى وساتي. لومړۍ حمله په کال ١٩٨٣ز کې وشوه چې اصلي هدف پکې د حسين فضل الله لمنځه وړل و. بله حمله په ١٩٨٥ز کې د ده د کور په مخکې په يوه موټر کې ترسره شوه چې په سلګونو کسان يې مړه او زخميان کړل، خو دى الله وساته. دى خپله د ١٩٨٥ ز کال د حملې په اړه وايي چې په دې ورځ ماته ډېر جورنالستان راتلل او کلکېدل به چې زموږ سره مرکه وکړه که يوه دقيقه هم وي، دوي ماپسې جومات ته هم راغلل ترڅو نړيوالو ته زما له وژلو وروسته دا ويډيو وښيي او ورته ووايي چې دا يې له مرګه څو ساعته مخکې ډکه شوې.

بالآخره په کال ٢٠١٠ ز کې د جولاي په څلورمه نېټه د اسلامي تقريب ځلانده څېره محمد حسين فضل الله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره د بهيمن په روغتون کې له معدې څخه د شديدې وينې څڅېدو له امله د ٧٥ کلنۍ په عمر سترګې پټې کړې او د اسلامي تقريب په ودانۍ کې يو مستحکم ور وتړل شو. انا لله و انا اليه راجعون روح دې ښاد او فکر او هڅې دې ژوندۍ وي.

د علامه آية الله العظمى سيد محمد حسين فضل الله مړينه نه يواځې د هغه د کورنۍ لپاره د غم او خفګان ځاى و، مګر د ده مړينې ټوله اسلامي نړۍ و دردوله. د مسلمانو علماو د نړيوالې اتحاديې رئيس دکتور يوسف قرضاوي او د اتحاديې ټولو علماو د ده له کورنۍ سره خپله غمرازي ښکاره کړه. همدارنګه د حماس د جهادي خوځښت د سياسي کمېټې مشر خالد مشعل وويلې: حسين فضل الله يواځې لبناني څېره نه وه مګر د اسلامي نړۍ په سطحه شخصيت و، خلک يې په منځني فکر وياړي، د هغه جهادي افکار خصوصا د فلسطين په اړه د ستاينې وړ دي.

ماخذونه:

١. آن اسلام ډاټ نټ (عربي)

٢. منتدى انصار السنة

٣. اسلام اون لاين ډاټ نټ (عربي)+(انګلش)

٤. الجزيرة (تلوېزيوني شبکه

٥. ويکيپېديا ډاټ اورج (عربي)

٦.  بيينات ډاټ اورګ (عربي) د حسين فضل الله رسي برېښنا پاڼه

٧.  ضلال ډاټ نټ

٨.  بيينات ډاټ اورګ (فارسي) د حسين فضل الله رسي برېښنا پاڼه

٩. العربية ډاټ کام

١٠.  بيينات ډاټ اورګ (انګلش) د حسين فضل الله رسي برېښنا پاڼه

١١.  منتديات من المحيط الى الخليج

١٢.  يوټيوب ډاټ کام

١٣. بي بي سي ډاټ کام (عربي)

١٤. الجزيره ډاټ نټ

١٥. جسور التواصل ډاټ کام

١٦. القبس (کوېټي جريده)

١٧. الجوار ډاټ اورج

د حسين فضل الله له ويناو څخه چې په انګلش يې لاندې ترجمه ليکل شوې: