ماده پال...

ليکوال:صفي الله علمي*

د محبت دعوېدار څومره ډېر دي...!!؟
دا ټول دروغژن دي...هيڅوک هم د چا له غمه مړ نه دی...هر يو د ژوند تېرولو اسباب لټوي او دا سلسله به همدغسې روانه وي، نو د وفا لاپې هسې وخت اړول دي.
په حقيقت کې ماده پالنې ټولې پاکې او ناپاکې مينې ولړلې. حقيقي مينه اوس د پتنګ په څېر سوځېدل نه غواړي، بلکې د مادې هغه رنګين غلاف غواړي چې ټول عيبونه دې پرې مستور شي او سره له ډېرو بدګڼو هم محبوب شې !!
ماده پال د خپل ژوند د تيارو لپاره له تا د مادې هغه روښنايي غواړي، چې خپله تاريکه لار پرې روښانه کړي...تر څو چې دا رڼا وي، ملګري به هم ښه ډېر لرې، خو کله چې دا رڼا زایله شي، نو د ژوند تيارې به دې هماغسې يوازې خوري ! 


___________________
*ليکوال په نړيوال اسلامي پوهنتون, اسلام اباد کې د تجارت او ادارې د پوهنځي محصل دی.