د قران کریم د سوځولو اراده د غربي تمدن ماتې
ژباړه : فضل کريم شرف
نړېوال اسلامي پوهنتون، اصول الدين پوهنځی
په دې ورځو کې د اسلامي دين په زیاتره مقدساتو دغرب له خوا د پراخه حملو شاهدان یو. پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته درسمونو نسبت, په اروپا کې په نقاب وحشيانه حملې او تردې چې خبره د الله(جل جلاله) د لوي کتاب قران کريم تر سوځولو پورې راورسېده. دغه تولې هڅې په دې دلالت کوي، چې اسلام د اروپا دروازه ټکولې او هلته په داخلېدو سره یې د غرب تمدن د تهديد لاندې راوستی.
په دې اخر وخت کې د " تمدنونو ټکر" په موضوع خبرې زیاتې شوي, له هغې وروسته چې " صمویل هنتنګتون " په نوییمه لسيزه کې له سړې جگړې نه وروسته دا اصطلاح خلکو ته ښه وروښوده، نړۍ یې په اوو(7) مختلفو تمدنونو ووېشله او ویې ویل چې د اسلامي او غربي تمدنونو تر منځ ټکر حتمي دی او دا چې نړۍ مخکې د هیوادونو تر منځ په ټکر بوخته وه, بیا د قومونو تر منځ ټکرونه و، بیا د ایدیالوژيو ترمنځ, تر دې چې دا موده د کمونیزم له ماتې څخه وروسته پای ته ورسېده او یو نوی دور پیل شو، چې په هغه کې د تمدنونو تر منځ ټکر شروع شو.
دا یې هم ویلي چې هغه کرخې چې د تمدنونو تر منځ بېلښت راولي، همدغه کرښې په راتلونکي کې د دوی تر منځ د جگړې سبب هم دی، چې اسلامي تمدن هرې خوا ته (شرق, غرب، شمال، جنوب ) پرتې پولې لري او له زياتو گاونډیانو سره په ټکر کې دی. د وخت په تېرېدو سره د " هنتنګتون" ځینې خبرې رښتیا شوې، لکه څنگه یې چې ډېرې نورې دروغ ثابتې شوې.
دا یې رښتیا ویلي وو چې نړیوال د تمدن ريښې لټوي او پرې راټولیږي، خلک د دولت او ملت په نوم بېليږي، خلکو کې د وطن پرستۍ او هېواد پرستۍ افکار پيدا شول. موږ گورو چې هېوادونه په یوه اړخ کې سره راټوليږي، لکه اروپايي اتحاد چې د ملتونو په راټولولو وتوانید، همدارنگه غرب چې په شمال کې د اروپا په نوم، په غرب کې د متحده ایالاتو په نوم او په جنوب کې د استراليا په نوم سره راټول شو.
په اسلامي نړۍ کې هم وينو چې خلک خپل اصلي تمدن ته راگرځي؛ وينو چې ترکيه د خپل تمدن هغو اصولو ته را اوړي چې په اسلام بنا دي او د اروپا له ناولي تهذيب څخه لرې تښتي، همدا د تمدن ځينې اسباب دي چې ترکیه يې په اروپايي اتحاد کې له ننوتلو څخه منع کړه. خلک همداسې د خپل تمدن د اصليت په تلاش کې دي، چې دا تمدن له دین، ثقافت، ژبې او شريک تاريخ څخه جوړ دی.
د اسلامي نړۍ په عربي هیوادنو کې اسلامي ويښتابه زياته شوه؛ مسلمانو ډلو په کويت، اردن، فلسطين ، ترکيه او ډېرو غربي هیوادونو کې انتخابات وگټل او که په پاتې نورو هېوادونو کې هم له درغليو څخه پاکه رايه اچونه وشي، نو همداسې څه به مو تر سترگو شي او دا له دې امله چې ملتونه غواړي، خپل اصلیت او مسلمانۍ ته راوگرځي او په خپل ذات او اصلي پيژندگلوۍ سره راټول شي.
نن موږ د تمدنونو د ټکر ښکاره شېبې وينو، غرب په خپله زمکه، کوڅو، تجارتي مرکزونو او حتی د کورونو دننه د اسلام په اثر پوهېدلی، اسلام د نړۍ د تېز خپرېدونکي دين وياړ اخستی، غرب د خپل تمدن په بايللو وېرېدلی او له همدې کبله يې دفاعي پلانونه هم جوړ کړي، گورو چې غربيان مسلمان مهاجرين د اروپا دننه نه پريږدي او ترکيه په اروپايي اتحاد کې له ننوتلو منع کوي، بلکې وينو چې په اسلام بې دریغه حملې کيږي، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم کارتون رسميږي، په حجاب حمله کيږي او تر دې چی د مقدس اسماني کتاب قران کريم تر سېځلو رارسيږي، دا هر څه د غرب د ضعف ښکارندوی دي، په دې دلالت کوي چې د غرب يوازينۍ وېره له اسلام څخه ده او لکه څنگه چې پاپ واتيکان وېره څرگنده کړې اروپا به د څو کالونو دننه په اسلام بدله شي.
دغې هېښوونکې شېبې د اسلامي او غربي تمدن تر منځ فرق راوښود, چې ټولو د قران کريم د سوځولو لپاره خلک د د کليساگانو د مشرانو په شمول راټولول، خو بالمقابل هيڅوک هم ونه ليدل شول، چې ددې په بدل کې د انجیل يا توراة سېځلو ته څوک راوبولي، په داسې حال کې چې يو فرد دا اعلان کولی هم شو، ځکه چې دا يوه سالمه بدله وه، خو مسلمانانو دا کار ونه کړ، لوی سبب يې دا و، چې ددوی اسلامي تمدن دوی له داسې وحشت او بربريت څخه منع کوي. اسلام خپل پیروان له مشرکينو څخه د بدۍ د بدل له اخيستلو منع کړي، زموږ او د هغوی فرق همدا دی، چې موږ له هغو څخه د غوره تمدن لرونکي يو، زموږ هدف دجهل له تيارو څخه د هغوی راويستل دي، موږ پوهیږو چې د قران کريم د سېځلو فکره په اسلام باندې د دوی د نه پوهېدلو له امله راټوکېدلې ده، غوره دليل يې دا دی چې د غرب دغه عمل خلک نور هم د اسلام پېژندلو ته متوجه کړل، بلکې زيات تعداد غربيان له دې کبله چې اسلام غوره تمدن لري په اسلام مشرف شول. حق پېژندونکو يې په دې اعتراف وکړ چې اسلام تر ټولو دينونو غوره او د نرمۍ دين دی، له جاهلي، کفري او هغو باطلو اعمالو څخه چې په کلیساگانو کې د دين په نوم کيږي خالي دی.
د قران سېځلو پېښه د غربي او اسلامي تمدن تر منځ د ټکر يوه بله نقطه وه، دا بېلوونکې نقطه د اسلام په تاوان نه، بلکې په گټه تمامه شوه او موږ ته يې دا راوښوده چې زموږ په لاس کې داسې وسله شته چې اروپا سره پرې وجنگيږو، خو په دې شرط چې پری پوی شو، په ځان يې تطبيق کړو او خلک ورته راوبولو، داسې وسله چې کولی شي د غرب د هغه اهدافو مخه ډب کړي، چې له مخې يې غرب غواړي، خپل وروسته پاتې تمدن په اسلامي نړۍ کې رواج کړي، دې اهدافو ته په رسېدلو کې د سود، غربي فلمونو او ...په مسلمانانو کې له رواجولو څخه گټه اخلي، چې همدا د دوی د تمدن اصل هم دی.
د غربي تمدن جوړښت وايي : انسان د دې کائناتو بادار دی او هر شی د ده د مزو چړچو لپاره سرکوزی دی. غربي تمدن په ماديت بنا دی، له بل تمدن سره په ټکر باندې غواړي چې په هغه ځان غالب کړي او وايي چې نړۍ ټوله د همېشني ټکر په حال کې ده چې په نتيجه کې کمزوری له منځه ځي او زورور پاتې کيږي.
خو د اسلامي تمدن رڼا هر لوري ته خپره ده. اسلام جهاد د دې لپاره فرض کړی، چې نړۍ ته د الله جل جلاله د کليمې د رسولو په لاره کې خنډونه له منځه يوسي، نړيوال له تيارو نه رڼا ته راوباسي او نېغه لار ورپه گوته کړي.
هر کله چې دا خنډونه له منځه لاړ شي، مسلمانان خپلې اسلحې په زمکه ږدي او له ځايي خلکو سره د تواضع، نرمۍ او ورورولۍ سلوک کوي، په خوراک، څښاک او تجارت کې ورسره شريکيږي، د هغوی ملاتړ حاصلوي او د عزتمند ژوند تضمين يې کوي.
دلته خلک د اسلامي تمدن مزه څکي چې نه د دوی له دنيوي کړو وړو سره ټکر کوي او نه کمزوری د زورور په واسطه له منځه وړي، بلکې مسلمان د نېکيو او ښه اخلاقو نمونې وړاندې کوي، همدارنگه که وگورو مسلمانانو اروپا ته ډېر داسې نوښتونه نقل کړي چې د عصري علومو د بنسټ حيثيت لري.
صبر د اسلامي تمدن يوه اصلي برخه ده، که څوک غواړي چې زموږ قران وسیزي موږ د نېکۍ له مخې هغه ته يوه نسخه د هديې په توگه ورکوو، چې لومړی يې ولولي، که څوک له اسلام نه خبر نه دي، نرمي ورسره کوو، ځکه هغه ناپوه او جاهل دی, نتيجه دا راوزي چې په نړۍ کې زرگونه کسان ډلې ډلې د الله جل جلاله په دين کې شامليږي لکه څنگه چې د تېرې پېښې څخه وروسته هم وشول.
تر ټولو زوروه وسله چې مسلمانان يې په لاس کې لري، د هغوی هغه دين دی، چې اسلامي تمدن پرې بنا دی، همدا دين د غربي ثقافت او تمدن جواب وايي او په مخکينيو پېړيو د کاميابۍ يوه نمونه وه. پېغمبر صلی الله عليه وسلم وړاندوينه کړې وه، چې د روم ديوالونه به د وسلې په ځای په تکبير راغورځي.
د غربي او اسلامي تمدن تر منځ ټکر زموږ په گټه دی، خو په دې شرط چې که موږ په خپل دين منگولې خښې کړو او ځان په غوره اخلاقو سنبال کرو.
غرب کې په نقاب حمله نړۍ ته ښيي چې مسلمانې بيبيانې په خپله خوښه حجاب اغوندي او لکه څنگه چې يې غرب بولي مېرمنې د میړونو له خوا په نقاب مجبورې نه دي، بلکې د مسلمانې ښځې دا کړه وړه د هغې عفت څرگندوي او غرب ته دا پيغام ورکوي چې اسلام په ښځو باندې له قهر څخه ډېر لرې دی، د غرب په څېر نه، چې ښځه يې سپکه کړې او د خرڅلاو ارزانه توکی يې گرځولی.
په پای کې معلوميږي چې اسلامي تمدن تر ټولو ډېر غوره او نرمۍ ته قايل دی، همدا يې په مخکينيو وختونو کې د خپرېدو سبب هم دی او ننۍ پېښې هم دا څرگندوي چې راتلونکی دهمدې حق دين دی. انشاءالله