غوره ویناوی

حضرت ولي (جلالي)

۱--- ښه سړی هغه ده چه په ښو خلکو ګران اود بدو خلکو زښت وی.

۲--- څوک چه دینی علم ددی په خاطر زده کوی چه دخلکو پام ځان ته راوړی ځای به یی دوزخ وی.

۳--- ستر سړی څلور صفتونه لري کمینی،ادب ،مهرباني ،او عدالت.

۴--- کله چی یوسړی بل ته پور ورکړې نو دپور وړي سوغات دی نه قبلوي.

۵--- څوک چه دظالم په ظلم پوهیږي او سره لدی دهغه دتقوی لپاره زیارباسی کامل داسلامیت له دایری څخه وتلی ده.

۶--- ښکاره دښمنی د منافقی دوستی څخه ډیره ښه ده.

۷--- د ملګری په نیمګړتیاو پسی مه ګرځه او کنه بی ملګری به پاتی شی .

۸--- د چرګ حلالولو لپاره د غوای حلالولو چاړی ته ضرورت نشته.

۹--- ستر سړی په ځان فشار راولي او کوچنی سړی په نورو.

۱۰--- هیڅ شی دخدای (ج) په وړاندی دومره غوره نه دی لکه چی څوک خپل قهر دده دخوښی په غرض وزغمي.

۱۱--- دقیامت په ورځ د قدر او منزلت له مخی د ټولو ټیټ سړی هغه به وی چه دخپل علم څخه یئ ګټه نه وی اخستی.

۱۲--- پاک اوسه بی باک اوسه.

۱۳--- ډیری خبری د پوهی دلیل نه ده.