استاد فتحي يکن |
ليکوال: زاهد جلالي |
![]() |
استاد دوکتور فتحي يکن په لبنان کې د اخوان المسلمين (الجماعة الاسلامية) موسس او رئيس، د اسلامي حرکت (جبهة العمل الاسلامي) موسس او د اخوان المسلمين يو له ډيرو مهمو فکرى کسانو څخه و. د ده په لاس ليکل شوي کتابونه له ٣٥ څخه اوړي او هريو کتاب يې د اسلامي دعوت او تنظيم په اړه ډيرې مهمې لارښوونې لري، چې ډيرى يې د نړۍ ډيرو ژبو ته ژباړل شوي هم دي. د اخوان المسلمين په تاريخ کې دا دريم شخصيت و چې وفات يې د اخوان المسلمين په فکري اړخ ډيره کلکه اغيزه وکړه، لومړى د شهيد امام حسن البناء شهادت (١٩٤٩ز)، له دې وروسته د شهيد استاذ سيد قطب شهادت (١٩٦٦ز) او د دې د ووکسانو له شهادت څخه څو لسيزې وروسته په کال ٢٠٠٩ز کې د شيخ فتحي يکن مړينه د اخوان المسلمين پر فکري اړخ باندې يوه کلکه څپيړه وه. |