اغفر لي يا رب (يوه ريښـتوني کېسه)
 

ليکوال: دکتور حسين مونس

ژباړن او ترتيب: شاکر جلالي

 

 کله چې امريکا او غرب د يوولسم سپتمبر ورورسته د افغانستان پر مظلوم ملت باندي يرغل وکړ نو ددې يرغل له ډيرو ناخوالو سره سره يې وغوښتل چې ځينې صحنې له نورو بهرنيو ژبو پښتو او دري ته وژباړي چې ددې اکثره  صحنې موضوع ګاني به عشق او محبت وو او ځينې هغه ځوانان چې پدې ناروغۍ له پخوا هم اخته وونور يې هم پکې سرائت وکړ ددې سره زمونږ د ټولني زيات ځوانان په بلې ناورغۍ اخته شوىدي چې هغه په ګرځنده مبايېلونو کې خبرې اترې دي له نا محرمو زنانه وو سره ددې صحنو او خبرو نتيجه دي ته راورسيده چې ځينې ځوانان او پيغلې پدې وروستيو کې د کور نيو نه پټ خپل کورونه يې پريښودل او د يوه څه وخت لپاره په تېښتې بريالي شول چې د پښيمانۍ پرته يې نور څه لاسته رانه وړل.
پدې وروستيو کې پدې اړه ما يو مضمون ولوست نو ومي غوښتل چې پښتو ژبي ته يې وژباړم ان شاالله چې ګټور به تمام شي زمونږ ټولني ته.
دا کيسه ماته پخپله ددې کيسې اتل وکړى که چېرې  کېسه تر اخره پورې ولولى نو پوه به شئ چې څرنګه اتل شوى دى.
درې کاله وروسته مې وغوښتل چې د حرمينو زيارت وکړم په همدې نيت لومړى مدينې منورې ته لاړم هلته زما يو بوډا ملګرى و چې درې کاله مخکې زما ورسره ملګرتيا پيدا شوې وه کله چې د خپل ملګري دوکان ته ورسيدم نو ګورم چې هغه سپين ږيرى بوډا اوس نشته او پر ځاى يې يو سعودي ځوان په دوکان کې کار کوي نو ترينه مې وپوښتل چې هغه  بوډا چېرته دى نو له سلام او ستړي مشي وروسته يې راته ځاي وغوړاوه او زما لپاره يې چاى هم راوغوښته دواړه سره کېناستو او د زړه خواله مو سره وکړه نو ما ترې يو ځل بيا پوښتنه وکړه چې
بابا چېرته دى؟
ناڅاپه يې ځواب راکړو چې هغه خو دوه کاله مخکې وفات شوى دى نو ما هم ورته دعا وکړه او ځوان لپاره هم مشتريان راغلل هغه هم له هغوي سره مصروف شو او زه يواځې پاتې شوم ددې زوړ بابا په چورت او فکر کې ډوب شوم چې د هغه کېسه مې ياد ته راغله چې ماته يې کړې وه هغه داسي وه چې:
چې د مصر د قاهرې په ښار کې پيدا شوى يم کله چې د ځوانۍ مرحلې ته ورسيدم نو ما له يو رخت فروش سره کار کول شروع کړل ددې دکان څښتن ډير هوښيار او زيرک انسان وو په ډيره کمه موده کې يې لدې وړوکي دکان څخه غټ حال جوړ کړ او زه هم په خپلو کارونو کې ډير محتاط وم.
زما د احتياط په سبب زما رتبه هم ورځ تر بلي پر مختلله چې حتى خبره دې ته ورسيدله چې زه يې خپل مالي مقرر کړم مونږ به د سهار له اتو بجو نه کار پيل کاوه تر ماښام اتو بجو پوري مو کار کاوه لدې وروسته به مي د دوکان څښتن ته حسابي ورکوله او له حال نه به راوتم له ډيري ستړيا نه به سر راباندي گرځيده له مشر ورو سره به مي د ماسخوتن ډوډۍ د هغه په دوکان کې خوړله او بيا به کور ته تلو.
مور به مي ډير راته ويلي چې زويه واده وکړه خو ما به نه منله او له ځان سره مي وييلې چې کله دي پيسي پيدا کړې نودکان به جوړ کړې او چې کله سرمايه دار شي نو بيا به واده وکړې دوخت په تيريدو سره ما نور هم ځان دوکاندار ته معتبر کړلو او لدې سره سره به مې يو څه پيسې ترينه پټولې تر هغې چې دا پيسې زر ډالرو ته ورسيدې او ما کولې شول چې ځانته يو بيل دوکان پرانيزم.
زه د دوکان په لټه کې وم چې مور مې ناروغه شوله او تر څه وخت تيريدو وروسته هغه هم وفاته شوله کله چې مې مور خاوروته وسپارله نو له ما سره فقط څلويښت ډالره پاتې وو نور ټول د مور په ناروغۍ کې رانه مصرف شوي وه.
کله مې چې خپل حالت ته پام شو نو رنا ورځ راباندي توره شپه شوه الله جل جلاله پوهيږي چې ما دا پيسې څومره په سختۍ پيداکړې وې اما څومره زر پدې تيرو څلورو مياشتو کې رانه مصرف شوي.
پدې کوم حال کې چې ما کار کولو ورځ تر بلې يې کار په ښه کېدو وه او ددې حال تر څنګ نور دوکانونه يې واخيستل او سره يو ځاى يې کړل او خبره شرکت ته ورسيده زه پکې د محاسبې مدير شوم او ماته يې يو بيل دفتر راوسپاره هر ورځ به مې زرهاو روپۍ کته او پورته کولې او له ځان سره مې ويلې چې کاشکې دا پيسې له ما سره وي چې ما هم استاد عبدالله غوندې داسې لوى شرکت درلوداى ورځې او شپې تيريدلې چې يو ښايسته انجلۍ مې وپيژندله او دا انجلۍ د يو باعزته افسر لور وه نو ومې غوښتل چې واده ورسره وکړم نو ما يې کورنۍ ته وړانديز وکړ چې خپله لور ماته راکړي کله چې دوي پوه شول چې زه هسې يو کاريګر يم هلته په شرکت کې نو زه او ورور مې دواړه راوشړلو او په کلکه سره  يې دا غوښتنه رد کړه.
لدې کړنې وروسته زما غم او خفګان نور هم زيات شو نو لدې وروسته ما کوشش وکړ چې سميره نوره له ياده وباسم مګر ما ونشواى کولاي او د سميري کورنۍ د شرکت ريېس يې زما لدې کړنې نه خبر کړلو کله چې سهار شرکت کې خپل دفتر ته لاړم نو استاد عبدالله را باندې دفتر ته راننوت او زه يې ورټلم چې ولې دې دا کار کړېدى ما ترى هم بښنه وغوښته او کله چې له دفتر ځينې ووت له ځان سره مې ښه وژړل چې دا په څه غم اخته شوى يې او پدې فکر کې شوم چې ددې انجلۍ له کور نه به لرې چېرې کور نيسيم.
شپې او ورځې همداسي تيريدلې چې له يوه سعودي سوداګر سره مې پيژندګلوي وشوه هغه به کله له مونږ نه ټوکر اخيستل.
دغه سوداګر څو شپې له ماسره تيرې کړلې نو بله ورځ مې ورته خپله کېسه وکړه چې دغسې خپل زړه مې بايللې دى نو هغه زما نه پوښتنه وکړه چې ايا انجلي هم پر تا زړه بايللې دى؟ هو د هغې هم زه خوښيږم.
سوداګر: نو ولې ورسره واده نکوې؟ ولې تښتي نه؟
محمود:واده !! تېښته!!!
سوداګر:هو وتښته؟
محمود:څوک له هغې سره زما اړيکه پيداکړي؟
سوداګر:د هغې انجلۍ خپلوان.
محمود: نو بيا چېرته وتښتو؟
سوداګر: له ما سره به لاړ شې کنه.
لدې خبرو وروسته مې پدې اړه فکر کول شروع کړل د شپې په بستره کې به تر نيمې شپې خوب نه راتلو په همدې سوچونو او فکرونو کې به ډوب وم.
څوک به راسره مرسته وکړې؟ تر څو له سميرې سره اړيکه ټينګه کړم نو له ځان سره مې وويل چې عباس د سميرې د تره زوى.
عباس زما ملګرى او د مکتب د وخت همصنفي مي هم تير شوى وو او پدې وختونو کې يې وزرات مالي کې کار هم کولو سره لدې ښه خبره خو دا وه چې عباس د خپل تره څخه کرکه او نفرت درلود.
کله چې ما دا موضوع له عباس سره ياده کړه هغه هم وعده راکړه چې زه به درته کار وکړم له څو شپو او ورځو وروسته يې ماته وويل چې سميره مي راضي کړېده نو فلانې هوټل ته راشه زه هم له وعدې سره سم د ماسپښين لمانځه وروسته هوټل ته لاړم او هلته مي له سميرې سره نکاح وکړه او له څه خوړلو وروسته هغې ته مې وويل چې اوس کورته لاړه شه بيا به سره ګورو هغه کورته لاړه هيڅ څوک پرې خبر نه ول نه مور نه پلار او نه هم د کورنۍ کوم غړى بغير د تره زوي عباس نه چې زما او ددې تر منځ يې اړيکې پيداکړې وي اوف خدايه شيطان څه لوبې پرما وکړې.
کله چې سبا دفتر ته لاړم او پيسو ته به مې پام شو نو له ځان سره مې وويلې چې واخله او لاړ شه څوک به تا ګير کړي تر هغو پورې چې استاد عبدالله خبريږي نو ما به هر څه کړي وي په همدې فکروو کې ډوب وم چې ناڅاپه  دروازه وټکېده ګورم هاغه سعودي سوداګر دى راته يې وويل چې ځان دې تيار کړه سبا نه بله ورځ مو سفر دى.
نو هغه ته مې وويل چې سمه ده مازديګر د شرکت ريېس استاد عبدالله راغى او راته يې وويل چې زه سبا ته سفر لرم او نشم کولاى چې دغه پيسي په بانک کې جمع کړم کېداي شي چې زه پنځه ورځې باد بيرته راشم.
نو دا زما لپاره ښه چانس ځکه وو چې شرکت زما په لاس کې پاتې شو بله ورځ مې ټولې پيسې راوخستلې او د وعدې سره سم لاړم سميره مي هم له ځان سره واخيستله او سعودي سوداګر راته منتظر وو په بندر کې ما او سميرې دواړو ځانونه بندر ته ورسول چې نور نو خپل هيواد د ابد لپاره پريږدو.
آه څومره سخت وخت وو زه سميره او شيطان درې واړه سره ملګري شولو او د جدي بندر ته ورسيدلو له هغې وروسته مديني منورې ته لاړو.
دغه سعودي سوداګر راته يو کور په کرايې ونيولو کور ډير زوړ وو سميرې خو په ډيرو ښکلو کورونو کې ژوند کړې وؤ.
نو په ډير تعجب يې رانه پوښتنه وکړه چې دا زمونږ کور دى!!!؟
ما نور نو ځواب نشو ورکولاى فقط دومره مې ورته وويل چې دا زمونږ کور دي.
ددې خبري په اوريدلو سره سميره نو چپه شوه هيڅ يې هم ونه ويلې خوارکۍ سميره!!
تر سبا پورې نه څه وويل او نه څه وڅکل فقط لاسونه او سر يې په څنګلو باندي ايښودلې وؤ او تر سبا پورې ژړلې نه خوب وو نه ارام پدې وخت کې مې دا محسوسه کړله چې شيطان راباندې څه وکړل.
ما هم په مدينه منوره کې يو وړوکې دکان پرانسته د بزازۍ او هلته مې خپل کار پيل کړلو.
سميرې ورځ په غمونو او شپه به يې په بي خوبۍ کې تر سبا پورې به ناسته وه.
ريښتيا هم کور ډير زوړ وو سميره ملامته نه وه چې دومره ژور خفګان يې کولو ما چې د سميري خفګان ليدلو نو يوه ورځ مسجدې نبوي ته لاړم او هلته مې دعا وکړه چې خدايه(ج) سميري ته خوشحالي نيکبختي ور په نصيب کړې.
يوه ورځ ماته سميري وويل چې غواړم مسجد النبوي ته لاړه شم ما هم هغې سره ومنله او دواړه لاړو کله چې هلته ورسيدو سميره سخته په ژړا شوه او خداي(ج) ته دعا وکړه چې:
اي خدايه(ج) ماته مغفرت او بښنه وکړې ...ماله خپل خپلوانو سره يو ځاي کړې ...خپل وطن ته مې بوځې ماته بښنه وکړې.
ما هم ورسره سخت وژړل دواړه بيرته کورته راستانه شولو نيمه شپه وه چې سميرې را باندې غږ وکړو چې محمود! فکر کوم چې زما دعا قبوله شوىده او په خوشحالۍ يې راته وويل چې خپلوانو سره يو ځاي کېږم بيرته به خپلې کورنۍ ته ځم.
ددې خبرې په اوريدلو سره زه هم لږ وارخطا شوم چې هسې نه سميره رانه بيله نشي ما خو کله هم دا فکر نه کاوه.
څو مياشتي وروسته بيا يوه ورځ مسجد النبوي ته لاړم د رجب مياشت وه عمره کونکي ډير زيات راغلي ول ما هم لمونځ وکړلو او په دعا مې شروع وکړه او په لوړ اواز مي وويل چې اغفر لي يا رب  ... اغفر لي يا رب...
چې پدې سره له شانه مي يو اواز واوريدلو چې وويل ايا الله تعالي جل جلاله خائنانو ته بښنه کوي؟!!!!
وينه راکې وچه شوه چې د استاد عبدالله اواز مي واوريد او په آرامۍ سره مې شاته وکتل چې ګورم استاد عبدالله په قاعدې ناست دى او دعا کوي.
نو ورته مې وويل چې اي استاده له هغه ورځې وروسته چې کله ما دغه کار کړېدى نو هيڅ په ژوند نه يم پوه شوى.
استاد عبدالله وويل: اعتراف خو کوې؟
محمود: ايا دا امکان لري چې زه په حرم کې دروغ ووايم؟
استاد: ولې دې دغه کار وکړلو؟ اي خاينه؟
کله هم ما زورولې وې؟
محمود: هر څه را باندې نفس وکړل.
استاد: نو ولې دې دغه کار وکړلو.
محمود: شيطان يا استاذه شيطان راباندې وکړلو.
استاد: خير زما پيسې دې څه کړلې؟
محمود: هغه ټول راسره کورکې دي هيڅ مې هم پرې ندي کړي ټول هغه شته دي ځه چې ځو کورته.
په لاره کې مي ترينه پوښتنه وکړه چې څنګه دې زه دلته پيداکړم؟
هغه وويل ماخو ستا په اړه هيڅ معلومات نه درلودل خو کله چې دې پيسې پټې کړې نو سخت مالي زيان دې راورسولو وروسته لدې مې تصميم ونيولو چې عمره ادا کړم نو هماغه وؤ چې ته مې دلته وليدي.
محمود: ايا پوليس دي خبر کړې دي ؟
استاد: پوليس!!! ټوله دنيا مې درپسې وکته خو پيدا مې نکړې پدې خبرو کې وؤ چې له يو ځوان سره مخ شولو ګورم چې ممدوح د استاد زوى دى هغه هم سخت حيران شو چې محمود ..د پيسو تښتول...مدينه ...ډيره لرې خبره ده.
پدې کې وو چې کورته ورسيدو.
د کور په انګړ کې مې دوي کېنول او پيسې مې ورته راوړې څه پيسې ترينه کمې شوى وې هغه مې ورسره وعده وکړه چې در رسوم به يې مونږ په همدې خبرو کې وو چې سميرې شربت راوړلو.
او هغې بيچاره ګۍ هم ترينه بښنه وغوښته استاد حيران شو ترينه يې پوښتنه وکړه چې ته مصرۍ يې؟
سميره: بلې زه د مصر نه يم د فلاني سړي لور يم او په فلاني ځاي کې مو کور دى.
استاد: تا سره هم دغه خائن خيانت کړې ستا مور او پلار خو له خفګانه درپسي هلاک شول.
سميره : موراو پلار مې څنګه دي؟
استاد: ستا د ورکېدونه وروسته ستا مور او پلار ډوډۍ کله هم نده څکلې زاره يې درپسې چاود ده.
سميره: کاکا ما دغلته نو مه پريږده زه هم له تا سره خپل مور او پلار ته ځم.
استاد: محموده پريږده دا غريبه انجلۍ چې له ماسره لاړه شي خپل مور او پلار ته.
محمود: دا ازاده ده ...بيشکه چې ما ورسره ظلم کړېدى.
زه خو لدېنه بغير ژوندې نشم پاتې کېدې مګر دا د خداي(ج)  کړه وه چې وشوه او زه ددې له ارامئ نه بغير نور څه نه غواړم.
استاد: نو پس طلاق ورکړه؟
زه لږ چوپ شوم پداسې حال کې چې  له سترګو مې اوښکې رابهيدې ورته مې وويل چې ته پر ما طلاقه يې اى سميرې.
استاد بيرته خپل اطاق ته لاړه او وويل چې سبا ته به له خيره مصر ته ځو.
چې سبا شو نو استاد او د هغه زوي راغله چې سميره له ځان سره بوځي .
استاد: هيچا ته به هم دا خبره ونکړم چې ته دلته اوسيږي خو په يوه شرط چې بل ځاي ته لاړ نشي.
محمود: چېرته به لاړ شم د مصر زندانونو ته.
لدې خبرو وروسته دوي دري واړه لاړل او زه يې تنها پريښودم.
کله چې دا سپين ګيري کېسه دغلته وروسوله نو له سترګو نه يې اوښکې رابهيدلې.
د ماښام اذان شروع شو نو ورته مې وويل چې بيا څه وشول.
وروسته بيا خبر شوم چې سميرى د استاد عبدالله له زوي ممدوح سره واده کړېدى.
لدې وروسته زما هم نور نو د رخت له کار او بار نه زړه تور شوى وه او دغه د حلوا دوکان مې پرانيسته او همدلته مې واده هم وکړو وروسته خداي(ج) يوه لور راکړه او په هغې باندې مې نوم سميره کېښوده.
زمونږ په افغاني ټولنه کې هم که چېرې يو ځوان وغواړي چې واده وکړې نو لومړى خو يې کورودانه د مور او پلار په زړه انتخابيږي او پخپله هلک خو د انتخاب حق هم نلري او دا خو لا پريږده چې يوې پيغلې سره دي د هغې په ورکړه کې له هغې سره مشوره وشي چې ايا فلانى ځوان ستا د ژوند ملګري کېدل غواړي ستا موافقه شته او که نه دا يوه ستونزه ده چې له هغې نه ما يادونه وکړه نورې ډيرې ستونزې شته دي په يادولو به يې کتابونه وليکل شي.
لدې سره که چېرې زمونږ په ټولنه کې لکه پورتنۍ پيښي په څير کومه ستونزه مخې ته راشي د انجلۍ سزا خو مرګ ده مرګ د عفوې دود خو بيښي نشته چې ايا عفوه هم څه معنا لري او که نه.
زمونږ دغه ظالمه ټولنه خو بيا وايې چې هغه خو هلک دى (يعني هلک چې هر څه کوي هغه معاف دى) تا ولې دغسي وکړل.
زه دا نه وايم چې له دغو ځوانانو او پيغلو سره دې هيڅ هم ونه شي مګر دا زمونږ خپله نيمګړتيا ده چې دغسي پيښي منځته راځي.