د روژې آداب
 
 
ليکوال: زاهد جلالي
 

١ –نيت کول: د روژې لومړى آدب د روژې لپاره نيت کول دي. ګرچه امام زفر وايې چې د مقيم لپاره د روژې په مياشت کې نيت نشته، د روژې د مياشتې روژه نيول د مسلمان لپاره نصاب ګرځيدلې، خو نور علما بيا وايې چې نه روژې ته هم بايد د نورو کارونو په څير نيت ونيول شي، حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايې: (انما الاعمال بالنيات) د هر عمل اجر او ثواب په نيت ورکول کيږي. په دې اړه د عبدالعزيز بن باز فتوى داده چې د روژې د ټولې مياشتې لپاره د مياشتې په سر کې نيت يو نيت کافې دى.
٢–پشنمى کول: پشنمى کول په روژه کې مستحب دى، د پشنمي په اړه له انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې:
) تسحروا فان في السحور برکة) پشنمى وکړئ ځکه پشنمي کې کې برکت دى، علما وايې چې برکت يې دادي چې پشنمى روژتي قوي کوي او چست کوي يې. دا مهمه نده چې خوراک پکې لږ يا ډير وشي، حتى که څوک يو غړپ اوبه هم وڅښي پشنمى يې کيږي. د پشنمي وخت د شپې له نيمايې څخه د فجر(سهر) تر راختو پورې دى، څومره چې پشنمى وروسته وشي ښه دى، عمر بن ميمون روايت کوي چې: (کان اصحاب محمد صلى الله عليه وسلم اعجل الناس افطارا و ابطاهم سحورا) د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو به ترټولو خلکو په روژه ماتولو کې تيزي کوله او په پشنمې کې به يې سستي کوله. تر هغې پورې په پشنمي کې خوراک کيږي ترڅو چې د فجر په راختو يقيني شي شک باندې بايد خوراک بند نشي، الله تعالې د بقرې په سورت کې فرمايې: (وکلوا و اشربوا حتى يتبين لکم الخيط الابيض من الخيط الاسود من الفجر) سورت بقره آيت ١٨٧ ژباړه: او وخورئ او وڅښئ تاسې تر هغه چې ښکاره شي تاسې ته تار سپين (جلا) (جلا) له تاره توره (چې سپين تار) له سبا ځنې (دى). ابو داود وايې چې ترهغه بايد خوراک وشي ترڅو چې د سهار په راختو يقيني شي او د ابن عباس مذهب هم دا دى.
٣–مستحب دي، د لمر له غروب سره روژه ماتيږي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (لايزال الناس بخير ما عجلوا الفطر) تر هغې به خلک ښه وي ترڅو چې په روژه ماتې کې تيزي کوي. روژه بايد په خرما ماته شي  او که چيرته خرما نه وه بيا  دې په اوبو ماته شي، له سليمان ابن عامر څخه روايت دى چې نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (اذا کان احدکم صائما فليفطر على التمر فان لم يجد التمر فعلى الماء فان الماء طهور) که چيرته يو ستاسو روژه و نو روژه دې په خرما باندې ماته کړي او که يې خرما پيدا نکړه نو په اوبو دې ماته کړي ځکه چې اوبه پاکې دي. لومړي بايد روژه ماته شي او بيا د ماښام لمونځ وشي او له لمانځه څخه وروسته دې د حاجت په اندازې وخوړل شي.
٤ – په روژه ماتولو کې او د روژې په مهال دعا کول: ابن ماجه له عبدالله بن عمرو بن العاص څخه روايت کوي چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
)ان للصائم عند فطره دعوة ماترد) د روژې ماتولو په وخت د روژتي د عا نه رد کيږي، عبدالله چې به کله روژه ماته کړه نو دا دعا به يې ويله: (اللهم اني اسئالک برحمتک التي وسعت کل شئ ان تغفرلي) دا هم ثابته شوې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به دا دعا لوسته: ذهب الظمآ و ابتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله تعالى)،  نبي کريم صلى الله عليه وسلم به دا دعا ويله: (اللهم لک صمت وعلى رزقکت افطرت)، نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايې: (ثلاثة لاترد دعوتهم الصائم حتى يفطر والامام العادل والمظلوم) د درې کسانو دعا نه رد کيږي، د روژتي ترڅو چې روژه ماتوي د عادل امام او د مظلوم.
٥ – له هغه څه څخه ځان ژغورنه چې روژه خرابوي: روژه يو له هغو عباداتو څخه ده چې خداي جل جلاله ته ډيره نيږدې ده او د روژې په واسطه انسان سمې لارې ته برابريږي او دا د تقوى لپاره ده، ځکه خو بايد څوک داسې څه ونکړي چې روژه يې خرابوي ترڅو د الله تقوى پکې ترلاسه شي، الله تعالى فرمايې: (
يايها الذين آمنوا کتب عليکم الصيام کما کتب على الذين من قبلکم لعلکم تتقون) سورت البقرة آيت ١٨٣ ژباړه: اى هغه کسانو چې ايمان مو راوړى دى  (اى مومنانو!) فرض کړى شوى ده په تاسې باندې روژه لکه چې فرض شوى وه په هغو کسانو چې پخوا له تاسې څخه و (لکه  پخواني امتونه او پيغمبران تر ادمه پورې). روژه يواځې له خوړو او څښو څخه د خولې بندول ندې، دا يو څه اخلاقيات هم لري، روژه بايد په انسان تاثير ولري، ځکه خو پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايې چې په روژه کې چا سره جګړه او جنجال مه کوئ، که تاسې چا ځورولۍ ورته ووايې چې اني صائم يعنې زه روژه يم.
٦ – مسواک وهل: په روژه کې بايد مسواک استعمال شي، دا فرق نکوي چې د روژې په پيل کې وي او که د روژې ماتولو په وخت وي، يعنې هم سهار د مسواک استعمال روا دي او هم مازيګر، له عباس رضي الله عنه څخه روايت دى وايې:
)کان النبي صلى الله عليه وسلم يتسوک و هو صائم) ابو داوود.
٧–سخا او د قرآن ډير لوستل: په روژه کې بايد سخا ډيره شي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: که څوک چاته روژه ماتى ورکړي داسې ثواب به ورته الله تعالى ورکوي لکه څنګه چې يې روژه تى ته ورکوى بې له دې چې د روژتې ثواب لږ شي، په حديث کې داسې راځي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د ټولو خلکو څخه ډير سخي و چې په روژه کې به يې سخا نوره هم ډيريده، او په بل حديث کې راځي چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به په روژه کې له جبرائيل سره د قران درس ويلې.
٨–د روژې په لسو وروستيو ورځو کې عبادت ډيرول: په حديث کې راځې چې د روژې په لسو وروستيو ورځو کې به رسول الله صلى الله عليه وسلم شپې په عبادت سبا کولې او راځې چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم  به په لسو وروستيو کې دومره عبادت کاوه چې په نورو رڅو کې به يې نه کاوه، د ترمذي په روايت کې راځې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په لسو وروستيو ورځو کې خپل اهل هم د عبادت لپاره پاڅول.
٩ – که څوک څه مشکل لري روژه نشي نيوى، د نورو په مخ کې بايد خوراک او څښآک ونه کړي: څوک چې مريض وي او يا کوم بل شرعي عذر لري او روژه نه نيسي نو د نورو په وړاندې دې ځان د روژتيانو ښيي او د هغوي په وړاندې دې خوراک او څښآک نه کوي.
١٠ –که څوک څه مشکل لري او نيمه ورځ روژه وخوري په پاتې ورځ کې دې څه نه خوري او له جنسي اړيکو څخه دې ځان داسې وژغوري لکه د نورو روژه تيانو:
کله که څوک په سفر تللې وي او روژه وخوري بيا په نيمه ورځ کې کور ته راشي بيا دې څه نه خوري او له ټولو هغو شيانو دې ځان وساتې چې روژه ماتوي. که کومه ښځه په نيمه ورځ کې حيض شي هغه دې هم د نورو په څير روژه په خوله لري او څه دې نه خوري.
١١ – که کوم ماشوم په نصف النهار کې بالغ شي او يا کوم کافر مسلمان شي هغه هم بايد ټوله ورځ د نورو روژتيا نو په څير روژه ونيسي.
ماخذونه:
١ -فقه السنة – ليکوال: سيد سابق.
٢ – کتاب الاختيار لتعليل المختار – ليکوال: عبدالله بن محمود بن مودود
الموصلي الحنفي – تخريج: خالد عبدالرحمن العک.
٣–آسانه فقه – ليکوال: محمد يوسف اصلاحي.
٤ – کابلى تفسير.