استاد محمد مهدي عاکف ليکوال: زاهد جلالي |
استاد محمد مهدي عاکف د اخوان المسلمين د خوځښت پخوانى او اووم مشر دى، مخکې تر ده استاد مامون الهضيبي د اخوان المسلمين مشر و او په کال ٢٠٠٤ د جنوري په مياشت کې يې استاد مهدي عاکف ته د اخوان المسلمين مشري د مامون الهضيبي د وفات څخه وروسته ور وسپارل شوه. له ده څخه وروسته په کال ٢٠١٠ د اولې مياشتې په پنځلسم تاريخ د اخوان المسلمين مشري استاد دکتور عبدالبديع ته وروسته لدي چې استاد محمد مهدي عاکف استعفاء ورکړه، وروسپارل شوه. دا د اخوان المسلمين په تاريخ کې اول ځل و چې مرشد عام په خپل ژوند کې د اخوان المسلمين مشري پريږدي. |